د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۵

غزه؛ د اوربند څرکونه او خان یونس کې اسراییلي ځواکونو تازه عملیات


د غزې خان یونس ښارګوټی
د غزې خان یونس ښارګوټی

د اسراییل دفاعي ځواکونو نن یکشنبه خبر ورکړی چې د اسراییل پوځیانو د غزې په جنوبي ښار خان یونس کې د حماس ډلې ځینې جګړه مار چې د ملکیانو په منځ کې یې ځانونه پټ کړي وو او د تېښتې هڅه یې کوله، نیولي دي.

دغه ځواکونه وايي، د تېرې شپې په پوځي عملیاتو کې په دې سیمه کې نور وسلوال وژل شوي او یوه اندازه وسلې یې کشف شوي دي.

د اسراییل دفاعي ځواکونه وايي چې د اسراییل په یوه هوايي حمله کې د حماس ډلې هغه شبکه هم ختمه شوې چې د بې پېلوټه الوتکې په مرسته د حملې لپاره په چمتووالي بوخته ده.

اسراییل ويلي چې د غزې ښار په الزیتون کې یې هم پراخ عملیات کړي او د وسلو زېرمه یې کشف کړې دغه راز یې د توغندیو د ویشتلو یوه ساحه ویجاړه کړې ده؛ خو د اسراییل د دفاعي ځواکونو دغه ادعاوې په بې پرې ډول تایید شوي نه دي.

په همدې حال کې د اسراییل جنګي کابینې تېره شپه د یرغمل شویو د خلاصون او له حماس سره د اوربند لپاره د مذاکرو پر نورو اقداماتو بحث وکړ.

دا په داسې حال کې ده چې په جګړه ځپلې غزې تړانګه کې پرون شنبه د پراخېدونکي بشري بحران په باب اندېښنې نورې هم زیاتې شوې.

د اسراییل صدراعظم او د جنګي برخې یو شمېر وزیران
د اسراییل صدراعظم او د جنګي برخې یو شمېر وزیران

د فرانسې خبري اژانس د یوه چارواکي او د محلي رسنیو د راپورونو پر اساس لیکلي، د اسراییل یو هیئت چې د یرغمل شویو د خلاصون پر سر د نویو مذاکرو لپاره پاریس ته تللی و، بېرته اسراییل ته ستون شوی او د اسراییل جنګي کابینې ته یې تېره شپه د دغو خبرو په باب معلومات ورکړل.

د محلي رسنیو د راپورونو له مخې، د اسراییل جنګي کابینې موافقه وکړه چې د مذاکرو د دوام لپاره په راروانو ورځو کې یو هیئت قطر ته ولېږي.

حماس ډلې د اکتوبر میاشتې پر اوومه پر اسراییل په حملې سره لږ تر لږه ۱۲۰۰ کسان ووژل او شا و خوا ۲۴۰ نور کسان یرغمل کړل.

د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه توندلارې ډله حماس یو تروریستي سازمان ګڼي.

په نومبر میاشت کې د یوه لنډمهاله اوربند پر مهال چې ۷ ورځې یې دوام وکړ، د لسګونو فلسطیني بندیانو د خوشې کېدو په بدل کې ګڼ یرغمل شوي کسان خوشې شول؛ خو تر سلو زیات کسان لا هم یرغمل دي.

اسراییل د حماس تر حملې وروسته د حماس ډلې د وسلوالو خلاف په غزې تړانګه کې هوايي او ځمکني پوځي عملیات پیل کړل.

د حماس تر ولکې لاندې د غزې روغتیا وزارت ویلي چې د اسراییل د دغو حملو له کبله تر اوسه نږدې ۳۰زره کسان وژل شوي او شا و خوا ۷۰ زره کسان ټپیان شوي دي، هغه شمېرې چې خپلواکو سرچینو تایید کړي نه دي.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې د غزې ۲ ملیونه او ۲ لکه اوسېدونکي له قحطۍ سره مخامخ دي.

XS
SM
MD
LG