د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۲

غزه؛ خان یونس سیمه کې د اسراییلي پوځ د عملیاتو پراختیا


د غزې په یوه برخه کې اسراییلي ځواکونه
د غزې په یوه برخه کې اسراییلي ځواکونه

د اسراییل دفاعي ځواکونه وايي قطعات یې د غزې تړانګې د جنوبي ښار خان یونس په شا و خوا کې خپل روان پوځي عملیات پراخوي.

دغو ځواکونو پرون جمعه په ایکس شبکه (پخواني ټویټر) کې دا خبر ورکړی، خو نور تفصیلات یې نه دي ورکړي.

د اسراییل د دفاعي ځواکونو په وینا، د دوی پوځیانو په هوايي حملو، د نښه ویشتونکو او ټانکو په ډزو ګڼ تروریستان ختم کړي دي.

د جرمني خبري اژانس په لیکنه، ګومان کېږي چې د حماس افراطي ډلې رهبران به په خان یونس کې پټ وي چې د اسراییل دفاعي ځواکونو په کې خپل پوځي عملیات متمرکز کړي دي.

د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه د حماس افراطي ډله یو تروریستي سازمان ګڼي او اسراییل د دې ډلې د ختمولو ژمنه کړې ده.

اسراییل د حماس ډلې د ختمولو ژمنه کړې ده.

غزه د اکتوبر له اوومې راهیسې د اسراییلو لخوا بمباریږي
غزه د اکتوبر له اوومې راهیسې د اسراییلو لخوا بمباریږي

په غزه کې دا جګړه وروسته له هغې پیل شوه چې لومړی د حماس افراطي ډلې د اکتوبر میاشتې پر اوومه پر اسراییل په حملې سره ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۴۰ نور کسان یرغمل کړل.

د حماس افراطي ډلې تر ولکې لاندې د غزې روغتیا وزارت د اسراییل په تازه حملو کې یوازې پرون د ۱۸۷ کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

دغه وزارت پرون جمعه ویلي چې ۳۱۲ نور فلسطینیان په دغو حملو کې ټپیان شوي دي.

د غزې روغتیا وزارت وايي، په ټوله کې په غزې تړانګه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۱زره ۵۰۷ ته زیات شوی، هغه ارقام چې خپلواکو سرچینو تایید کړي نه دي.

خو ملګرو ملتونو او نړیوالو څارونکو بنسټونو ویلي، چې د غزې د روغتیا وزارت مخکنۍ شمېرې کره وې.

دغه جګړه چې څه کم ۱۲ اوونۍ یې کېږي، د فلسطینیانو د کلابند شوي قلمرو د ویجاړۍ سبب شوې ده.

XS
SM
MD
LG