د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۱

د رفح ښار د تخلیې په اړه د اسراییل امر زرګونه فلسطینیان کډوالۍ ته اړ ایستي


د رفح ښار په یوه څنډه کې اسراییلي ځواکونه
د رفح ښار په یوه څنډه کې اسراییلي ځواکونه

اسراییل د غزې تړانګې په جنوب کې د رفح ښار د تخلیې نوی حکم ورکړ او لسګونه زره خلک اړ شوي چې نورو سیمو ته کډه وکړي.

د اسوشیېټډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، دا اعلان د شنبې په ورځ (مۍ ۱۱) په داسې حال کې شوی چې اسراییل د امریکا او د خپلو نورو متحدو هېوادونو له فشارونو سره سره د رفح ښار په ګڼ مېشته سیمه کې د پوځي عملیاتو د پراخولو لپاره تیاری نیسي.

تر ۱.۴ میلیونو زیات فلسطینیان چې د غزې د تړانګې د نفوسو نیمایي برخه جوړوي، په رفح ښار کې پناه اخیستې، چې زیاتره یې په نورو سیمو د اسرائیلو له بریدونو تښتېدلي وو. د تخلیې له دې نوي امر سره به دا خلک مجبور وي چې بېرته د غزې شمال ته چې د اسراییلو په بریدونو کې وران شوی ورستانه شي.

مرستندویه سازمانونو او بنسټونو اټکل کړی چې د شنبې تر ورځې مخکې ۱۱۰ زره کسان له رفحه وتلي او شاوخوا ۴۰ زره نور به هم ورسره یوځای شي.

د رفح ښار یو شمېر اوسیدونکي د کډو وړلو پر مهال
د رفح ښار یو شمېر اوسیدونکي د کډو وړلو پر مهال

په داسې حال کې چې د غزې په جنوبي سیمو کې هوايي بریدونه دوام لري، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د رفح ښار وضعیت خورا حساس وباله او د اسرائیلو پوځ ته یې خبرداری ورکړ چې په رفح ښار کې د پوځي عملیاتو لمن ونه غځوي.

ښاغلي ګوتریش وویل، په رفح کې د اسرائیلو پراخ ځمکني عملیات به د لوی بشري ناورین لامل شي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي وویل څه دپاسه یو میلیون فلسطینیانو په رفح ښار کښې پناه اخیستې ده چې نیمايي یې ماشومان دي او په داسې حال کې چې قحطي خوریږي په رفح د اسرائیلو پراخ عملیات به د مرستو لپاره د ملګرو ملتونو هلې ځلې له خنډ سره مخ کړي.

د مصر له حکومت سره تړلې القایره نیوز تلویزیون د مصري چارواکو په حواله راپور ورکړی چې په رفح کې د اسراییلو د نه منلو وړ زیاتیدونکي تاوتریخوالي په خاطر غزې ته د رفح له لارې د مرستو له رسولو ډډه کړې.

د غزې او رفح ښار د استوګنو لپاره بشري مرستې
د غزې او رفح ښار د استوګنو لپاره بشري مرستې

فلسطیني ډلې حماس چې د امریکا او اروپايي ټولنې له خوا تروریستي سازمان ګڼل کېږي، د شنبې په ورځ وویل د یرغملو له ډلې یو بل اسراییلی هم وژل شوی دی.

حماس یوه ویدیو خپره کړه او وايي نادف پاپلول چې د اسرائیلو په جنوبي برخه کې یرغمل شوی و، د غزې په تړانګه کې د اسرائیلو په برید کې تر ټپي کیدو وروسته مړ شوی دی.

د اسراييلي شمېرو له مخې، د اکتوبر د اوومې نېټې په بريد کې ۲۵۲ کسان تښتول شوي وو چې ۱۲۸ يې په غزه کې پاتې شول او لږ تر لږه ۳۶ تنه د اسرائيلو عدلي طب لخوا مړه اعلان شوي.

اسراییل وايي، د یرغمل شویو کسانو خوشې کول او د حماس له منځه وړل یې د غزې پر تړانګې د برید هدف دی.

پر غزې د اسراییلو په اوه میاشتنیو بریدونو کې د حماس تر کنټرول لاندې د غزې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې څه باندې ۳۵زره فلسطینیان وژل شوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG