د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۱

د غزې رفح ښار؛ د جګړې او بمبارۍ شدت سلګونه زره خلک تېښتې ته اړ کړي


د رفح یو شمېر اوسیدونکي
د رفح یو شمېر اوسیدونکي

ملګري ملتونه وايي، د غزې په جنوبي ښار رفح کې د اسراییلو د بریدونو او پر ځینو برخو د سختو بمباریو له امله شاوخوا ۸۰۰ زره فلسطینیان چې د غزې په دې جنوبي ښار کې یې پناه اخیستې وه، تېښتې ته اړ شوي دي.

د فلسطین لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویې ادارې (UNRWA) مشر فیلیپ لازارینی په دې اړه وویل، په رفح کې د اسراییلو د پوځی عملیاتو له پیله، فلسطینیان په پراخه کچه بې ځایه شوي دي.

هغه په خپله ایکسپاڼه (پخواني ټویټر) کې لیکلي چې د مې له شپږمې راهیسې، کله چې اسراییل په رفح کې عملیات پیل کړل، د رفح نژدې نیمایي وګړي چې ۸ لکه کېږي، سړکونو ته راوتلي او تېښتې ته اړ شوي دي.

هغه زیاته کړه، دا فلسطینیان هغو سیمو ته تښتیدلي دي چې د اوبو مناسبې سرچینې او روغتیايي اسانتیاوې نه لري.

د جمعې په ورځ، ۱۳ اروپايي او اسیايي هېوادونو په یوه لیک کې له اسراییلو څخه وغوښتل چې پر رفح ښار پراخ بریدونه، ونه کړي.

تر دې مخکې امریکا په وار وار له اسراییلو غوښتي وو چې د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره له پلان پرته په رفح کې پراخ پوځي عملیات پیل نه کړي.

پر رفح ښار د اسراییل بمبارۍ دوام لري
پر رفح ښار د اسراییل بمبارۍ دوام لري

عیني شاهدانو هم پرون (شنبې) د غزې په شمال کې د کمال عدوان روغتون په څنډه کې د اسراییلو د هوايي بریدونو خبر ورکړی دی.

د اسراییلو پوځ وايي، هوايي ځواک یې په غزه کې تر ۷۰ ډېر هدفونه په نښه کړي دي. په عین حال کې اسراییلو ادعا کړې چې د رفح په ختیځ کې د دوی د ځمکنیو ځواکونو په بریدونو کې د حماس د افراطي ډلې ۵۰ غړي وژل شوي او لسګونه تونلونه یې کشف کړي دي.

حماس د امریکا د متحدو ایالتونو او اروپايي اتحادیې له لوري ترهګره ډله ګڼل کېږي.

له بلې خوا د حماس پوځي څانګې قسام لوا ادعا کړې چې د اسراييلو په عسقلان بندر يې توغندي توغولي او د غزې تړانګې په شمال کې يې د جباليې د کډوالو په کمپ کې د اسرایيلو د قوماندې مرکز هم په نښه کړی دی.

د فرانس پریس خبري آژانس د راپور له مخې، په عین حال کې د رفح پر ختیځ له هوايي او توپچي بریدونو سره هممهاله، جنګي الوتکې د مصر پولې ته نژدې د غزې پر دغه ښار له پاسه الوتنې کوي.

اسراییل ژمنه کړې چې په رفح کې به چې د حماس وروستۍ مورچه یې ګڼي، د دې سختدریځې ډلې پاتې ځواکونو ته ماتې ورکړي.

په رفح کې فلسطيني سرچينې وايي چې اسراييلي ځواکونه د «السلام»، «جنينا» او همداراز د مصر د پولې په اوږدو کې په "فلادلفيا" کې متمرکز دي.

د فلسطین غزه کې یو شمېر اسراییلي ځواکونه
د فلسطین غزه کې یو شمېر اسراییلي ځواکونه

قاهره چې د اوربند په خبرو کې د منځګړي په توګه ګډون لري، وايي چې که اسراییل فلادلفیا ونیسي نو ممکن د دواړو هېوادونو ترمنځ د ۱۹۷۹ کال د سولې تاریخي تړون سرغړونه وکړي.

د مصر او اسراییلو ترمنځ په ۱۹۷۹ کال کې د سولې د تړون له مخې،د «فلادلفیا» یا صلاح الدین محور د دواړو هېوادونو د پولو ترمنځ حایله سیمه ګڼل کېږي.

د دې تړون له مخې، د رفح ښار د لارې نیول او د فلادلفیا په محور برید د مصر په خاوره باندې تېری او له دې موافقې څخه سرغړونه ګڼل کیږي.

د اسراييلو د رسمي شمېرو له مخې، د ۲۰۲۳ د اکتوبر په اوومه پر اسراییل د حماس په حملې کې شاوخوا ١٢٠٠ کسان چې ډېرى يې ملکي وګړي وو، ووژل شول.

د حماس تر کنټرول لاندې سیمې د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د اسراییلو په ځوابي برید کې په غزه کې لږ تر لږه ۳۵ زره ۳۸۶ کسان وژل شوي چې ډېری یې ولسي وګړي دي.

په هغې خبرپاڼه کې چې دغه وزارت پرون (شنبې) خپره کړه، راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې لږ تر لږه ٨٣ کسان وژل شوي دي.

همدا راز د ۱۵۲ کسانو له جملې څخه چې د تېر کال د اکتوبر په اوومه پر اسراییل د برید په ترڅ کې حماس یرغمل کړي وو، ۱۲۵ تنه په غزه کې بندیان دي او اسراییل اټکل کوي چې ۳۷ تنه یې د حماس د افراطي ډلې له خوا وژل شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG