د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۳

اسراییل په سوریه کې د سپاه پاسدران انقلاب ځواکونو یو جګپوړی قومندان وژلی


ارشيف
ارشيف

د راپورونو له مخې اسراییل په سوریه کې په یوه هوایي برید کې د ایران د سپاه پاسدران انقلاب ځواکونو یو جګپوړی قومندان وژلی دی.

د اسرایيل په یوه هوايي برید کې د ایران د سپاه پاسدران انقلاب ځواک د پوځي څانګې یو لوړپوړی قومندان وژل شوی.

د ایران دولتي رسنی پرون دوشنبې دغه وژل شوی قومندان د دغو ځواکونو اړوند د قدس ځواکونو یو جګپوړی سلاکار رضا موسوي یاد کړی او ویلي یې دي چې نوموړی د سوریې پلازمېنې دمشق ته نژدې په یوه هوایي برید کې وژل شوی دی.

د دغه برید ټول جزیيات نه دي څرګند شوي خو د ایران رسمي خبري آژانس ایرنا د راپور له مخې دغه پېښه د دمشق په څنډه، د زینبیه په سیمه کې رامنځته شوې ده.

د ایران ولسمشر ابراهیم ریسي په یوه اعلامیه کې وویل چې اسراییل به هرو مرو د ده په وینا د دغه جنایت تاوان ورکوي.

د ايرن ولسمشر ابراهيم رييسي
د ايرن ولسمشر ابراهيم رييسي

رویټرز خبري آژانس د درې سرچینو له قوله چې هغه پټې ساتل شوي ویلي چې موسوي د ایران د سپاه پاسدران انقلاب ځواکونو په چوکاټ کې د تهران او دمشق ترمنځ د پوځي همکارۍ د همغړۍ مسوول و.

د ایران سپاه پاسدران انقلاب ځواک ته نژدې د تسنیم خبري آژانس د راپور له مخې موسوي په سوریه کې د دېره ځواکونو د اوږدې مودې سلاکار او د قدس ځواک د پخواني قومندان قاسم سلیماني یو نژدې همکار و.

سلیماني د ۲۰۲۰ کال په جنوري کې بغداد ته نژدې د امریکایي ځواکونو په یوه هوایي برید کې ووژل شو.

امریکا سلیماني په عراق کې د ډېرو امریکایي ځواکونو د وژلو مسوول بللی و.

د سوریې د بشري حقونو څارونکې ډلې وویل چې اسراییل موسوي په یوه کرونده کې چې د راپورونو له مخې د لبنان د حزب الله ډلې یو شمېر چارواکي په کې اوسېږي، په نښه کړی و.

اسراییل په دې وروستیو میاشتو کې له لبنان سره په پوله د حزب الله له وسله والو سره نښتې کړي دي.

اسراییل تراوسه د دغه برید په اړه څه نه دي ویلي خو تل یې ژمنه کړې چې ایران ته به اجازه ورنه کړي چې په سوریه کې حضور ولري.

د سوریې ولسمشر بشارالاسد هم په واک کې د پاتې کېدو لپاره تر ډېره د خپلو نژدې متحدینو ایران او روسیې پر ملاتړ متکي دی.

اسراییل له دې مخکې د ډسمبر د میاشتې په لومړیو کې ویلي وو چې په سوریه کې یې په هوایي بریدونو کې د ایران د سپاه انقلاب ځواکونو دوه غړي چې د پوځي سلاکارانو په توګه یې دندې ترسره کولي، وژلي دي.

XS
SM
MD
LG