د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۶

نتنیاهو: د غزې پر سر حد تر حاکمیدو او د حماس تر ختمیدو به مو عملیات روان وي


د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو
د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو وايي له مصر سره به د غزې تړانګې د سرحد کنټرول بیا په لاس کې واخلي او د حماس توندلارې ډلې تر ختمېدو پورې به د اسرائیل عملیات دوام کوي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د اسرائیل صدراعظم پرون شنبه ویلي چې د فلادلفیا دهلېز په نوم حایل سیمه چې له مصر سره د غزې تړانګې پر پوله پرته ده، باید د اسرائیل په لاس کې وي.

نتنیاهو د حایل سیمې په باب دا څرګندونې داسې وخت کوي چې د اسرائیل پوځ په غزه کې خپل پوځي عملیات سخت کړي او بنیامین نتنیاهو ویلي، په غزه کې پیل شوې وسلواله شخړه ښايي څو میاشتې نور هم وخت ونیسي.

بلخوا د جرمني خبري اژانس خبر ورکړی چې د اسرائیل دفاعي ځواکونو (IDF) نن یکشنبه هم په غزې تړانګه کې پر ځینو اهدافو خپلو حملو ته دوام ورکړی دی.

په کلابنده شوې غزه کې ځايي اوسېدونکي له سخت کړکېچ سره مخامخ دي، ځکه له اوږدې مودې راهیسې په تېښته کې دي او د ځانونو د پناه کولو ځای هم نه لري.

دغو دفاعي ځواکونو ویلي چې جنګي جټ الوتکو یې د غزې په شمال کې پر هغو کسانو چې دغو ځواکونو «تروریستان» بللي، حملې تازه کړي او په وینا یې د دوی پلیو ځواکونو د دغو وسلوالو په ختمولو کې د دوی مرسته کړې ده.

د جرمني خبري اژانس د بل راپور له مخې، د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو ویلي چې په غزې تړانګه کې تر اوسه څه باندې ۸۰۰۰ تروریستان وژل شوي دي.

د جګړه ځپلې غزه یوه څنډه
د جګړه ځپلې غزه یوه څنډه

د اسرائیل دفاعي ځواکونو په یوه وړکتون کې د منفجره وسایلو د کشف او له منځه وړلو خبر هم ورکړی دی.

د جرمني خبري اژانس په حواله، راپورونه وايي د اسرائیل پوځ په خان یونس کې د حماس ډلې پر مرکزونو هم یرغل وروړی دی.

اسرائیل، د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه د حماس توندلارې ډله یو تروریستي سازمان ګڼي.

د اسرائیل یوه چارواکي د شنبې په ماښام ویلي وو، د حماس استخباراتي مرکزونه هم په دغه ځای کې وو.

په همدې حال کې د حماس توندلارې ډلې تر ولکې لاندې د غزې روغتیا وزارت پرون ویلي چې د اکتوبر میاشتې له اوومې په روانه جګړه کې په غزه کې ۲۱زره ۶۷۲ کسان وژل شوي، خپلواکو سرچینو دغه شمېرې تایید کړې نه دي.

په غزې تړانګه کې دا جګړه وروسته له هغې پیل شوه چې لومړی حماس ډلې د اکتوبر میاشتې پر اوومه پر اسرائیل په حملې سره ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۴۰ نور کسان یرغمل کړل.

XS
SM
MD
LG