د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۶

د غزې د جګړې د زر نه پای ته رسېدو په اړه د اسراییلي چارواکو څرګندونې


د غزې یو شمېر استوګن د خپل یوه وژل شوي کس پر جسد د ویر پر مهال
د غزې یو شمېر استوګن د خپل یوه وژل شوي کس پر جسد د ویر پر مهال

د اسراییل د پوځ لوی درستیز هیرتسي هلوي خبرداری ورکړ چې په غزه کې روانه جګړه به ډېرې نورې میاشتې دوام وکړي.

نوموړی دغه خبرداری داسې مهال ورکوي چې اسراییلي ځواکونو په غزه کې د فلسطینیانو پرګڼ مېشتو سیمو د هوایي بریدونو له ترسره کولو وروسته پرون سې شنبې ځمکني عملیات د غزې په مرکزي برخه کې د کډوالو ښاري کمپونو ته وغزول.

د څو میاشتو په مخه د پوځي عملیاتو د غزولو دغه اعلان، د روانې جګړې په ترڅ کې د لازیاتې ویجاړۍ ګواښ هم زیاتوي.

د اسوشیتید پرس خبري اژانس د راپورله مخې، اسراییلي ځواکونو تردې مخکې په ښاري سیمو، د غزې په شمالي برخه او په جنوبي ښارګوټي خان یونس کې سخته جګړه مخ ته وړې چې په نتیجه کې یې فلسطینیان اړ شوي د غزې نورو لیرې پرتو کوچینیو سیمو ته پناه یوسي.

په داسې حال کې چې په غزه کې د اوربند لپاره نړیوال فشارونه زیات شوي او امریکا هم له اسراییل د ولسي وګړو د تلفاتو د مخنیوي غوښتنه کړې، د اسراییل صدراعظم بینیامین نتنیاهو د دوشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې د جګړې پای ته رسیدل ډېر لیرې دي.

د راپور له مخې، دا په وروستیو لسیزو کې د اسراییل ترټولو ویجاړونکي پوځي عملیات دي.

په غزه کې د اسراییل د پراخو بریدونو په نتیجه کې تراوسه نژدې ۲۱ زره کسان وژل شوي .

د غزې پر روغتیا وزارت د حماس ډلې واکمنو چارواکو د ټپیانو شمېر شاخوا ۵۵ زره تنه ښودلی دی.

د دوی په خبره، د وژل شویو کسانو دوه پر درېیمه برخه یې ښځې او ماشومان دي.

په عین حال کې د اسراییل د پوځ لوی درستیز پرون سې شنبې وویل چې د جګړې د اهدافو ترلاسه کول ساده نه دي.

په غزه کې تراوسه د څه باندې ۲۱ زرو ملکیانو د وژل کېدو او د شاوخوا ۵۵ زرو نورو د ټپي کیدو خبر ورکړل شوی
په غزه کې تراوسه د څه باندې ۲۱ زرو ملکیانو د وژل کېدو او د شاوخوا ۵۵ زرو نورو د ټپي کیدو خبر ورکړل شوی

اسراییل ژمنه کړې چې حماس به په بشپړه توګه له منځه وړي.

امریکا متحد ایالتونه او اروپایي ټولنه دغه ډله، ترهګره ګڼي.

حماس ډلې د اوکتوبرپه اوومه نېټه د اسراییل پرقلمرو له بریدونو سره ۱۲۰۰ کسان ووژل او شاوخوا ۲۴۰ نوریې یرغمل کړل.

د کلابندې شوې غزې دننه د پراخیدونکي بشري ناورین په اړه اندېښنو او په سیمه کې د جګړې د بندیدو لپاره د مخ په زیاتیدونکو غوښتنو په ترڅ کې د امریکا متحدو ایالتونو پرون سې شنبې وویل چې د اسراییل د ستراتیژیکو چارو وزیر را ن ډیرمیر Ron Dermer په واشنګټن کې د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو له وزیر انتوني بلینکین او د ملي امنیت له سلاکار جک سولیوان سره وکتل.

د دوی د خبرو نورجزییات نه دي څرګند شوي، خو د امریکا متحدو ایالتونو د تېرې اونۍ په پای کې د ملګروملتونو د امنیت شورا هغه پریکړه لیک ته چې د دیارلس غړیو په مثبتو رایو تصویب شو، د روسیې ترڅنګ له رایې ورکولو ډډه وکړه.

له دې مخکې متحدو ایالتونو د غزې په اړه د ملګروملتونو د امنیت شورا دوه پرېکړه لیکونه ویتوکړي وو.

دغه نوی تصویب شوی پرېکړه لیک غزې ته چې ۲،۲ ملیونه اوسیدونکي یې بشري مرستو ته سخته اړتیا لري، د مرستو رسولو د چټکتیا غوښتنه کوي.

XS
SM
MD
LG