د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۷

هنګري او د غزې پر رفح ښار د اسراییلو د نه برید په اړه د اروپایي ټولنې د غوښتنې مخنیوی


د غزې رفح ښار
د غزې رفح ښار

هنګري له اسراییل څخه د اروپايي ټولنې د هغې ګډې غوښتنې مانع شوه چې له دغه هېواده په کې غوښتنه شوې وه چې د غزې پر رفح ښار دې حمله نه کوي.

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزیپ بوریل وویل، هیله من دی چې د مونشن یا مونیخ امنیتي کنفرانس په څنډه کې وکړای شي، له اسراییل د اروپايي ټولنې د غوښتنې په اړه یوه اجماع ترلاسه او رسما له اسراییله وغواړي چې د غزې تړانګې په جنوب کې پر رفح ښار حمله ونه کړي.

خو څو ډیپلوماتانو د جرمني خبري اژانس ته ویلي چې هنګري د اروپايي ټولنې د دې غوښتنې مخه نیولې ده.

د دوی په وینا، ځکه نو جوزیپ بوریل اړ شو چې په یوازې سر دغسې یوه اعلامیه خپره کړي.

د جرمني خبري اژانس د راپور له مخې، د اروپايي ټولنې دغه مخکښ ډیپلومات له اسراییل غوښتي چې په رفح کې پوځي اقدام ونه کړي چې د ده په وینا ناوړه بشري وضعیت به لا خراب کړي.

جوزیپ بوریل اړ شو چې په یوازې سر دغسې یوه اعلامیه خپره کړي.
جوزیپ بوریل اړ شو چې په یوازې سر دغسې یوه اعلامیه خپره کړي.

دا مهال څه باندې یو ملیون فلسطینیان په رفح ښار کې ژوند کوي، رفح د خیمو په یوه ښار بدل شوی او زیات دېره کسان یې هغه وګړي دي چې د غزې تړانګې له نورو برخو بېکوره شوي او رفح ته یې پناه وړې ده.

د اسراییل ځینو متحدانو له دې ډلې د امریکا متحدو ایالتونو، بریتانیا او جرمني اندېښنه ښودلې چې د اسرائیل ځمکنی تهاجم کولی شي په سیمه کې ناوړه بشري وضعیت لا پسې خراب کړي.

د حماس توندلارې ډلې تر ولکې لاندې د غزې روغتیا وزارت پرون ویلي چې په مخکنیو ۲۴ ساعتونو کې ۸۳ فلسطینیان وژل شوي او ۱۲۵ نور ټپیان شوي دي.

د دغه وزارت په وینا د اکتوبر میاشتې له اوومې په غزه کې د پیل شوې جګړې په نتیجه کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر ۲۸زره ۸۵۸ او د ټپیانو ۶۸زره ۷۰۰ ته رسېدلی، هغه شمېرې چې خپلواکو سرچینو تایید کړي نه دي.

د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه توندلارې ډله حماس، یو تروریستي سازمان ګڼي.

په غزه کې دا جګړه وروسته له هغې پیل شوه چې لومړی حماس ډلې د اکتوبر میاشتې پر اوومه پر اسراییل په حملې سره ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۴۰ نور کسان یرغمل کړل.

د یوه لنډمهاله اوربند پر مهال چې ۷ ورځې یې دوام وکړ، د سلګونو فلسطیني بندیانو په بدل کې په لسګونو یرغمل شوي کسان خوشې شول، خو تر سلو زیات کسان لا هم یرغمل دي.

XS
SM
MD
LG