د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۵

غزه کې د کډوالو پر یوه کمپ د اسراییلي پوځیانو بمباري او درنه مرګ ژوبله


د پېښې سیمې ته یو منسوب تصویر
د پېښې سیمې ته یو منسوب تصویر

اسراییلي پوځیانو تېره شپه په غزه کې د مغازي په نوم د کډوالو پر یوه پنډغالي درنه بمباري وکړه او فلسطیني چارواکو د جګړې له پيله دا تر ټولو خونړۍ شپه یاده کړې ده.

ملګري ملتونه وایي چې دغه کمپ کې ۳۳ زره کسان مېشت دي.

رویټرز اژانس د غزې د عامې روغتیا وزارت په حواله چې د حماس تر واک لاندې دی، راپور ورکړی چې دغو بمباریو کې لږ تر لږه ۷۰ تنه وژل شوي دي.

د دغه وزارت ویاند اشرف القدره رویټرز ته ویلي، احتمال شته چې د وژل شویو کسانو شمېر زیات شي.

په همدې حال کې د جرمني ډي.پي.اې خبري اژانس ویلي چې لا هم تر خاورو لاندې د احتمالي مړو د موندلو عملیات روان دي.

په ټولنیزو رسنیو کې داسې ویډیوګانې ښودل کیږي چې له برید وروسته دغه کمپ کې د لسګونه کسانو کفن شوي مړي په کې ښودل کیږي.

رویټرز د ځایي خلکو او فلسطیني رسنیو په حواله ویلي چې اسراییلي ځواکونو د غزې پر مرکزي سیمه ال بوریج باندې هوایي بریدونه او ځمکنۍ جګړې شدیدې کړي دي.

د مړو او ټپیانو د موندلو عملیات لا هم روان دي
د مړو او ټپیانو د موندلو عملیات لا هم روان دي

راپورونه وایي چې اسراییلي ځواکونو تر بمباریو مخکې عامو خلکو ته د تیښتې خبرداری ورکړی دی، خو رویټرز لیکلي، غزه کې ډېر خلک بې برښنا دي نو ځکه له هر څه بې خبره پاته کیږي.

د اسراییلو او حماس سخت دریځې ډلې ترمنځ چې امریکا او اروپایي ټولنه یې ترهګر بولي له تېرو شاوخوا دوه نیمو میاشتو راهیسې جګړه روانه ده.

اسراییل وروسته تر هغه پر غزې بریدونه پيل کړل چې حماس د تېرې اکتوبر میاشتې په ۷مه نیټه پر اسراییلو غلچکي او توغندیز برید سره شاوخوا ۱۲ سوه کسان ووژل او ۲۴۰ نور یې برمته کړل.

د غزې د عامې روغتیا وزارت ویلي، د جګړې له پيله تراوسه ۲۰۴۰۰ فلسطینیان وژل شوي دي.

د جګړې په دغې موده کې اسراییلي چارواکو د خپلو ۱۵۶ سرتیرو د وژلو تایید هم کړی دی.

د اسراییلو او حماس ترمنځ دویم ځلي اوربند ته هڅې او غوښتنې هم ډېرې شوي دي، خو تراوسه یې کومه څرګنده پایله نه ښکاري.

XS
SM
MD
LG