د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۰

اسراییلو په غزه کې پر یوه لوی فعال روغتون برید کړی


په غزه کې د یوه روغتون له داخله یو انځور
په غزه کې د یوه روغتون له داخله یو انځور

اسراییل وايي، د غزې د تړانګې تر ټولو لوی فعال روغتون باندې یې برید کړی.

د حماس ډلې تر ولکې لاندې د غزې روغتیايي چارواکو پرون وویل چې اسراییلو، پر ناصر روغتون چې د غزې د تړانګې یوازیني لوی فعال روغتون دی، برید وکړ او د روغتون لسګونه کارکوونکي، ناروغان او کورني بېځایه شوې کسان یې له هغه ځایه وایستل.

د غزې جګړه د اکتوبر په اوومه وروسته له هغه پیل شوه چې حماس ډلې چې د امریکا او اروپايي ټولنې له خوا د یوه تروریستي سازمان په توګه پېژندل کېږي پر اسراییلو برید وکړ، ۱۲۰۰ کسان یې چې اکثر ملکي وګړي وو، ووژل او ۲۵۳ تنه نور یې یرغمل کړل. اسراییل په ځوابي حملو کې د غزې د روغتیايي چارواکو په وینا له ۲۸ زرو زیات کسان چې په دوی کې هم ډېری ملکي وګړي وو، ووژل.

د اسراییل پوځ پر ناصر روغتون برید دقیق او محدود بللی او ویلي یې دي چې دا اقدام یې د هغو کشفي معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته وکړ چې ګنې د حماس ډلې وسله والو په دې روغتون کې اسراییلي برمته ساتل او د ځینو یرغملو مړي یې هلته پټ کړي وو.

حماس ډلې دا ادعا رد کړې ده.

د غزې له یوې څنډې انځور
د غزې له یوې څنډې انځور

د دې ډلې یو جګپوړي چارواکي سمیع ابو ظهوري پرون وویل چې اسراییل د ناصر روغتون په اړه هم هسې دروغ وايي لکه د نورو روغتونونو په اړه یې چې مخکې له دې ویل.

خو د اسراییلو د پوځ ویاند دانیل هګاري وویل، دا حساس عملیات په ډېر دقت او د ځانګړو ځواکونو له خوا چې د دې ډول عملیاتو په برخه کې ځانګړې روزنه ورکړل شوې، ترسره شول.

هغه زیاته کړه چې له دې پوځي عملیاتو د اسراییل هدف دا یقین ترلاسه کول و چې دا روغتون باید د غزې د ناروغانو علاج ته دوام ورکړي.

هګاري وویل، په دې اړه د ناصر روغتون له کارکوونکو سره څو ځلې خبرې شوې دي.

د اسراییلي پوځ ویاند زیاته کړه چې هېڅوک د روغتون پرېښودو ته مجبور نه دي.

خو په هغو ویډیوګانو کې چې رویټرز خبري آژانس یې د ځینو اصلیت تایید کړی، د روغتون مخې ته ګډوډي، نارې سورې او ډزې ښکاري او په نورو تصویرونو کې په تیاره دهلیزونو کې لوګي او دوړې لیدل کېږي.

د غزې د روغتیا وزارت ویاند اشرف قیدرا وویل، په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې به د روغتون د اړتیا وړ تېل پای ته ورسېږي.

هغه خبرداری ورکړ چې د جدي څارنې په څانګه کې د شپږو ناروغانو په ګډون چې حالت یې نازک دی په روغتون کې د ناروغانو او بېځایه شویو خلکو ژوند له خطر سره مخامخ دی.

خو د اسراییلي پوځ ویاند وویل چې له نړیوالو مرستندویو ټولنو سره په همغږۍ کې دې روغتون ته د دارو درملو او تېلو د رسولو چارې تنظیم شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG