د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۹

بلېنکن عربي هېوادونو ته: پر حماس فشار راوړئ څو د اوربند لپاره د امریکا پلان ومني


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السیسي سره له کتنې وروسته او له قاهرې څخه تر وتلو مخکې په هوايي ډګر کې خبریالانو سره د خبرو پر مهال
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السیسي سره له کتنې وروسته او له قاهرې څخه تر وتلو مخکې په هوايي ډګر کې خبریالانو سره د خبرو پر مهال

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له عربي هېوادونو وغوښتل چې پر سخت دریځې ډلې حماس فشار راوړي چې په غزه کې د اوربند لپاره د امریکا پلان ومني.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن د دوشنبې په ورځ د عربي هېوادونو پر مشرانو غږ وکړ چې پر حماس فشار راوړي چې په غزه کې د اته میاشتنۍ جګړې د پای ته رسولو لپاره امریکا د ولسمشر جوبایډن له‌خوا د اوربند وړاندیز ومني.

بلېنکن د غزې په تړانګه کې د جګړې له پيل وروسته چې اته مياشتې کېږي، دا اتم ځل دى چې دې سيمې ته يې سفر کړى دى.

هغه د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السیسي سره له کتنې وروسته او له قاهرې څخه تر وتلو مخکې خبریالانو ته وویل: "د سیمې حکومتونو او خلکو ته زما پیغام دا دی چې که تاسو اوربند غواړئ، پر حماس فشار راوړئ چې هو ووایي. که تاسو غواړئ چې په غزه کې د فلسطینیانو کړاوونه کم کړئ، نو پر حماس فشار راوړئ چې هو ووایي، که تاسو غواړئ چې ټول یرغمل شوي بېرته ستانه شي، په حماس فشار راوړئ چې هو ووایي."

خو د حماس یوه جګپوړي چارواکي رویټرز ته ویلي چې په غزه کې د اوربند په اړه د بلېنکن څرګندونې د اسراییلو په ګټه دي.

د رویټرز خبري اژانس راپور زیاتوي د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر دغه سفر په یوه حساس پړاو کې ځکه ترسره کېږي چې واشنګټن هڅه کوي حماس ډله له اسراییلو سره د اوربند تړون ومني او ډاډ ترلاسه کړي چې جګړه لبنان ته نه غځېږي.

په غزه کې د روانې جګړې له کله د اوښتو زیانونو یو انځور
په غزه کې د روانې جګړې له کله د اوښتو زیانونو یو انځور

حماس د مې په میاشت کې اعلان وکړ چې د اوربند او د بندیانو د تبادلې په اړه یې موافقه کړې، خو یوه اسراییلي چارواکي هغه مهال وویل چې دا تړون اسراییلو ته د منلو وړ نه دی ځکه چې د هغه په وینا شرایط نرم شوي دي.

بلېنکن د دوشنبې په ماښام اسراییلو ته ورسېد او هلته یې د اسراییلو له صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره وکتل.

د غزې په تړانګه کې جګړه د اکټوبر پر اوومه د حماس له خوا پر اسراییلو له برید وروسته پیل شوه.

د اسراییلو د شمېرو له مخې په دې برید کې ۱۲۰۰ اسراییلیان وژل شوي او شاوخوا ۲۵۰ نور یرغمل شوي دي.

د فلسطین د شمیرو له مخې د اسراییلو په ځوابي برید کې چې له اتو میاشتو راهیسې روان دی شاوخوا ۳۷ زره فلسطینیان وژل شوي دي.

د شنبې د ورځې په عملیاتو کې اسراییلي ځواکونو څلور تنه یرغمل نیول شوي خلک د حماس له منګولو وژغورل.

خو فلسطیني سرچینو ویلي چې د اسرائیلي ځواکونو په دغو عملیاتو کې ۲۷۴ فلسطینیان وژل شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا دا برید به د اوربند هوکړې ته د رسېدو هیلې کمزورې نه کړي؟ ځواب ورنه کړ.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG