د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۱

د اسراییل د پوځي عملیاتو پر «اهدافو او نورو پړاوونو» له نتنیاهو سره د جوبایډن خبرې


تصویر له ارشیفه: د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایدن او د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو
تصویر له ارشیفه: د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایدن او د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن د اسراییل له صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره د شنبې په ورځ ټلیفوني خبرې وکړې.

بایډن په دې باب پرون کمپ ډېوېډ ته تر روانېدو مخکې خبریالانو ته وویل:

"ما نن شنبه له نتنیاهو سره اوږدې خبرې وکړې، دا یوه خصوصي مکالمه وه."

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر خبریالانو ویلي چې له نتنیاهو یې په دغو خبرو کې د اوربند غوښتنه نه ده کړې.

د بایډن او نتنیاهو تر ټلیفوني خبرو وروسته سپینې ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې وویل چې دغو رهبرانو په غزه کې د اسراییل د پوځي عملیاتو پر «اهدافو او نورو پړاوونو» هم په خپلو کې بحث وکړ.

د حماس افراطي ډلې خلاف د اسراییل حملې وروسته له هغې پیل شوې چې لومړی دغې ډلې د اکتوبر میاشتې پر اوومه، پر اسراییل په حملې سره لږ تر لږه ۱۲۰۰ کسان ووژل او شا و خوا ۲۴۰ نور کسان یرغمل کړل.

د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه د حماس افراطي ډله یو تروریستي سازمان ګڼي.

د حماس تر ولکې لاندې د غزې د روغتیا وزارت چارواکو ویلي، چې په تېرو څه باندې دوو میاشتو کې په غزه کې د جګړې په نتیجه کې تر ۲۰زرو ډېر فلسطینیان وژل شوي، خو دغه شمېرې د خپلواکو سرچینو له خوا تایید شوي نه دي.

سپینه ماڼۍ وايي، چې ولسمشر بایډن له نتنیاهو سره په ټلیفوني خبرو کې ټینګار وکړ، چې په غزه تړانګه کې د بشري رضاکارانو په ګډون ملکیان باید په هر قیمت چې وي، خوندي شي.

د غزې د روان وضعیت یوه څنډه
د غزې د روان وضعیت یوه څنډه

د جرمني خبري اژانس د خبر له مخې، د سپینې ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي، دا مهمه ده چې ملکیان له هغو سیمو چې جګړه په کې روانه ده، په خوندي ډول ووځي.

سپینې ماڼۍ ویلي چې بایدن او نتنیاهو د ټولو پاتې یرغمل شویو کسانو د خوشې کېدو په باب خبرې کړې دي.

د هغه لنډمهاله اوربند پر مهال چې ۷ ورځې یې دوام وکړ، د لسګونو فلسطیني بندیانو د خوشې کېدو په بدل کې ځینې یرغمل شوي کسان خوشې شول.

بلخوا د اسراییل پوځ پرون ناوخته اعلان وکړ چې د غزې تړانګې په شمال کې یې خپل ځمکني پوځي عملیات پراخ کړي دي.

د اسراییل د پوځ ویاند دانیل هګاري ویلي، چې اسرائیلي ځواکونه په ګڼ مېشتو سیمو کې په سختو وسلوالو نښتو بوخت دي.

د هغه په وینا، دغه ځواکونه د حماس افراطي ډلې د وسلوالو د نورو سنګرونو پر لوري د مخکې تګ په حال کې دي.

XS
SM
MD
LG