د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۲

لبنان کې پر یوه موټر د اسراییل د بې پيلوټه الوتکې برید


د اسراییل د یوه برید تصویر
د اسراییل د یوه برید تصویر

د لبنان امنیتي چارواکو او دولتي خبري اژانس نن وویل چې د اسراییل یوې بې پيلوټه الوتکې نن سهار د لبنان په جنوب کې پر یوه موټر د توغندي برید وکړ او درې کسان یې ووژل.

دا حمله د اسراییلو له سرحد څخه لس کیلومتره لیرې ترسره شوې.

یوه ورځ مخکې هم اسراییلو په یوه ورته برید کې د حزب الله یو قوماندان وواژه.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د بهرنیوچارو وزیر انتوني بلینکین هڅه کوي ټولې سیمې ته د حماس او اسراییلو د جګړې د خپرېدو مخه ونیسي.

هغه نن اسراییل ته ورسېد او د جګړې له پای ته رسېدو وروسته د غزې د راتلونکې په اړه یې له اسراییلي چارواکو سره جدي خبرې پیل کړې.

ښاغلي بلینکین پرون وویل چې سعودي عربستان، اردن، قطر، متحده عربي امارات او ترکیه پر دې غور کوي چې د جګړې له پای ته رسېدو وروسته د غزې په بیارغونه او اداره کې برخه واخلي.

د غزې ډېره برخه په تېرو درېیو میاشتو کې د اسراییلو د بمبارۍ په نتیجه کې ویجاړه شوې ده.

د فلسطین پر غزئ هم له څو میاشتو راهیسې د اسراییلو بریدونه دوام لري
د فلسطین پر غزئ هم له څو میاشتو راهیسې د اسراییلو بریدونه دوام لري

نن په داسې حال کې چې له اسراییلي چارواکو سره د بلینکین خبرې روانې وي، د اسراییلو پوځ په کلابنده غزه کې عملیاتو ته دوام ورکړ.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې، د اسراییل درنو هوايي حملو او نښتو د کډوالو کمپونه ولړزول چې په نتیجه کې یې فلسطیني وګړي په یوه خوندي ځای پسې ګرځېدل او د بشري مرستو د رسولو چارې له خنډ سره مخامخ شوې.

د ملګروملتونو د بشري مرستو ادارې ویلي چې د غزې په مرکز او جنوب کې د اسراییلو د پوځي عملیاتو د پراخېدو له کبله سخت وضعیت رامنځ ته شوی، په ملکي تلفاتو کې زیاتوالی راغلی، په مرکزي سیمو کې بشري مرستې ځنډېدلي او دا وېره شته چې د سیمې درې لوی روغتونونه بند شي.

فلسطینۍ حماس ډلې چې امریکا او اروپايي ټولنه یې تروریستي سازمان ګڼي، د اکتوبر په اوومه نېټه د اسراییلو پر جنوب برید وکړ، ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او له ۲۴۰ زیات نور یې برمته کړل.

له دې برید وروسته اسراییلو د غزې پر تړانګه له هوا، ځمکې او سمندر څخه حملې پیل کړې.

د حماس تر ادارې لاندې د غزې د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د اسراییلو په حملو کې تردې دمه له ۲۲۴۰۰ زیات کسان وژل شوي چې له دریو دوه برخې یې ښځې او ماشومان دي. په دې شمېرو کې د حماس د وسله والو او ملکي وګړو توپیر نه دی ښودل شوی.

XS
SM
MD
LG