د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۲

د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې نن د فلسطین ته د احتمالي امتیازاتو په اړه رایه اچونه کیږي


د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ ودانۍ
د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ ودانۍ

د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې نن جمعه (د مې میاشتې ۱۰مه) هغه پرېکړه ­لیک ته رایه اچول کېږي چې ښايي فلسطین ته «نوي حقونه او امتیازونه» ورکړي.

په پرېکړه لیک کې له امنیت شورا غوښتنه کېږي چې د ملګرو ملتونو د ۱۹۴م غړي په توګه د فلسطین د منلو پر موضوع غور وکړي.

ملګرو ملتونو د اپرېل میاشتې پر ۱۸مه د یوه پرېکړه­لیک په ملاتړ رایه ورکړې وه چې په ملګرو ملتونو کې یې د فلسطین غړیتوب ته لار پرانیستله.

دا هغه هدف دی چې فلسطینیان یې له اوږدې مودې د ترلاسه کولو هڅه کوي او اسرائیل یې د مخنیوي لپاره اقدامات کړي.

درېیو غربي ډیپلوماتانو د نومونو نه ښوولو په شرط اسوشېټېډ پریس خبري اژانس ته ویلي چې اټکل کېږي نن دغه پرېکړه ­لیک په لوی اکثریت تصویب شي.

له یوې خوا په غزه کې د اسرائیل د جګړې اوومه میاشت ده، بل لوري ته د اوربند د موافقې پر سر د سلا کېدو هڅې هم بریالۍ شوې نه دي.

مصر ویلي، که حماس ډله او اسرائیل غواړي په غزه کې د اوربند د ټینګېدو او د یرغمل شویو د تبادلې پر سر موافقه وشي، باید «انعطاف» وښيي.

د مصر پلازمېنه قاهره په غزه کې د اوربند په اړه د خبرو کوربنه ده
د مصر پلازمېنه قاهره په غزه کې د اوربند په اړه د خبرو کوربنه ده

راپورونه وايي د تازه مذاکرو تر بې نتیجې ختمېدو وروسته اسرائیل بیا په غزه کې خپلې حملې شدیدې کړې دي.

د مصر د بهرنیو چارو وزارت نن جمعه په یوه اعلامیه کې ویلي، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر سامح شکري او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په ټلیفوني خبرو کې د ښکېلو لوریو د انعطاف منلو پر اهمیت ټینګار وکړ.

هغه د غزې په جګړه کې له ښکېلو لوریو وغوښتل چې د اوربند پر موافقه د سلا کېدو او په غزه کې د بشري غمیزې د ختمېدو لپاره هره لازمه هڅه وکړي.

حماس چې د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه یې یو تروریستي سازمان ګڼي نن جمعه ویلي، هغه مرکچیان یې چې روانه اوونۍ د اوربند پر سر د خبرو لپاره په قاهره کې وو، اوس دوحې ته روان شوي دي.

حماس وايي، اسرائیل د اوربند هغه پېشنهاد چې منځګړو ورسپارلی و، رد کړی او ورباندې اعتراض لري.

د مصر له حکومت سره نږدې خبري اژانس القاهره پرون پنج شنبه راپور ورکړی و چې د اسرائیل مرکچیان هم له قاهرې روان شوي دي.

له کله چې اسرائیل د غزې په جنوبي ښار رفح کې د دوشنبې ناوخته خپل عملیات پیل کړل، د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ ادارې نن ویلي چې له هغې راهیسې له رفح ښار څخه شا و خوا یولک او ۱۰زره کسان نورو ځایونو ته په کډه کولو مجبوره شوي دي.

د غزې تړانګې په نورو برخو کې د جګړو له کبله یو ملیون او درې لکه فلسطینیانو چې د ټولې غزې د وګړو نیمايي برخه جوړوي په رفح ښار کې پناه اخیستې ده.

د اکتوبر میاشتې له اوومې په غزه کې د روانې جګړې له کبله د حماس تر ولکې لاندې د غزې د روغتیا وزارت په وینا تر ۳۴زره ۵۰۰ ډېر کسان وژل شوي، هغه شمېرې چې خپلواکو سرچینو تایید یا رد کړي نه دي.

XS
SM
MD
LG