د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۴

پر غزې د اسراییلو د پوځي بریدونو او جګړې شپږ میاشتې پوره شوې


د اسراییلو له لوري د غزې د یوې ویجاړې شوې څنډې انځور
د اسراییلو له لوري د غزې د یوې ویجاړې شوې څنډې انځور

پر غزې د اسراییلو د پوځي بریدونو او جګړې شپږ میاشتې پوره شوې.

د غزې جګړه داسې وخت اوومې میاشتې ته په رسېدو ده چې د اسراییلو د بریدونو شدت لا نه دی کم او د اوربند څرک نه لګېږي.

اسراییلو ویلي، تر هغو چې حماس پاتې یرغمل کسان نه وي خوشې کړي او د دې ډلې تر ختمولو پورې به خپلو بریدونو ته دوام ورکوي.

حماس چې د امریکا او اروپايي ټولنې له خوا ترهګره ډله ګڼل کېږي ټینګار لري چې له غزې باید ټول اسراییلي ځواکونه ووځي.

اټکل کېږي چې له حماس سره د پاتې ۱۳۰ یرغملو کسانو له ډلې یې ۳۰ تنه مړه وي او سل تنه لا هم له دې ډلې سره دي.

شاوخوا سل نور کسان د تېر اوربند پر مهال له اسراییلي زندانونو د فلسطیني بندیانو د خلاصون په بدل کې خوشې شوي وو.

په غزه کې تېرو شپږو میاشتو جګړو او بریدونو لویې ویجاړۍ او پراخې مرګژوبلې رسولې دي.

د ژغورنې نړیوالې ډلې راپور ورکړی چې د غزې اتیا فیصده نفوس شاوخوا ۱ اعشاریه اوه میلیون خلک د بریدونو په سبب د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

په غزه کې د حماس تر کنټرول لاندې روغتیا وزارت راپور ورکوي چې څه باندې ۳۰ زره کسان په دې جګړه کې وژل شوي چې یواځې لس زره یې ماشومان دي. همداراز شاوخوا اویا زره نور کسان ټپيان شوي دي.

که څه هم خپلواکو سرچینو د مرګژوبلو دا شمېرې نه دي تایید کړي، خو د فلسطین لپاره د ملګرو ملتونو څانګې د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټونیو ګوټېرېش په حواله ویلي چې سرمنشي ګوټېرېش په غزه کې د انسانانو د دومره تراژیکې مرګژوبلې شاک/(سخت خواشینی) کړی.

انټونیو ګوټېرېش
انټونیو ګوټېرېش

په غزې د اسراییلو د بریدونو په سبب دې تړانګې ته د بشري مرستو لارې هم بندې دي او لکونه خلک د لوږې له لوی خطر سره مخ دي.

د فلسطین لپاره د ملګرو ملتونو ادارې هم ویلي چې د راپورونو په اساس څه باندې دېرش زره کسان وژل شوي او څه باندې اویا زره نور ټپیان دي.

ګڼ هېوادونه له هغې ډلې د اسراییل متحدین په دې هڅه کې دي چې په غزه کې د لا زیاتو بشري ناورینو مخه ونیسي او اسراییل دې ته اړ کړي چې د بشري مرستو لارې پرانیزي.

له دې ډلې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډېوېډ کامرون پرون د اسراییلو له دفاع وزیر بني ګانټز سره په لیدنه کې ویلي چې د اسراییل متحدین نور خپل صبر له لاسه ورکړی.

هغه ویلي، که څه هم دا مسایل سخت دي، خو په دې اړه بحثونو ته اړتیا ده.

کامرون په خپله ایکس پاڼه د دې لیدنې په اړه په بیان کې ټینګار کړی چې اسراییل باید غزې ته د مرستو د رسېدو لپاره اقدام وکړي.

هغه همدارنګه ویلي چې بریتانیا په رفح باندې د اسراییلو د پوځي بریدونو په اړه هم جدي اندېښنه لري.

ملګرو ملتونو ویلي چې د غزې په شمال کې خلک د قحطۍ له لاسه مجبوره دي چې واښه وخوري.

همداراز له هرو دوو وړو ماشومانو یو یې په شدیدې خوارځواکۍ اخته شوی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG