د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۵

لبنان کې برید؛ د حماس د سیاسي دفتر مرستیال او دوه نور قوماندانان وژل شوي


په لبنان کې د پېښې ځای کې ښکاري چې یوه ودانۍ زیانمنه شوې او مخته یې د پولیسو او خلکو شورماشور دی.
په لبنان کې د پېښې ځای کې ښکاري چې یوه ودانۍ زیانمنه شوې او مخته یې د پولیسو او خلکو شورماشور دی.

د لبنان د پلازمېنې بیروت په سویل کې په یوه ډرون برید سره د حماس د سیاسي دفتر مرستیال صالح العاروري وژل شوی دی.

د لبنان رسمي خبري اژانس د سه شنبې په ورځ جنورۍ۲مه راپور ورکړ چې د پلازمېنې بیروت په جنوبي څنډه کې د حماس د سخت دریځې ډلې پر دفتر د اسراییلو د بې پیلوټه الوتکې برید شوی دی.

دغه خبري اژانس په یوه راپور کې ویلی، د اسراییلو بې پیلوټه الوتکې په المشرفیه سیمه کې د حماس یو دفتر په نښه کړ چې له امله یې شپږ کسان ووژل شول او یوولس نور ژوبل شول.

حماس افراطي ډله د اروپايي ټولنې او امریکا د تروریستي سازمانونو په لېست کې شامله ده.

تر بریدونو وروسته په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې یوه ودانۍ زیانمنه شوې او مخته یې د پولیسو او خلکو شورماشور دی.

د بیروت اوسېدونکو عباس غنام او هادي العلي له اسوشېټېډ پرېس اژانس سره د دې حملې په اړه د خپلو سترګو لیدلی حال بیان کړی.

عباس غنام وویل: موږ واورېدل. دا یو پوځي چټ نه و بلکې یو ډرون و. ټيټ غږ یې درلود."

هادي ال علي وايي: یو ډرون و چې دوه میزاییله یې خوشې کړل. بیا وروسته چاودنه رامنځته شوه."

د لبنان د رسنیو د راپورونو له مخې، په وژل شویو کې یو هم صالح العاروري د حماس د سیاسي دفتر مرستیال دی.

له دې برید څو شېبې وروسته حماس تایید کړه چې العاروري له دوو لوړ رتبه قوماندانانو سره یوځای وژل شوی دی.

دغې ډلې ویلي چې په بیروت کې د حماس د سیاسي دفتر د مرستیال وژل کېدل به مقاومت پای ته ونه رسوي.

د اسراییلو ۱۳ تلوېزیون راپور ورکړی چې تمه وه العاروري سبا د حزب الله ډلې له عمومي منشي حسن نصرالله سره وګوري.

راپورونه ښیی چې العاروري د حماس یو له مهمو پوځی او سیاسی شخصیتونو څخه و چې د حماس د پوځي څانګې عزالدین قسام کنډکونو په جوړولو کې یې ستر رول لوبولی دی.

د لبنان د پلازمینې په کومه سیمه کې چې تېر ورځ ناوخته برید شوی د لبنان د حزب الله ډلې مرکز دی چې د ایران د اسلامي جمهوریت له خوا یې ملاتړ کېږي.

د لبنان موقت صدراعظم نجیب میقاتي دغه برید غندلی او دا یې د ده په خبره د اسراییلو نوی جنایت بللی دی.

هغه زیاته کړه چې اسراییل غواړي لبنان لا کړکېچن کړي.

د اسراییلو د صدراعظم سلاکار مارک ریګوف بیا ایم ایس این بي سي تلوېزیون ته ویلي چې د هغه هیواد د دې برید مسوولیت په غاړه نه اخلي، "خو هر چا چې دا برید کړی یو څه باید واضح وي چې دا د لبنان په حکومت برید نه دی."

هغه زیاته کړه: "هر چا چې دا کار کړی، د حماس د مشرتابه پر ضد یې دقیق برید کړی دی."

د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو څه وخت مخکې د العاروري د وژلو ګواښ کړی و.

العاروري پر اسراییلو د حماس د اکټوبر د ۷مې بریدونو له پلانوونکو بلل کېږي.

حماس سختدريځې ډلې چې د امریکا او اروپايي ټولنې له خوا د ترهګرو په توګه پېژندل کېږي د اکتوبر په اوومه پر اسراییل په برید سره تر ۱۲۰۰ زیات کسان ووژل او ۲۴۰ تنه یې یرغمل ونیول.

اسراییل د دغو بریدونو په ځواب په غزې باندې پراخې حملې پيل کړې.

د حماس تر کنټرول لاندې د غزې روغتیا وزارت سه شنبه خبر ورکړ چې د اکټوبر له اوومې په غزه کې د اسراییلو په بریدونو سره څه باندې ۲۲زره کسان وژل شوي دي.

که څه هم حماس د وسله والو او ملکیانو د تلفاتو تر منځ توپیر نه اعلانوي خو د راپورونو په اساس اکثر مرګژوبله ملکیانو ته رسېدلې چې یوه لویه برخه یې ماشومان جوړوي.

د سه شنبې په ورځ اسراییلو د غزې په جنوب کې د خان یونس په سیمې باندې خپلو بریدونو ته زور ورکړ او له نورو سیمو یې هم خپل زرګونه عسکر وایستل.

د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو ویليو تر څو چې د حماس نه وي له منځه تللی او څه باندې سل پاتې یرغمل کسان نه وي خوشې شوي د اسراییلو حملې به روانې وي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG