د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۹

اسراییلي ځواکونه د غزې د مرکزي او سویلي سیمو خوا ته روان شوي


غزه کې یو شمېر اسراییلي ځواکونه
غزه کې یو شمېر اسراییلي ځواکونه

د اسرائیل ټانکونه په داسې حال کې چې هوايي او راکټي حملې یې ملې وې، پرون شنبه د غزې د مرکزي او جنوبي برخو پر لوري د مخکې تګ په حال کې وو.

د غزې اوسېدونکو د دې سختې جګړې په باب له رسنیو سره خبرې کړي او رویټرز اژانس راپور ورکړی، چې د کلابندې شوې غزې زیاتې برخې ویجاړې شوې دي.

د اژانس د راپور له مخې دغه پوځي عملیات پر البریج، نصیرات، مغازي او خان یونس سیمو متمرکز وو، چې سختو هوايي حملو یې ملتیا کوله او په دغو حملو کې روغتونونه هم په نښه شوي د فلسطینیانو د ټپي کېدو سبب شوي دي.

د غزې روغتیا وزارت پرون په یوه اعلامیه کې ویلي چې یوازې د مخکېنیو ۲۴ ساعتونو پر مهال د غزې ۱۶۵ اوسېدونکي وژل شوي دي.

د فرانسې خبري اژانس بیا د توندلارې ډلې حماس تر ولکې لاندې د غزې د روغتیا وزارت په حواله راپور ورکړی، چې پرون یې ویلي، د اکتوبر میاشتې له اوومې د فلسطینیانو په قلمرو کې د وژل شویو شمېر ۲۱زره ۶۷۲ او د ټپیانو شمېر ۵۶زره ۱۶۵ ته رسېدلی، هغه شمېرې چې بې پرې سرچینو تایید کړې نه دي.

په غزه کې دا جګړه وروسته له هغې پیل شوه، چې لومړی د حماس توندلارې ډلې د اکتوبر میاشتې پر اوومه پر اسرائیل په حملې سره ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۴۰ نور کسان یرغمل کړل.

د هغه لنډمهاله اوربند پر مهال چې ۷ ورځې یې دوام وکړ، د لسګونو فلسطیني بندیانو د خوشې کېدو په بدل کې ګڼ یرغمل شوي کسان خوشې شول، خو اوس هم تر سلو زیات کسان یرغمل دي.

د اسراییلو لخوا د غزې یوه بمبار شوې سیمه
د اسراییلو لخوا د غزې یوه بمبار شوې سیمه

د اسرائیل پوځ پرون د غزې تړانګې په جنوب کې په رفح کمپ کې په جګړه کې په بشري دلایلو څلور ساعته تاکتیکي وقفه اعلان کړه، چې ځايي اوسېدونکو ته مرستې ورسېږي.

د اسرائیل پوځ مخکې د غزې په جنوب کې د خان یونس ښار له اوسېدونکو غوښتنه کړې وه، چې د مصر پولې ته څېرمه په رفح کې ځانونه پناه کړي.

راپورونه وايي له جګړه ځپلي خان یونس څخه په زرګونو کسان وتلي او په رفح کې یې په خیمو کې شپې ورځې تېروي.

په داسې حال کې چې په غزه کې د اوربند د ټینګېدو لپاره نړیوالې غوښتنې زیاتې شوې دي، د امریکا د متحدو ایالتونو حکومت پر اسرائیل د وسلو د پلورلو یوه اضطراري موافقه تصویب کړه.

اسرائیل ویلي تر هغو چې حماس توندلارې ډله ختمه شوې نه وي، خپلې هوايي او ځمکنۍ حملې به روانې ساتي. د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه حماس ډله یو تروریستي سازمان ګڼي.

د اسوشېټېډ پریس اژانس د راپور له مخې، د امریکا متحدو ایالتونو په ډیپلوماتیک ډګر کې د اسرائیل ملاتړ کړی او اسرائیل ته یې د وسلو اکمالات روان ساتلي دي.

XS
SM
MD
LG