د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۰

امریکا په غزه کې د اوربند هوکړې ته د رسېدو لپاره د ښکېلو لوریو ترمنځ د واټن کمولو هڅه کوي


انټوني بلېنکن
انټوني بلېنکن

د ملګرو ملتونو له دې اعلان سره هممهاله چې اسراییل او حماس سخت دریځې ډلې دواړو په غزه کې جنګي جنایتونه کړي دي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هڅه کوي چې د اوربند هوکړې ته د رسېدو لپاره د ښکېلو خواوو ترمنځ واټن کم کړي.

انټوني بلېنکن، چې قطر ته یې سفر کړی، د چهارشنبې په ورځ جون ۱۲مه وویل چې حماس په غزه کې د اوربند د وړاندیز په ځواب کې د "بې شمېره بدلونونو" تجویزونه کړي او په دغو وړاندیزونو کې "غیرعملي" موارد هم شامل دي.

خو له دې سره سره، ده ټینګار وکړ چې واشنګټن او منځګړي به د فلسطیني وسله‌والې ډلې او اسراییل ترمنځ د واټن د کمولو لپاره هڅو ته دوام ورکړي.

حماس د سې شنبې په ورځ په رسمي ډول د امریکا د اوربند وړاندیز ته، چې د دې هېواد ولسمشر جو بایډن تېره میاشت وړاندې کړی و، ځواب ورکړ.

په دې وړاندیز کې د اوربند او په اسراییل کې د فلسطیني بندیانو د خلاصون په بدل کې په غزه کې د اسراییلي یرغملو په تدریجي ډول خوشې کېدل شامل دي چې په نهایت کې د جګړې د دایمي پای ته رسېدا سبب کېږي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن
د امریکا ولسمشر جو بایډن

بلېنکن په دوحه کې یوې خبري غونډې ته وویل: "حماس کولی شوای په یوه کلمه یعني «هو» ځواب ورکړي، خو د دې پرځای یې نژدې دوې اوونۍ انتظار وکړ او بیا یې د نورو بدلونونو وړاندیز وکړ چې ځینې یې له هغو دریځونو څخه بهر وو چې مخکې یې غوره کړي او منلي وو."

حماس د امریکا د متحدو ایالتونو او اروپايي اتحادیې له خوا د تروریستي سازمانونو په لېست کې شامل دی.

د حماس یوه چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې دا ځواب په دې ټکي ټینګار کوي چې اوربند باید په غزه کې د جګړې د دایمي پای ته رسېدو، د اسراییلي ځواکونو د وتلو، د فلسطیني سیمو د بیارغونې او په اسراییل کې د فلسطیني بندیانو د خلاصون سبب شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په وینا، د حماس ځینې متقابل وړاندیزونه د اجرا وړ دي او هغه په دې باور دی چې د دواړو خواوو ترمنځ پاتې درزونه ډکېدای شي.

امريکا، قطر او مصر په تېرو مياشتو کې د حماس او اسرایيل ترمنځ د منځګړي رول لوبولی دی او هڅه يې کړې چې په غزه کې تر سلو ډېر بنديان خوشي کړي.

بلېنکن وویل، هېواد به یې په راتلونکو ورځو کې یوې "موافقې" ته د رسېدو لپاره له مصر او قطر سره په ګډه کار وکړي.

هغه زیاته کړه: "موږ اراده لرو چې خلاوې له منځه یوسو، او زه باور لرم چې دا تشې به حل شي. مګر بیا هم، (دې موافقې ته رسېدل) بالاخره په خلکو پورې اړه لري چې هو ووایي."

د حماس د سیاسي دفتر غړي عزت الشرق مخکې ویلي وو چې د امریکا د ولسمشر جوبایډن له‌خوا د اوربند وړاندیز ته د دې ډلې غبرګون "مسوولانه، جدي او مثبت دی او یوې موافقې ته لاره هواروي."

یوه اسراییلي چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط د سې شنبې په ورځ وویل چې حکومت یې د منځګړو له لوري ځواب ترلاسه کړی دی.

هغه زیاته کړه، حماس په خپل غبرګون کې د طرحې ټول مهم او اصلي عناصر بدل کړي او د یرغملو د خلاصون اړوند وړاندیز یې رد کړی دی.

د ملګرو ملتونو څېړنې دې نتیجې ته رسېدلې چې اسراییل او حماس دواړو د غزې د جګړې په پیل کې "جنګي جرمونه" کړي او په دې سیمه کې د اسراییلو عملیات د ملکي تلفاتو د زیاتوالي له امله د "بشریت ضد جرم" یوه بېلګه ده.

په غزه کې د روانې جګړې یو انځور
په غزه کې د روانې جګړې یو انځور

دا تورونه، چې د چهارشنبې په ورځ اعلان شول، د ملګرو ملتونو د دوو کارپوهانو د څېړنو پایلې دي.

د اسراییل حکومت چې له دې تحقیقاتي کمېسیون سره یې همکاري نه ده کړې، د هغې پایلې له اسراییل سره د ضدیت محصول بللي.

د حماس ډلې تر اوسه د دې څېړنو د پایلو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

په غزې تړانګه کې جګړه د تېر کال د اکټوبر په اوومه د اسراييلو پر خاوره د حماس د وسله‌والو د ناڅاپي بريد په غبرګون کې پيل شوه.

په دې برید کې شاوخوا ۱۲۰۰ اسراییلیان، چې ډېری یې ملکي وګړي وو، ووژل شول او تر ۲۵۰ ډېر کسان یرغمل شول.

د غزې تړانګې د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې چې د حماس تر کنټرول لاندې ده، د جګړې له پیل راهیسې په تېرو اتو میاشتو کې د اسراییل په بریدونو کې تر ۳۷ زره ډېر فلسطینیان وژل شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG