د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۸

د غزې جګړه؛ بې کوره شوي ان په کمپونو کې کرار نه دي


د اسراییلي ځواکونو د بمبارۍ یوه څنډه
د اسراییلي ځواکونو د بمبارۍ یوه څنډه

د اسراییل او افراطي ډلې حماس ترمنځ د جګړې په دوام پرون شنبه، د شمالي ښار جبلیا پر فضا تور لوګي پورته کېدل.

دا هغه ځای دی، چې د بې ځایه شویو تر ټولو لوی کمپ په کې پروت دی.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د دې سیمې اوسېدونکو پر دغه ځای د دوامداره بمباریو او د اسراییل د ټانکونو د حملو کیسې کړې دي.

په راپور کې راغلي چې په غزه کې د روانې جګړې له کبله دوه میلیونه او درې لکه کسان بې ځایه شوي دي.

د غزې د خان یونس سیمې یو بې ځایه شوی کس ۳۷ کلن بایرن الخاطب دی.

هغه وايي، ټوله شتمني یې هغه موټر دی چې د تره له زوی ورپاتې دی.

د ده په وینا، د تره زوی یې د اسراییل په حمله کې وژل شوی دی.

الخاطب وايي، دوی ته د بې ځایه شویو په کمپ کې ځای نه دی ورکړل شوی او پرېکړه یې وکړه

چې شپه و ورځ په موټر کې تېره کړي.

هغه زیاتوي:

" دا موټر مې ژوند دی. د یوې ټوټې ځمکې پر تله د دې موټر درلودل بهتره دي، ځکه چې موټر خوندي دی. زه په کې بیدېږم. کله چې راڅخه وغوښتل شي له سیمې ووځم، موټر چالانوم او بل ځای ته یې بیایم."

اسراییلي ځواکونه په غزه کې
اسراییلي ځواکونه په غزه کې

روانې جګړې د خلکو د بې ځایه کېدو تر څنګ، خلکو ته مرګ ژوبله هم اړولې ده.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، د حماس تر ولکې لاندې د غزې روغتیا وزارت ویلي چې د اسراییل د بمباریو له کبله تر اوسه څه باندې ۲۰زره ۲۵۰ کسان وژل شوي دي.

د حماس افراطي ډلې د اکتوبر میاشتې پر اوومه پر اسراییل په حملې سره ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۴۰ نور کسان یې یرغمل کړل، خو بې پرې سرچینو دغه شمېرې تایید یا رد کړي نه دي.

تر دې پېښې وروسته اسراییل پر غزه خپلې حملې پیل کړې او ویلي یې دي، چې هدف یې د حماس افراطي ډلې ختمول دي.

د اسراییل پوځ د جمعې په ورځ اعلان وکړ، چې ځواکونو یې تقریباً د غزې د شمال عملیاتي کنټرول په لاس کې اخیستی او د غزې تړانګې پر نورو برخو د عملیاتو په پراخولو سره د جنوب پر لوري تمرکز ته ځان چمتو کوي.

XS
SM
MD
LG