د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۹

سوريه چمتو شوې چې کيمياوي وسلې يې ويجاړې شي


د امريکا ولسمشر بارک اوباما د ماسکو د دې وړانديز ملاتړ وکړ چې؛ له مخې يې د سوريې رژيم خپلې ټولې کيمياوي وسلې نړيوالو ته سپاري.

خو د امريکا ولسمشر سربيره پر دې چې د سوريې د رژيم دغه پريکړه ستايلې ده انديښنه يې څرګنده کړې ده چې؛ ښايي د بشار الاسد رژيم له دې تکتيکه استفاده وکړي او هدف يې د امريکا له احتمالي پوځي بريده ځان ژغورل وي.

د دوشبنې په ورځ کانګرس پر دې بحث کاوه چې د اوباما ادارې ته دا واک ورکړي چې له ادعا سره سم د کيمياوي وسلو د استعمال لپاره د بشار الاسد پر رژيم بريد وکړي که ونه کړي. په همدې ورځ بارک اوباما د امريکا يوه تلويزيون ته وويل، چې ده د بهرنيو چارو وزير جان کري ته ويلي دي چې له روسي چارواکو سره د سوريې د وسلو د سپارلو پر وړانديز خبرې وکړي:

" زما هدف دا دې، چې د دې بهير په ترڅ کې ډاډه شم چې له کيمياوي وسلو بيا داسې خشنه استفاده ونه شي. که چيرته داسې لاره وي چې له ديپلوماتيکي لارې هواريږي، هغه غوره ګڼم. تاسو پوهيږئ چې ما جان کري ته وظيفه ورکړې ده چې مستقيما له روسانو سره په دې اړه خبرې وکړي. که چيرته موږ د سوريې د کيمياوي وسلو لپاره د ديپلوماتيکو هڅو له لارې يوه حل لاره پيدا کړه چې، نو زه يې ملاتړي يم. خو موږ دغه موضوع دقيقه څارو"

اوباما زياته کړه چې د وسلو دغه وړانديز د هغو خبرو نتيجه ده چې له يوې مودې راهيسې يې د هغې په اړه د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره کولې.

د سوريې د کيمياوي وسلو د وړانديز لپاره د امريکا سنا پر سوريې د احتمالي بريد په اړه د ازميښتي رايې اخيستو هغه پلان چې د چارشنبې ورځې لپاره په پام کې و، وځنډاوه.

د اګست په ۲۱ دمشق ته نژدې د کيمياوي وسلو د استعمال تور پورې شو.

د سوريې حکومت دا تورونه رد کړې دي چې کيمياوي وسلې يې استعمال کړې دي او خپل مخالف وسله وال يې تورن کړې دي چې دا کار يې کړي دي.

د سوريې حکومت د دوشنبې په ورځ د خپلو وسلو د سپارلو د وړانديز هرکلي وکړ. دغه وړانديز د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف وروسته تر دې وکړ چې د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کري وويل، که چيرته سوريه خپلې کيمياوي وسلې سپاري، نو له بريده به وژغورل شي.

د ملګرو ملتو سرمنشي بان کي مون د دې وړانديز هرکلي کړي، فرانسې، جرمني او بريتانيا بيا ويلې دي چې پکار ده چې غور پرې وشي.
چين او ايران هم د دې وړانديز پلوي کړې ده.

د سوريې له ولسمشر بشار الاسد څخه چې کله دا پوښتنه يوه امريکايي خبريال روانه اونۍ وکړه چې اوباما دا حق لري چې له سرې کرښې واوړي، بشار الاسد په ځواب کې وويل:

" اوباما دا کرښه ايستلې ده او اوباما کولي شي چې ځان ته او خپل هيواد ته دا کرښه وباسي، نه نورو هيوادو ته. موږ ځان ته خپلې سرې کرښې لرو، لکه خپل استقلال او خپله واکمني چې مو ده. امريکا رقيق يورانيم په عراق کې استعمال کړل، اسراييل سپين فاسفورس په غزې کې استعمال کړل او هيچا څه ونه ويل. نو څه شوه دغه سره کرښه؟ موږ خو دغه سره کرښه ونه ليده؟"

د سوريې ولسمشر هم امريکا ته خبرداري ورکړي دي، که چيرته پر سوريې بريد وکړي نو انتقامي ځواب به ورکړي.
XS
SM
MD
LG