د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۶

بګټي: د القاعده او داعش قومندانانو په شمول ۶ ترهګر نيول شوي


د بلوچستان په نوشکي سيمه کې د القاعده او داعش دوو قومندانانو په شمول د دغو ترورېستي ډلو شپږ وسله‎وال نيول شوي دي.

چارواکي ادعا کوي چې دغو وسله‎والو په افغانستان کې روزنه تر لاسه کړې او په سوريه کې يې هم وسله‎وال فعاليت کړى دى.

د بلوچستان کورنيو چارو ايالتي وزير مير سرفراز بګټي پرون يکشنبې د اسمبلۍ په غونډه کې ادعا وکړه چې امنيتي ادارو يې د افغانستان پولې ته نېږدې په نوشکي سيمه کې د پټو استخباراتي معلوماتو پر اساس ۶ وسله‎وال نيولي دي.

بګټي د اسمبلۍ تر غونډې وروسته له رسنيو سره په خبرو کې وويل چې په دغو وسله‎والو کې د القاعده او داعش ډلو دوه ځايي قومندانان هم شامل دي.

بګټى: د القاعده او داعش د قومندانانو په شمول ۶ ترهګر نيول شوي
بګټى: د القاعده او داعش د قومندانانو په شمول ۶ ترهګر نيول شوي

ښاغلي بګټي زیاته کړه:

"د دغو وسله‎والو قومندانانو په شمول ۶ ترهګر نيول شوي دي، دوى له القاعده او داعش سره تړاو لري چې په ٢٠١٢-١٣ کې په القاعده ډله کې شامل شوي دي."

سرفراز بګټي د دغو نيول شویو کسانو نومونه وانه‌خیستل او نه‌يې د دوى د هويت په اړه څه وويل، خو وايي، له دوى څخه‌یې يوه اندازه وسله او تبليغاتي مواد هم تر لاسه کړي دي.

بګټى ادعا کوي چې دوى د جګړې لومړنۍ روزنه په افغانستان کې ترلاسه کړې او وروسته‌يې په سوريه کې هم د داعش ډلې په ملاتړ جګړه کې برخه اخیستې ده

که څه هم سرفراز بګټي څه موده مخکې په ټينګار سره ويلي و چې په بلوچستان کې هېڅ د القاعده او داعش ډلې وسله‎وال نه‎شته او نه دلته کوم فعاليت کوي، خو د دغو وسله‎والو تر نيول کېدو وروسته چې غوښتل‌یې په سيمه کې د ترهګرۍ لپاره نور خلک جذب کړي او هغوى ته روزنه ورکړي، په یاده سیمه کې د دوی حضور تر سترګو کېږي.

ښاغلي بګټي زیاته کړه:

"د بلوچستان په نوشکي سيمه کې یې خلک القاعده او داعش ډله کې شاملېدو ته هڅول او بيا يې د وسله‎وال تربيت لپاره افغانستان ته لېږل. موږ به دوى ته اجازه ور نه‌کړو چې دلته خپلې منګولې ټينګې کړي، زه فکر نه‌کوم چې د دې شبکې تر ماتېدو وروسته به دوى دلته نور فعاليت وکړي."

دغه وسله‎وال په داسې حال کې نيول شوي چې د بلوچستان په اکثرو سيو کې د کوټې د اتم اګسټ تر خونړۍ ځانوژونکي بريد وروسته په وسله‎والو پسې د کومبنګ يا د ږمنځې عمليات دوام لري او حکومت ادعا کوي چې په ترهګرۍ کې د لاس لرلو په تور يې لسګونه نور کسان هم نيولي او احتمال څرګندوي چې له القاعده او داعش ډلو سره تړلي نور کسان هم ونيول شي.

رپوټ: بارکوال مياخېل

XS
SM
MD
LG