د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۰

په لوېديځه غاړه کې د فلسطينيانو د ډزو له کبله يو تن وژل شوى او پنځه ټپیان دي


د غزې یوه څنډه
د غزې یوه څنډه

په لوېديځه غاړه کې د فلسطينيانو د ډزو په پایله کې يو تن وژل شوى او د يوې ښځې په ګډون پنځه نور ټپیان شوي دي.

د اسراییلو د بېړنیو حالاتو اداره وايي، نن د فبرورۍ ۲۲مه د بیت المقدس ښار ته څېرمه په لوېدیځه غاړه کې د اسراییلو امنیتي پوستې ته نږدې درې فلسطینیانو په موټر چلوونکو ډزې کړي دي.

په پېښه کې یو تن وژل شوی او د یوې ښځې په ګډون پنځه نور ټپیان دي.

پوليسو د ټپي شوې ښځې روغتيايي حالت د اندېښنې وړ بللى دى.

اسراييلي پوليس وايي، د امنيتي ځواکونو افسرانو او ملکيانو په ډزو سره دوه فلسطيني وسله وال بريد کوونکي وژلي او يو بل يې ټپي کړی دی.

د پولیسو په خبره، برید کوونکي د لوېدیځې غاړې د بیت لحم اوسېدونکې وو.

د رویټرز خبري اژانس د راپور پر بنست، حماس د فلسطین د اسلامپالې ډلې دا برید پر غزې د اسراییلي ځواکونو بریدونو ته یو طبیعي ځواب بللی دی.

حماس وسله واله ډله د امریکا او اروپايي ټولنې له خوا د یوه ترهګر سازمان په توګه پېژندل کېږي.

په غزه کې د جګړې له پيل مخکې، په لوېديځه غاړه کې تاوتريخوالي شتون درلود، خو د جګړې له پيل راهیسې په دغه سيمه کې مرګونې نښتې زياتې رامنځته شوي دي.

د تېرې جمعې په ورځ د اسراییلو په جنوب کې د فلسطینیانو په ډزو کې دوه تنه وژل شوي وو.

بیت المقدس ته څېرمه په لوېدیځه غاړه کې د فلسطیني وسله والو بریدونه په داسې حال کې کېږي چې نن د فبرورۍ ۲۲ د غزې په جنوبي ښار رفح باندې د اسراییلي ځواکونو هوايي بریدونو زور اخیستی دی.

له دې وړاندې اسراییلي ځواکونو ګواښ کړې و چې دې ښار ته به ځمکني ځواکونه واستوي.

په غزې کې د جګړې له پيل راهیسې څه باندې يو نيم میليون فلسطينيانو په رفح ښار کې پناه اخيستې او په دې سيمه کې د بشري وضعیت په اړه اندېښنې په زیاتېدو دي.

پر رفح ښار باندې د اسراییلو بریدونو په داسې حال کې زور اخیستی چې تمه ده نن په اسراییلو کې د امریکا د متحدو ایالتونو استازی په غزه کې د اوربند د ټینګولو هڅه وکړي.

د حماس او اسراییلو جګړه وروسته له هغه پيل شوه چې حماس ډلې د تېرې اکټوبر میاشتې په ۷مه پر اسراییلو بریدونه وکړل چې ورسره شاوخوا ۱۲سوه اسراییلیان ووژل شول او ۲۵۰ نور یرغمل شول.

د دغو بریدونو ته په ځواب کې اسراییل پر غزې هوایي او ځمکني بریدونه پیل کړي چې تراوسه په کې د غزې د عامې روغتیا وزارت په وینا شاوخوا ۲۹ زره فلسطینیان وژل شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG