د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۴

بورېل: د غزې جګړې په تړاو د جرمونو نړیوالې محکمې د څارنوال د غوښتنې درناوی باید وشي


د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزیف بورېل
د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزیف بورېل

د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مشر وایي، د غزې د جګړې په تړاو د جرمونو نړیوالې محکمې د څارنوال د غوښتنې درناوی باید وشي.

د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران نن دوشنبه په بروکسل کې جرګه شوي او د بحث یوه موضوع یې په غزه کې د اسراییلو جګړې ته د حل‌لارې چارې لټول دي.

د دغې ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزیف بورېل تر غونډې مخکې خبریالانو ته وویل، د غزې د جګړې په تړاو د جرمونو نړیوالې محکمې وروستۍ پرېکړه باید عملي او درناوی یې وشي.

بورېل وویل: "د جرمونو نړیوالې محکمې څارنوال له دغې محکمې غوښتنه کړې چې د اسراییلو د صدر اعظم بنیامین نتنیاهو او د دفاع د وزیریواف ګالنت او دغه راز د حماس د دریو مشرانو د نیولو حکم صادر کړي. د څارنوال له‌خوا دا پرېکړه مهمه ده او مونږ باید د دغې محکمې د کارونو درناوی وکړو. مونږ باید د دغې ادارې چارو ته درونای وکړو او اجازه ورکړو چې محکمه له کومې ویرې پرته د څارنوال د دغه نوښت په اړه پرېکړه وکړي."

د عکس ښي لور ته د اسراییل صداعظم بنیامین نتنیاهو او چپ لور ته د دفاع وزیر یواف ګالنت
د عکس ښي لور ته د اسراییل صداعظم بنیامین نتنیاهو او چپ لور ته د دفاع وزیر یواف ګالنت

د جرمونو نړیولې محکمې څارنوال کریم خان تېره اوونۍ له دغې محکمې وغوښتل چې د اسراییل د صدر اعظم بنیامین نتنیاهواو د دفاع د وزیر یواف ګالنت د نیولو حکم صادر کړي.

کریم خان دغه راز د حماس چې اروپایي ټولنه او امریکا یې د ترهګرو په توګه پېژني د درېیو مشرانو حماس محمد المصري، یحیی ابراهیم سنور او اسماعیل هنیه د نیولو غوښتنه هم کړې وه.

د جرمونو نړیوالې محکمې دغې پرېکړې بیا د اسراییل او متحده ایالتونو غبرګونونه پارولي دي.

د اسراییل د دفاع وزیر یواف ګالنت وویل، دغه محکمه اسراییل د دفاع له حقه محروموي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن او یو شمېر سیاستوالو هم پر کریم خان نیوکې کړي او او ویلې یې دي چې د جرمونو نړیواله محکمه په غزې تړانګه کې د جګړې په اړه د پرېکړې صلاحیت نه لري.

د غزې د جګړې په اړه دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې پرون یکشنبه په رفح کې د اسراییلي پوځیانو په برید کې د غزې د عامې روغتیا وزارت په وینا شاوخوا ۴۰ تنه ملکیان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

اسراییل دغه برید کې د ملکیانو زیان تاییدوي، خو وایي چې هدف یې د حماس ډلې دوه مشران و چې په خبره یې برید کې وژل شوي دي.

بل لور ته د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مشر ویلي، دوی هڅه کوي چې نننۍ غونډه کې په اصولو کې دې هوکړې ته ورسېږي چې رفح کې د اروپایي ټولنې د سرحدي مرستو ماموریت بېرته فعال کړي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د مصر او رفح تر منځ پوله کې د اروپایي ټولنې د سرحدي مرستو ماموریت له ۲۰۰۷م کال راهیسې په ټپه ولاړ دی.

په رفح کې د اروپایي ټولنې د سرحدي مرستې ماموریت ۲۰۰۵م کال کې په کار پیل وکړ، خو کله چې ۲۰۰۷ کال کې حماس غزه ونیوله، دغه ماموریت وځنډېد.

معلومه نه ده چې د دغه ماموریت چارې به پر کومو مسئلو ور ټولې وي، خو د بیا پیل پریکړه یې د اروپایي ټولنې د ۲۷ غړو تایید ته اړتیا لري.

۲۰۰۵م کال کې د فلسطین او اسراییلو په ګډون د اروپایي ټولنې دغه ماموریت په رفح کې د عملیاتو د څارنې په هدف ګمارل شوی و او د ځانګړي امنیتي ټیم په ګډون یې ۷۰ تنه کارکوونکي درلودل.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG