د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۶ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۲

نړۍ

سپینه ماڼۍ: اوس په غزه کې د اسراییل لپاره د عملیاتو د محدودولو مناسب وخت دی

په غزه کې د اسراییلي پوځیانو د عملیاتو انځور
په غزه کې د اسراییلي پوځیانو د عملیاتو انځور

سپینې ماڼۍ پرون یکشنبه وویل، دا مناسب وخت دی چې اسراییل په غزې تړانګه کې خپل پوځي عملیات محدود کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د اسراییل رهبرانو یو وار بیا د فلسطینیانو په دې قلمرو کې د واکمنې توندلارې ډلې حماس په وړاندې د خپلو عملیاتو د شدید کولو خبره کړې ده.

د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د خبر له مخې، په غزه کې د دې جګړې نن ۱۰۱مه ورځ ده او دا څرګندونې د دواړو نږدې متحدانو ترمنځ زیاتېدونکي اختلافات څرګندوي.

په همدې حال کې د اسراییل په شمال کې د حزب الله ډلې د میزایلو په حمله کې د دوو اسراییلي ملکیانو تر وژل کېدو وروسته، پرون هم د اسراییل جنګي الوتکو په لبنان کې ځینې اهداف وویشتل.

د ډزو دغې تبادلې اندېښنې ولاړې کړي چې د غزې ناکراري ښايي ټولې سیمې ته جګړه خپره کړي.

د حماس تر ولکې لاندې د غزې روغتیا وزارت پرون ویلي چې د اکټوبر له اوومې چې په غزه کې جګړه پیل شوې تراوسه ۲۳زره ۹۶۸ کسان وژل شوي او تر ۶۰زرو زیات نور ټپیان شوي، خو خپلواکو سرچینو دغه شمېرې تایید کړې نه دي.

د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه حماس ډله یو تروریستي سازمان ګڼي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د پاکستاني ختیځ کې د عیسویانو پر یوه ټولنه ډله‌ییز برید شوی

پاکستاني پولیس
پاکستاني پولیس

پاکستاني چارواکي وايي، د دې هېواد په ختیځ کې د عیسویانو پر یوه ټولنه نن هغه مهال ډله‌ییز برید وشو چې یو تن، قرآنکریم ته په سپکاوي تورن شو.

تاوتریخوالی هغه مهال پیل شو چې سلګونه کسانو د پنجاب ایالت د سرګودې ولسوالۍ په مجاهد کالوني سیمه کې د تورن سړي پر کور برید وکړ، ویې وډباوه او د هغه کور یې له لوټلو وروسته وسوځاوه.

د سیمې د پولیسو مشر اعجاز ملحي ویلي چې امنیتي ځواکونو د پېښې ځای ته له رسېدو وروسته تورن سړی او د هغه پلار وژغورل.

ملحي زیاته کړه چې وضعیت اوس تر کنټرول لاندې دی او چارواکو د پېښې په اړه تحقیقات پیل کړي دي.

د کن د فلم فیسټیوال د ۷۷م پړاو ګټونکي اعلانېږي

د ایراني ډایرکټر محمد رسولوف فلم- د معبدونو د اینځرو زړی په هغو ۲۲ فلمونو کې شامل دی چې د کن په سږني فیسټیوال کې سیالۍ ته وړاندې شوي.
د ایراني ډایرکټر محمد رسولوف فلم- د معبدونو د اینځرو زړی په هغو ۲۲ فلمونو کې شامل دی چې د کن په سږني فیسټیوال کې سیالۍ ته وړاندې شوي.

د کن د فلم فیسټیوال د ۷۷م پړاو ګټونکي نن شپه اعلانېږي.

د ایراني ډایرکټر محمد رسولوف فلم- د معبدونو د اینځرو زړی په هغو ۲۲ فلمونو کې شامل دی چې د کن په سږني فیسټیوال کې سیالۍ ته وړاندې شوي.

د ازادي راډیو د ایرانۍ څانګې راډیو فردا د راپور له مخې نوموړی فلم د ایراني چارواکو د کورنیو اندېښنې او د هغو په فکرونو او عقایدو کې د تاوتریخوالي موضوع رانغاړي.

رسولوف د دې فیسټیوال له پیلېدو څو ورځې مخکې د خپل هېواد د محکمې له حکم څخه وتښتېد.

د معبدونو د اینځرو زړی له رسمي جواز پرته په پټه په ایران کې جوړ شوی دی.

د ګریتا ګېرویک په مشرۍ د جیوري نهه کسیزه ډله به نن بېګا ناوخته پرېکړه وکړي چې په دې ۲۲ فلمونو کې د کن سږنۍ جایزې کومو هغو ته ورکړي.

آی‌پي‌ایل؛ پایلوبه د کلکتې او حیدراباد لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي

د کلکتې لوبډله
د کلکتې لوبډله

د هند د کرکټ د غوره لیک د سیالیو یا "آی‌پي‌ایل" پایلوبه لوبه سبا د غبرګولي شپږمه د کلکتې نایټ رایډرز او سن رایزرز حیدراباد د لوبډلو ترمنځ په چینای ښار کې ترسره کېږي.

په دواړو لوبډلو کې درې افغان لوبغاړي شته.

د کلکتې په لوبډله کې رحمن‌الله ګربز او الله محمدغضنفر لوبېږي او په حیدراباد کې فضل حق فاروقي خو په پایلوبه کې یوازې د ګربز د لوبېدو احتمال شته.

کلکتې دوه ځلې او حیداباد یو ځل د "آی‌پي‌ایل" اتلولي ګټلې ده.

هند کې ټاکنې پيل شوې

د هند د ټاکنو یو تصویر - ارشیف
د هند د ټاکنو یو تصویر - ارشیف

په هند کې د ملي انتخاباتو شپږم پړاو نن پیل شو.

د انتخاباتو په دې پړاو کې د رای ورکولو په شرایطو برابر له ۱۱۱ میلیون ډېر وګړي ګډون کوي.

په هند کې د عمومي انتخاباتو بهیر د اپریل په ۱۹مه پیل شو چې د جون تر لومړۍ نېټې دوام کوي او د جون په څلورمه د رایو د شمېرنې بهیر پیلېږي.

تمه ده چې په دې انتخاباتو کې به د صدراعظم نریندر مودي بهاراتیا جاناتا ګوند د دریمې پرله پسې دورې لپاره ګټونکی شي.

د هند د انتخاباتو شپږم پړاو داسې مهال پیلېږي چې هوا ډېره توده ده او اټکل کېږي چې په ځینو سیمو کې د تودوخې درجه نن د سانتيګراد له ۴۵ درجو لوړه شي.

اسراییل د ملګرو ملتونو د محکمې له ممانعت سره سره نن پر رفح ښار بمباري وکړه

پر رفح ښار د اسراییلو د بمبارۍ یوه څنډه
پر رفح ښار د اسراییلو د بمبارۍ یوه څنډه

سره له دې چې د ملګرو ملتونو محکمې چې په رفح کې د اسراییلو د پوځي عملیاتو د سمدستي بندېدو حکم کړی خو د اسراییلو پوځ نن د رفح په ګډون د غزې پر بېلابېلو برخو بمباریو ته دوام ورکړ.

اسراییلو داسې هېڅ نښې نښانې نه دي ښودلي چې د عدالت د نړیوالې محکمې دې حکم به یې پلان بدل کړی وي.

د اسراییلو پوځ له پروني حکم څو ساعته وروسته نن سهار په داسې حال کې چې له حماس ډلې سره یې نښتې روانې وې، د غزې په تړانګه کې هوايي بریدونه وکړل.

امریکا او اروپايي ټولنه حماس د تروریستي ډلې په توګه پېژني.

ویل کېږي چې دا بمبارۍ په رفح او مرکزي ښار دیرالبلح کې وشوې، خو د اسراییل د ملي امنیت سلاکار ځاچي هنېګبي په یوه بیان کې ویلي چې هېواد یې په رفح کې داسې پوځي عملیات نه دي کړي او وبه یې نه کړي چې د ټولو یا یوې برخې ملکي فلسطیني وګړو د ژوند د تباهۍ باعث شي.

امریکا اوکراین ته ۲۵۰ میلیونه ډالره اضافي پوځي مرسته اعلان کړه

د امریکا او اوکراین بیرغونه
د امریکا او اوکراین بیرغونه

د امریکا متحد ایالتونو له اوکراین سره د دوه سوه پنځه اویا میلیونه ډالرو اضافي پوځي مرستو اعلان وکړ.

د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکین پرون په یوه بیان کې وویل چې دا مرسته د دې لپاره ده چې اوکرایني ځواکونه خارکیف ته نژدې د روسیې د برید مخه ونیسي.

په دې مرسته کې توغندي، د ټانک ضد سیستمونه، یو شمېر نورې وسلې او مهمات شامل دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر روانه اونۍ چک او مالدوفیا ته سفر کوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، انتوني بلېنکین
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، انتوني بلېنکین

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر روانه اونۍ چک جمهوریت او مالدوفیا ته سفر کوي.

انتوني بلېنکین به د چهارشنبې په ورځ د مالدوفیا په پلازمېنه کیشیناو کې د دغه هېواد له ولسمشرې مایا ساندو، صدراعظم دورین راسین او یو شمېر نورو چارواکو سره تر کتنې وروسته د همدې ورځ په ماښام پراګ ته ولاړ شي.

ښاغلی بلېنکین به په پلازمېنې پراګ کې د چک جمهوریت له چاراکو سره وګوري او د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو په غیر رسمي غونډه کې به د مې د دېرشمې په ماښام ګډون وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر به د مالدوفیا د سفر پرمال له دغه هېواد سره د واشنګتن د یو شمېر مرستو اعلان وکړي.

د اسراییل ټینګار؛ رفح کې عملیات فلسطیني ملکیانو ته خطر نه پېښوي

د رفح ښار یوه څنډه
د رفح ښار یوه څنډه

اسراییل پرون ټینګار وکړ چې د غزې په جنوبي ښار رفح کې یې پوځي عملیات ملکي فلسطینیانو ته کوم خطر نه پېښوي.

اسراییل وروسته له دې دا خبره وکړه چې د ملګرو ملتونو یوې باصلاحیته محکمې د عدالت نړیوالې محکمې پرون له اسراییل څخه په دې ښار کې د عملیاتو د بندولو غوښتنه وکړه.

د اسراییل د ملي امنیت سلاکار زاچي هانیګبي (Tzachi Hanegbi) د اسراییل له بهرنیو چارو وزارت سره یوځای په یوه ګډه اعلامیه کې وویل، اسراییل داسې پوځي عملیات نه کوي، نه به یې وکړي چې په رفح کې د ژوند شرایط سختوي.

اسراییل روانه میلادي میاشت له نړیوالو مخالفتونو سره- سره په رفح ښار کې خپل پوځي عملیات پیل کړل.

ملګري ملتونه: میانمار کې د تاوتریخوالي د نوې څپې پایلو ته اندېښمن یوو

ارشیف
ارشیف

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر پرون جمعه د میانمار یا پخوانۍ برما د شمال په راخین ایالت کې د تاوتریخوالي د نوې څپې پر عواقبو سخته اندېښنه وښوده.

دغې ادارې ویلي چې له راخین ایالت یې د پوځ او یوې قومي ډلې له خوا پر ملکي روهینګیایانو د تازه تاوتریخوالي «ډاروونکي او ځوروونکي» راپورونه ترلاسه کړي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د لوی کمشنر ویاندې لیز ترویسل (Liz Throssell) پرون په جنیوا کې وویل، په وروستیو اوونیو کې د تازه تاوتریخوالي د برخې په توګه، د راخین ایالت بوتیداونګ ښارګوټی په اور سوځول شوی، هوايي حملې شوي، پر بې وسلې کلیوالو ډزې شوي، له خلکو سرونه غوڅ کړای شوي او په جبر لادرکه شوي دي.

هغې په خپلو خبرو کې وویل، چې دا د ملکي روهینګیا وګړو د وژنې تر ټولو ځوروونکې ادعاوې دي.

په راخین کې دا تازه ناکراري په میانمار کې د کورنۍ جګړې په دوام کېږي او دا جګړه وروسته له هغې پیل شوه چې د دغه هېواد پوځ د انګ سان سوچي په مشرۍ انتخابي حکومت وپرځاوه او دا د پوځي واکمنۍ خلاف د وسلوال مخالفت سبب شو.

پاکستان کې زرګونه تنه د ګرمۍ له امله جل وهلي

د پاکستان د ګرمۍ یوه څنډه
د پاکستان د ګرمۍ یوه څنډه

په پاکستان کې پرون جمعه په زرګونو کسان، د جل وهلو له کبله روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د دغه هېواد په ځینو برخو کې د هوا درجه پنځوس سانتي ګرېډو ته هم لوړه شوې ده.

د پاکستان د اقلیمي بدلون د ادارې مشرې رومینه اسلم ویلي، پرون څلورمه ورځ وه چې په پاکستان کې سخته ګرمي وه او اټکل دا دی چې یوه بله اوونۍ هم دوام وکړي.

اټکل دا دی چې په پاکستان کې نن د هوا درجه ۵۱ سانټي ګرېډو ته لوړه شي، تر ډېره سند ایالت اغېزمن شوی دی.

د پاکستان حکومت تېره اوونۍ چې د تودې هوا څپه تازه پیل شوې وه، ښوونځي د لنډې مودې لپاره رخصت کړل، ازموینې یې وځنډولې او په روغتونونو کې یې اضطراري حالت اعلان کړ.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG