د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۹

د اسراییل پوځ له رفح ښاره د ملکي وګړو د ایستلو لپاره یو پلان وړاندې کړی


په رفح کې د روانې جګړې یو انځور
په رفح کې د روانې جګړې یو انځور

اسراییل وایي، د دې هېواد پوځ د غزې له رفح ښار څخه چې په سلګونو زره کسانو په‌کې پناه اخیستې، د ملکي وګړو د ایستلو لپاره یو پلان وړاندې کړی دی.

د اسراییل د صدراعظم دفتر نن دوشنبې اعلان وکړ چې د اسراییل پوځ وروسته له هغې د غزې له تړانګې څخه د ملکي وګړو د ایستلو لپاره د پلان وړاندیز وکړ چې بینامین نتنیاهو وویل، د فلسطینیانو په دې جنوبي ښار رفح باندې ځمکني عملیات د ده په وینا، د بشپړې بریا لپاره اړین و.

د فرانس‌پرېس خبري آژانس د راپور له مخې د نتنیاهو دفتر نن دوشنبې په یوه خپره کړې اعلامیه کې وویل چې د اسراییل پوځ جنګې کابینې ته له رفح ښار څخه د ملکي وګړو د ایستلو او هم د را روانو پوځي عملیاتو لپاره پلانونه وړاندې کړل.

په اعلامیه کې په دې اړه چې ملکیان به په څه ډول او چېرته لېږدول کېږي، نور جزییات نه‌دي ورکړل شوي.

دا اعلان وروسته تر دې کېږي چې په دې وروستیو کې یو شمېر هېوادونو او مرستندویه سازمانونو پرله پسې اندېښنې څرګندې کړې چې دا ډول عملیات به په پراخه کچه ملکي تلفات واړوي.

د غزې په رفح ښارکې له ۱،۴ میلیونه زیاتو فلسطینیانو چې اکثره یې د غزې له نورو جګړه ځپلو سیمو بې ځایه شوي، پناه اخیستې.

مصر پولې ته څېرمه رفح ښار چې غزې ته د اړتیا وړ ډېرې مرستې هم له همدې لارې رسول کېږي، تراوسه د اسراییل له ځمکنیو عملیاتو خوندي پاتې شوی.

دا اعلان وروسته له هغې کېږي چې مصري، قطري او امریکایي مرکچیانو په دوحه کې په وروستۍ غونډه کې چې د اسراییل او حماس استازیو هم په‌کې برخه اخیستې وه، د یوه لنډ مهاله اوربند پر امکاناتو خبرې وکړې.

د مصر د دولتي رسنۍ د راپور له مخې دا وروستۍ هڅه د دې لپاره وه چې د روژې د میاشتې له پیلېدو دمخه په غزه کې د یوه لنډمهاله اوربند ټینګښت یقیني شي.

د اسراییل نژدې متحد د امریکا متحده ایالاتو وویل چې د منځګړیتوب په روانو هڅو کې د اوربند او د یرغمل شویو د خوشې کېدو په برخو کې یو تفاهم رامنځته شوی، خو د حماس یوې سرچینې ویلي چې دا ډله له غزې د اسراییلي ځواکونو پر وتلو ټینګار کوي.

خو نتنیاهو چې له غزې د ځواکونو د ایستلو غوښتنه یې یو خیال بللی، ویلي چې په رفح کې ځمکني عملیات به اسراییل په څو اوونیو کې پر حماس چې امریکا او اروپایي ټولنه یې یوه ترهګره ډله بولي او د اسراییل پر قلمرو د اکټوبر په اومه په برید سره یې دغه جګړه پیل کړې، د بشړې بریا هدف ته ورسوي.

د اسراییل صدراعظم له امریکایي 'سي بي ایس' تلوېزیون سره په مرکه کې وویل چې د یوه اوربند لپاره موافقه کېدای شي دغه عملیات یو څه وځنډوي خو د ده په خبره هغه به ترسره شي او زیاته ېې کړه چې دغه عملیات د اسراییل د بشپړې بریا لپاره اړین دي.

د اسراییل صدراعظم ویلي، د دغه هدف ترلاسه کول د څو میاشتو خبره نه‌ده بلکې کله چې دغه عملیات پیل شي، په څو اوونیو کې به ټاکلی هدف ترلاسه شي.

د اسراییل صدراعظم بینامین نتنیاهو
د اسراییل صدراعظم بینامین نتنیاهو

سخت دریځې حماس ډلې د اکټوبر پر اوومه پر اسراییل په برید سره شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۴۰ نور یې یرغمل کړل.

د مخکیني لنډ مهاله اوربند په ترڅ کې د اسراییل له زندانونو د یو شمېر فلسطیني بندیانو د خوشې کېدو په بدل کې په لسګونو یرغمل آزاد شوي، خو ویل کېږي چې تر سلو زیات کسان لا هم یرغمل دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG