د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۷

بلېنکن له اسراییلي چارواکو غوښتنه وکړه څو د بایډن پر پیشنهادي طرحه غور وکړي


د امریکا د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن
د امریکا د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن

د امریکا د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن، د اسراییل له چارواکو غوښتنه وکړه چې په غزه کې د اوربند په اړه د امریکا د ولسمشر جو بایډن پر پېشنهادي طرحه غور وکړي.

بلېنکن د یکشنبې په ورځ له جګپوړو اسراییلي چارواکو سره په غزې تړانګه کې د اوربند په اړه پر پیشنهادي طرحې ټلیفوني خبرې وکړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي، بلېنکن د اسراييل د جنګي کابینې له وزير بني ګنځ او د اسراييل له دفاع وزير يواف ګالانت سره په دې باب خبرې وکړې.

د وزارت د بیان له مخې، په دواړو ټلیفوني خبرو کې، بلېنکن اسراییل د هغې پیشنهادي طرحې له کبله وستایه، چې د جوبایډن له خوا وړاندې شوې ده، هغه ویلي، اوس د توندلارې ډلې حماس مسوولیت دی چې ورباندې سلا وکړي.

د یادولو وړ ده چې د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه حماس ډله یو تروریستي سازمان ګڼي.

حماس ډلې ویلي چې د امریکا د متحدو ایالتونو دغې پیشنهادي طرحې ته چې په غزې تړانګه کې د اوربند د ټینګښت او د یرغمل شویو د خلاصون په باب ده، په مثبت نظر ګوري.

ولسمشر بایډن دا یوه اسراییلي موافقه بللې ده.

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن دغه طرحه چې درې پړاوونه په کې پیشنهاد شوي، تېره جمعه اعلان کړه.

خو د اسراييل دفاع وزیر یوآف ګالانت د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ته ویلي چې د اوربند په هره موافقه کې باید د حماس ډلې د ملکي او پوځي امکاناتو د لمن ټولول شامل وي.

په دې اړه د اسراييل دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، په دغه ټلیفوني تماس کې د حماس ډلې د محلي بدیل پر مشخصولو او د ایجاد پر امکاناتو هم خبرې وشوې.

په همدې حال کې مصر ویلي چې خپلې پولې ته څېرمه، د غزې د جنوبي ښار رفح په سرحدي دروازه کې د اسراييل حضور نه مني.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د مصر د بهرنیو چارو وزیر سامح شکري نن دوشنبه په مادرید کې له خپل هسپانوي سیال سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې وویل، د فلسطینیانو له حضور پرته به د رفح په دروازه کې د عملیاتو دوام ستونزمن وي.

که څه هم منځګړو هڅه کړې چې د غزې په جګړه کې ښکېل لوري اوربند ته وهڅوي، خو تېره شپه هم په رفح ښار کې د حملو د دوام راپورونه ورکړل شوي دي.

د اسراييل صدراعظم بنیامن نتنیاهو د امریکا د دې پیشنهادي طرحې تر اعلان وروسته وړاندیز وکړ چې د ټولو یرغمل شویو تر خلاصون او د حماس ډلې تر ختمېدو پورې به هغې جګړې ته چې شا و خوا نهه میاشتې یې کېږي دوام ورکړي.

نتنیاهو د یوه تجربه کار او سختګیر سیاستوال په توګه پېژندل کېږي چې د یوه نازک ښي اړخي ائتلافي حکومت مشري کوي.

هغه له دوو لوریو له سختو داخلي فشارونو سره مخامخ دی، یوه ډله د خلکو ده چې د یرغمل شویو کسانو د فوري خوشې کېدو او د اوربند غوښتونکي دي او دوی تېره شنبه یو وار بیا په تل‌ابیب کې مظاهره وکړه.

بله ډله هغه افراطي ښي اړخي متحدان دي چې خبرداری یې ورکړی، که د اوربند موافقه وشي، د اسراييل ائتلافي حکومت به نسکور کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG