د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۷

له لبنانه د اسراییل غوښتنه: د اسراییل پر شمال د حزب‌الله د بریدونو مخه ونیسئ


د اسراییلو او لبنان یوه سرحدي سیمه کې د اسراییلي ځواکونو د بریدونو یوه څنډه
د اسراییلو او لبنان یوه سرحدي سیمه کې د اسراییلي ځواکونو د بریدونو یوه څنډه

د اسراییل د کابینې یوه غړي له لبنان څخه وغوښتل چې د اسراییل پر شمال د حزب الله د بریدونو مخه ونیسي.

د اسراییل د پوځ لوی درستیز جنرال هرتسي هالوي پرون چهارشنبې د لبنان په جنوب کې له حزب الله سره د اسراییلي ځواکونو د نښتو زیاتېدو ته په اشارې وویل چې پوځ یې په لوړه کچه پوځي تیاری نیولی دی.

هالوي دا څرګندونې د خپل پوځ د شمالي څانګې د قوماندانۍ د کتلو په مهال وکړه.

جنرال هالوي زیاته کړه، په دې قوماندنۍ کې د غونډې په ترڅ کې له نااټکل شویو شرایطو او احتمالاتو سره د مقابلې لپاره بېلابېل پلانونه تصویب شول څو د اړتیا په صورت کې ګوزار ورکولو ته تیار واوسي.

د ده په وینا، هغه اقدامات چې تراوسه پورې په دغو پولو کې د کړکېچ په وړاندې د اسراییل پوځ کړي، دقیق او سم دي او باید په همدې ډول دوام وکړي.

جنرال هالوي خپلو خلکو ته ډاډ ورکړ چې پوځ به خپل هغه وګړي چې له شمالي ښارګوټو څخه یې ایستلي دي، تر هغو بېرته خپلو مېنو ته ونه لېږدوي چې د هغوی د ژوند امنیت یې نه وي خوندي کړی.

د لبنان په جنوب کې د حزب الله او نورو فعالو وسله‌والو ډلو له ورځنیو حملو وروسته د اسراییل د شمال لسګونه زره اوسېدونکي اړ شول چې له خپلو مېنو ووځي او په موقت ډول د اسراییل په نورو سیمو کې واړوي.

د حزب الله په بریدونو کې چې له توغندو او بې پېلوټه الوتکو په‌کې کار اخلي، څلور ملکیان او ۹ اسراییلي پوځیان وژل شوي دي.

اسراییلي رسنۍ وايي، روانه اوونۍ د دوی پر خاوره د حزب الله بریدونه زیات شوي دي.

د اسراییل د کابینې غړي بني ګانتس، چې پخوا د پوځ پخوا لوی درستیز و، تېره شپه د اسراییل په شمالي پوله کې بحران ته په اشارې حزب الله ته خبرداری ورکړ چې د دې ډلې د حملو د دوام په صورت کې به د اسراییل پوځ اقدام وکړي.

ده د لبنان له حکومته وغوښتل چې د حزب الله د حملو مخه ونیسي.

دبني ګانتس ټینګار وکړ چې په دې پولو کې اوسنی وضعیت بدلون ته اړتیا لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG