د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۵

هیدر بار: ملګرو ملتونو د دوحې له درېیمې ناستې څخه افغان مېرمنې بې برخې کړي


د پلازمېنې دوحې یوه څنډه
د پلازمېنې دوحې یوه څنډه

د بشري حقونو د څار سازمان وايي، ملګرو ملتونو د دوحې له درېیمې ناستې څخه افغان مېرمنې بې برخې کړي دي.

په داسې حال کې چې د افغانستان په اړه د دوحې درېیمې ناستې جوړېدو ته کمې ورځې پاتې، د بشري حقونو د څار سازمان ویلي، ملګرو ملتونو د افغانستان په اړه د دوحې له راتلونکې غونډې افغان ښځې ایستلي دي.

د دغه سازمان د ښځو د څانګې مسوولې هیدر بار د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دا کړنه د امنیت شورا له ۱۳۲۵ نمبر پرېکړه لیکه سرغړونه ده.

بار وویل: "په وروستیو ورځو کې راپورونه ښيي چې هېڅ افغان ښځه د دوحې راتلونکې درېیمې غونډې ته نه‌ده بلل شوې او د بشري حقونو د څار سازمان اندېښنه څرګنده کړې چې دا په ښکاره توګه د امنیت شورا د ۱۳۲۵ نمبر پرېکړه‌لیک غیرمستقیم نقض دی چې وایي، ښځې باید د سولې په ټولو پروسو او د خپل هېواد د راتلونکي په اړه مهمو بحثونو کې بشپړ ګډون ولري."

مېرمن بار دا جزییات ورنه کړل چې د دوحې غونډه کې کومو افغان ښځو ګډون کاوه او ولې یې ملګرو ملتونو نومونه د ګډون کوونکو له نوملړه لیرې کړي، خو د دوحې په دوهمه ناسته کې د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانو او د مدني ټولنې استازو برخه اخیستې وه.

ملګرو ملتونو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ په ډاګه ویلي وو چې د دوحې د راتلونکې غونډې تمرکز به په افغانستان کې د ښځو پر حقونو وي.

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مسوولې هیدر بار له دې وړاندې د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ په یو ویډیو بیان کې ویلی وو چې د دوحې د درېیمې ناستې له اجنډا د ښځو او ښځو د حقونو موضوع لیرې شوې ده.

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مسووله هیدر بار
د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مسووله هیدر بار

نوموړې په دې ناسته کې د طالبانو د ګډون په غبرګون کې ویلي وو، ډېره د اندېښنې وړ ده، ځکه چې د نوموړې د ادعا له مخې د طالبانو د حضور لپاره د ښځو د حقونو موضوع د غونډې له اجنډا لرې کړل شوې ده.

په همدې حال کې د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې وايي، د دوحې په درېیمه ناسته کې ملګري ملتونه د طالبانو په غوښتنه ښځې له پامه غورځوي.

د ښځو د مشارکت شبکې مشرې ترنم سیدي ازادي راډيو ته وویل: "نړیواله ټولنه له طالبانو هیله کوي چې د دوحې په ناسته کې ګډون وکړي او بل لوري ته چې د افغانستان خلک او افغانې ښځې دي هغوی له پامه غورځوي او د طالبانو هغه شرطونه چې باید په دې ناسته کې افغان مېرمنې او د مدني ټولنې استازي برخه وانه‌خلي، نړیواله ټولنه او ملګري ملتونه یې دا شرطونه مني په حقیقت کې دا کړنه طالبانو ته اجازه ورکوي چې پر افغانانو او افغان مېرمنو له پخوا لا ډېر ظلم وکړي."

د ښځو د مشارکت شبکې مشره ترنم سیدي
د ښځو د مشارکت شبکې مشره ترنم سیدي

د ښځو د حقونو بله فعاله فاطمه اعتمادي وايي، د ملګرو ملتونو په دې کړنې سره به په افغانستان کې ښځې تر لا ډېر فشار لاندې راشي.

مېرمن اعتمادي وویل: "په دې سره دوی په خپله د ملګرو ملتونو له لوري جوړو شویو قوانینو نه سرغړونه کوي او په دې سره موږ مېرمنې چې له سختو حالاتو تېرېږو تر لا فشار لاندې راشو او زموږ وضعیت به لا پسې خراب شي."

ټاکل شوې د ملګرو ملتونو په کوربه‎‌‌توب د دوحې درېیمه ناسته د روانې جون په ۳۰مه جوړه او د جولای تر لومړۍ دوام وکړي.

د طالبانو حکومت په دې ناسته کې د خپلو استازو د ګډون پخلی کړی دی.

په همدې حال کې په ملګرو ملتونو د متحده عربي اماراتو استازولی په دوحه کې تر درېیمې ناستې مخکې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې او د یوناما له مشرې روزا اوتونبایوا سره کتلي دي.

دغه استازولې ویلي، دوی په دوحه کې په راتلونکې غونډه کې د ښځو او نجونو د ګډون، په افغانستان کې د وروستیو پرمختګونو او د افغانستان د پرمختګ لپاره د یوناما د کار په تړاو خبرې وکړې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG