د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۹

د لبنان په بعلبک ښار کې د حزب الله ډلې پر ضد د اسراییلو هوایي بریدونه


د بریدونو سیمې ته منسوب تصویر
د بریدونو سیمې ته منسوب تصویر

راپورونه وايي چې اسراییلو پرون د لبنان په ختیځ کې د بعلبک ښار په شاوخوا کې پر دوو اهدافو هممهاله هوايي حملې وکړې.

دوو امنیتي سرچینو له رویټرز خبري آژانس سره په خبرو کې دا خبر ورکړی دی.

د راپورونو له مخې، د دې حملو هدف د حزب الله اړونده یوه دوه پوړیزه ودانۍ او د دې ډلې یو وسله تون وو چې په ترڅ کې یې لږترلږه د حزب الله دوه غړي وژل شوي دي.

د غزې په تړانګه کې د جګړې له پیل وروسته په تېرو څلور میاشتو کې دا لومړی ځل دی چې اسراییل په لبنان کې دننه اهداف په نښه کوي.

د رویټرز د راپور له مخې، د اسراییلو پوځ ویلي دي چې دا حمله په دې سیمه کې د اسراییلو د یوې بې پیلوټه الوتکې د نسکورېدو په غبرګون کې د حزب الله پر دافع هوا ځواک وشوه.

حزب الله له دې حملې څو ساعته مخکې په یوه بیان کې وویل چې د دې ډلې دافع هوا ځواک د اسراییلو یوه بې پیلوټه الوتکه د لبنان په جنوب کې له ځمکې څخه د هوا ته توغندي په وسیله وویشته او نسکوره یې کړه.

بعلبک ښار چې سوریې ته نژدې په بقاع دره کې پروت دی، د حزب الله د نفوذ له مهمو مرکزونو څخه دی. سوریه هم له ایران او حزب الله سره په یوه اتحاد کې شامله ده.

حزب الله ډلې ویلي چې د دې حملې په غبرګون کې یې په جولان سیمه کې د اسراییل پر یوه پوځي مرکز شپېته کاتیوشا ډوله توغندي ویشتلي دي.
حزب الله ډلې ویلي چې د دې حملې په غبرګون کې یې په جولان سیمه کې د اسراییل پر یوه پوځي مرکز شپېته کاتیوشا ډوله توغندي ویشتلي دي.

پر بعلبک ښار د اسراییلو له هوايي حملې څو ساعته وروسته حزب الله اعلان وکړ چې د دې حملې په غبرګون کې یې په جولان سیمه کې د اسراییل پر یوه پوځي مرکز شپېته کاتیوشا ډوله توغندي ویشتلي دي.

د اسراییلو پوځ تایید کړې ده چې سلګونه توغندي د لبنان له خاورې د جولان د لوړو پر لور توغول شوي دي چې ځینې یې د وسپنیز ګنبد په نوم د توغندیو د دفاعي سیسټم په وسیله وویشتل شول.

د دې برید پرمهال د اسراییلو په درېیو ښارونو او ښارګوټو کې د خطر زنګونه ووهل شول.

په همدې حال کې د حماس د سختدریځې ډلې له منګولو د اسراییلي برمته وو د خلاصون او په غزه کې د اوربند یوې موافقې ته د رسېدو لپاره خبرې روانې دي.

متحدایالات او اروپايي ټولنه حماس د یوې تروریستي ډلې په توګه پېژني.

د غزې په تړانګه کې جګړه وروسته له هغه پیل شوه چې حماس ډلې د اکتوبر په اوومه د اسراییلو پر جنوب برید وکړ، ۱۲۰۰ اسراییلي وګړي یې ووژل او له ۲۴۰ زیات نور یې برمته کړل.

پر غزې د اسراییلي ځواکونو په ځوابي بریدونو کې د فلسطیني چارواکو په وینا نژدې دېرش زره کسان وژل شوي دي.

د دې جګړې پرمهال د اسراییل او لبنان ترمنځ سرحد کې هم تقریبا هره ورځ د حزب الله او اسراییلو ترمنځ نښتې شوي.

حزب الله هم چې د حماس په څېر ایران یې ملاتړ کوي، د متحدوایالتونو او نورو لویدیځو هېوادونو له خوا د تروریستي ډلو په فهرست کې شامل شوی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG