د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۴

قرغزستان: په سوریې او عراق کې جنګي قرغزي افراطیان خپل هېواد ته په ستنېدو دي


د قرغزستان چارواکي وايي، د دغه هېواد هغه افراطي وسله‌وال چې په سوريې او عراق کې جنګېدل، خپل هېواد ته په ستنېدو دي.

دوه کاله کېږي چې قرغزستان د هغو افراطيانو په وړاندې امنيتي عمليات پر مخ بيايي چې له قرغزستانه بهر له جګړې راستنېږي.

په قرغزستان کې په تېرو څه باندې ١٢ مياشتو کې ٢٨ امنيتي عمليات شوي چې په نتيجه کې يې ځيني مشکوک کسان نيول شوي دي.

چارواکي وايي چې دغو کسانو په سوريې او عراق کې له ترورېستي سازمانونو سره ارتباط درلود.

د مرکزي اسيا د دغه هېواد چارواکي اټکل کوي چې د دوى شااوخوا ٦٠٠ وګړي په سوريې او عراق کې له افراطي ډلو سره ملګري شوي دي.

فکر کېږي چې په دې ډله کې به ښځې او ماشومان هم شامل وي او ځيني يې ښايي هلته په جګړه کې وژل شوي هم وي.

د مرکزي اسيا د نورو هېوادونو لکه د ازبکستان او تاجکستان د حکومتونو په څېر قرغزستان د هغو کسانو په اړه چې په جګړو کې ژوندي پاتې دي، په عراق او سوريه کې له جګړو تر لاس اخيستلو وروسته خپل هېواد ته ستنېږي، اندېښنه لري.

د اسلامي دولت ډلې يا داعش چې درې کاله مخکې يې د عراق او سوريې زياتې سيمې نيولې وې، په وروستيو کې له زياتو ساحو شړل شوي دي.

د عراق صدراعظم حيدر العبادي په تېره ډسمبر مياشت کې اعلان وکړ چې عراقي ځواکونو د داعش ډلې په وړاندې بريا خپله کړې ده او د عراق له ټولو برخو دغه افراطي وسله‌وال ايستل شوي دي.

د ٢٠١٦ میلادي کال د اګسټ مياشتې په ٣٠مه د قرغزستان په پلازمېنه بشکېک کې يوه ځانمرګي بريد کوونکي هڅه وکړه د چين د سفارت دروازو ته ځان ورسوي، په هغه پېښه کې يوازې حمله کوونکى ووژل شو، خو ګڼ کسان‌يې ټپيان کړل.

په بله پېښه کې د ٢٠١٦ میلادي کال د اکټوبر مياشتې په لومړيو کې په انټرنټ کې يوه وېډيو خپره شوه چې ظاهراً د قرغزستان وګړي په‌کې ښکارېدل چې په سوريه کې له اسلامي دولت نومې ډلې يا داعش سره ملګري شوي وو.

د قرغزستان يوه عدلي چارواکي ويلي، د دغه هېواد په زندانونو کې ٣٠٠ کسان د افراطيت او ترورېزم په تور محکوم شوي، خو ده وويل چې دغه شمېر په زياتېدو دى.

په مسکو کې مېشت افغان ليکوال او د سياسي مسايلو تحليلګر شیر حسن وايي، سوريې او عراق ته د قرغزستان او په مجموع کې د منځنۍ اسيا د هېوادونو د وګړو تګ او هلته په جګړو کې برخه اخيستل، څو علتونه لري.

د ٢٠١٧ میلادي کال د اپرېل په ٣مه د اکبر جان جليلوف په نوم يوه قرغزي وګړي د روسيې د سن پټرزبورګ په يوه رېلګاډي کې هغه بمي وسيله چې له ځان سره‌يې لېږدوله منفجر کړه، په هغه پېښه کې دى خپله له ١٤ نورو کسانو سره ووژل شو او څه باندې ٤٠ تنه نور يې ټپيان کړل.

د قرغزستان د بهرنيو چارو وزير ايرلان عبدالله‌يف چې هغه وخت په مسکو کې و، خبريالانو ته وويل، قرغزستان به د ترورېزم د هيولا په وړاندې د مبارزې لپاره هره ممکنه هڅه وکړي.

XS
SM
MD
LG