د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۷

غزه کې د جنګ دوام او اسراییلو سره د سولې تړون د لغوه کولو په اړه د مصر ګواښ


د غزې یوه سیمه چې اسراییل بمبار پرې کوي
د غزې یوه سیمه چې اسراییل بمبار پرې کوي

قاهرې پرون ګواښ وکړ چې که اسراییل د غزې د تړانګې په جنوب کې ګڼ مېشتي سرحدي ښار رفح ته خپل پوځي ځواکونه واستوي نو له اسراییلو سره د سولې تقریبا څلوېښت کلن تړون به لغوه کړي.

دا تړون په ۱۹۷۹ میلادي کال کې د متحدو ایالتونو د پخواني ولسمشر جیمي کارتر په منځګړتوب د مصر د پخواني ولسمشر انورالسادات او د اسراییلو د هغه مهال د صدراعظم میناخیم بیګین ترمنځ لاسلیک شوی و.

په کمپ ډیویډ کې د مصر او اسراییلو د مشرانو ترمنځ روغبړ هغه مهال ډېره نوې او حیرانوونکې پېښه وه.

د مصر او اسراییل ترمنځ د سولې تړون د دې ټولو کلونو په اوږدو کې په منځني ختیځ کې د ثبات مهم عامل ګڼل کېده.

په تېرو څو لسیزو کې د فسطینیانو له پرله پسې اعتراضونو او د اسراییل او حماس ترمنځ د جګړو له لړۍ سره -سره دا تړون پرځای پاتې شو.

امریکا او اروپايي ټولنه حماس یوه تروریستي ډله بولي.

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو
د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو

اوس چې د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو ژمنه کړې چې اسراییلي سرتېري به د غزې د تړانګې په جنوب کې د مصر سرحد ته نژدې رفح ښار ته لېږي؛ قاهرې ګواښ کړی چې که اسراییل دا کار وکړي نو دا تړون به لغو کړي.

څارونکي وايي که دا تړون لغوه شي، نه یوازې مصر او اسراییل ته به ناوړه عواقب ولري؛ بلکې د سیمې نظم او ثبات هم زیانمنولای شي.

دوو مصري چارواکو او یوه لویدیځ ډيپلومات د یکشنبې په ورځ اسوشیتیدپریس خبري آژانس ته وویل، که اسراییل پر رفح برید وکړي، دا امکان شته چې مصر دا تړون وځنډوي.

نتنیاهو ویلي چې په غزه کې د اسراییلو له څلور میاشتنیو پوځي عملیاتو وروسته رفح د حماس وروستۍ قرارګاه ده او د دې افراطي ډلې د له منځه وړلو لپاره دې ښار ته د ځمکنیو ځواکونو استول یوه اړتیا ده.

خو قاهرې له هر هغه اقدام سره مخالفت څرګند کړی چې په نتیجه کې یې د غزې د تړانګې جګړه ځپلي خلک دې ته اړ شي چې له سرحده واوړي او مصر ته ننوځي.

مصر او اسراییلو له یوبل سره څلور لویې جګړې وکړې چې وروستۍ په ۱۹۷۳م کال کې وه. نو ځکه کله چې سادات د عربي نړۍ له نورو مشرانو څخه جلا شو او له اسراییلو سره یې د سولې موافقه وکړه ټوله نړۍ یې حیرانه کړه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG