د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۱

د حماس د یوه مشر صالح العروري وژل کېدو ته غبرګونونه او په سیمه کې د کړکېچ زیاتېدو ګواښونه


د پېښې ځای
د پېښې ځای

په لبنان کې د حماس سخت دریځې ډلې د یوه مشر صالح العروري وژل کېدو غبرګونونه پارولي او سیمه کې یې د کړکېچ د زیاتېدو ګواښ ډېر کړی دی.

العروري او د هغه یوشمېر ملګري د سه شنبې په ماښام د لبنان په مرکز بیروت کې په ظاهره د اسراییلو په هوایي حمله کې ووژل شول.

د ایران د دفاع وزیر محمد رضا قرایي اشتیاني ویلي چې په بیروت کې د حماس د یوه مشر صالح العروري وژل کېدل به عواقب ولري.

د جرمني د ( ډي.پي.اې ) خبري اژانس په وینا، ښاغلي اشتیاني ویلي، امریکا په سیمه کې د کړکېچ ډېرېدو ته لمن وهي.

حماس سخت دریځه ډله چې امریکا او اروپایي ټولنه یې یو ترهګر سازمان ګڼي، له تېرو نژدې درېیو میاشتو راهیسې له اسراییلي پوځیانو سره په جګړه بوخته ده.

العروري د حماس تر ټولو لوړپوړی غړی دی چې د اکتوبر له ۷مې را وروسته پيل شوې جګړه کې وژل شوی دی.

صالح العروري په لبنان کې د حماس د سیاسي دفتر د مشر او د دغې ډلې د مرستیال په توګه فعالیت کاوه.

حماس د دغه برید پړه پر اسراییل ور اچوي، خو اسراییل په بهر کې د خپلو بریدونو او هدفونو په اړه په اسانه تبصره نه کوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبدالهیان هم ویلي چې په یوشمېر هېوادونو کې د سراییلو جګړه ییز فعالیتونه د سولې او امنیت لپاره یو ګواښ دی.

بل لورته د لبنان موقت صدراعظم نجیب میقاتي دغه برید غندلی او دا یې د ده په خبره د اسراییلو نوی جنایت بللی دی.

هغه زیاته کړه چې اسراییل غواړي لبنان لا کړکېچن کړي.

د اسراییل پوځ د احتمالي غبرګونونو مقابلې ته د چمتووالي خبر ورکړی
د اسراییل پوځ د احتمالي غبرګونونو مقابلې ته د چمتووالي خبر ورکړی

اسوشیتید پریس خبري اژانس ویلي چې اسراییلي پوځیان هم نن چهارشنبه د حزب الله ډلې چې د حماس متحده ده، د غچ اخیستونکو اقداماتو لپاره په لومړۍ درجه احضاراتو کې ده.

د اسراییل د پوځ ویاند دانیل هګاري ویلي:

" مونږ هر ډول عواقبو ته په لوړه کچه چمتووالی لرو."

کله چې حماس سخت دریځې ډلې د اکتوبر په ۷مه پر سراییلو په برید سره شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۴۰ نور برمته کړل، اسراییل یې په ځواب کې پر غزه غچ اخیستونکي بریدونه پيل کړل.

د غزې د عامې روغتیا وزارت، چې د حماس تر واک لاندې ده، ویلي چې تراوسه د اسراییلي ځواکونو په بریدونو کې ۲۲۳۰۰ فلسطینیان وژل شوي چې دوه پر دریمه برخه کې ښځې او ماشومان دي.

XS
SM
MD
LG