د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۶ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۲

نړۍ

د برازیل د ولسمشر ادعا؛ اسراییل د فلسطینانو نسل وژنه کوي

د برازیل ولسمشر، لوئیس ایناسیو لولا دا سیلوا
د برازیل ولسمشر، لوئیس ایناسیو لولا دا سیلوا

د برازیل ولسمشر لوئیس ایناسیو لولا دا سیلوا پرون شنبه ادعا وکړه چې اسراییل د فلسطینیانو په وړاندې نسلوژنه کوي.

هغه تېره اوونۍ په غزه کې د اسراییل پوځي عملیات د نازیانو له خوا د هالوکاست له عامه وژنې سره تشبېه کړې وه چې دغو څرګندونو یې انتقادونه پارولي وو.

اسراییل د نسلوژنې ادعاوې رد کړي او وايي، دغه جګړه یې د توندلارې ډلې حماس پر خلاف ده.

د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه حماس ډله یو تروریستي سازمان ګڼي.

د حماس تر ولکې لاندې د غزې روغتیا وزارت پرون ویلي چې د مخکنیو ۲۴ ساعتونو پر مهال د اسراییل په بمباریو کې د ۹۲ وژل شویو فلسطینیانو مړي روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

د دغه وزارت په وینا، د اکتوبر له اوومې په روانه جګړه کې تر ۲۹زرو ۶۰۶ ډېر کسان وژل شوي او نږدې ۷۰زره نور ټپیان شوي، هغه شمېرې چې خپلواکو سرچینو تایید یا رد کړي نه دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د عراق صدراعظم د جوبایډن د لیدو لپاره واشنګټن ته په سفر تللی

د عراق صدراعظم محمد شیعه السوداني
د عراق صدراعظم محمد شیعه السوداني

د عراق صدراعظم محمد شیعه السوداني پرون (شنبې) د امریکا متحدو ایالتونو ته روان شو.

د عراق د صدراعظم د دفتر پر اساس، السوداني به په واشنګټن کې د امریکا له ولسمشر جو بایډن سره د سیمه ییزو کړکېچونو په اړه خبرې وکړي.

د سپینې ماڼۍ د یوې خبرپاڼې له مخې، ټاکل شوې ده چې ولسمشر جو بایډن سبا (دوشنبې) د عراق له صدراعظم سره وویني.

د عراق صدراعظم وروسته له دې امریکا ته لاړ چې ایران ګواښ وکړ چې له اسراییل څخه به د هغې حملې غچ واخلي چې په دمشق کې یې د ایران پر کونسلګري وکړه.

« د بلوچستان د ازادۍ پوځ» پاکستان کې د جمعې شپې د برید مسوولیت ومانه

ارشیف
ارشیف

د بلوچستان د ازادۍ پوځ په نوم بېلتون غوښتونکې ډلې د دې ایالت نوشکي ته نژدې د ۹ تنو د وژلو مسوولیت ومانه.

پرون (شنبې) په بلوچستان ایالت کې پولیسو وویل چې وسله والو کسانو د جمعې په ماښام له یوه بس څخه چې د ایران په پوله کې تفتان ته روان و، ۹ تنه پنجابي کارګر کښته او دوه کیلومتره لېرې په ډزو ووژل.

خو د بلوچستان د ازادۍ په نوم ډلې تېر ماښام ادعا وکړه چې دوی د نوشکي په درې کیلومترۍ کې د سلطان چړايي په سیمه کې له یوه بس څخه د استخباراتو ۹ غړي کښته او وروسته ووژل.

پولیس وايي چې وسله والو په بس کې د سپرلیو پېژندپاڼې کتلې او هغوی یې له ځان سره کښته کول چې په خټه پنجابیان وو.

برلین اوکراین ته پیټریاټ هوایي دفاعي سیستم استوي

د جرمني د پیټریاټ هوایي دفاعي سیستم
د جرمني د پیټریاټ هوایي دفاعي سیستم

برلین نن وویل چې اوکراین ته به پیټریاټ هوایي دفاعي سیستم واستوي.

د جرمني دفاع وزارت په یوه بیان کې چې نن یې خپور کړ ویلي چې د روسیې د هوایي بریدونو د زیاتېدو له امله د جرمني حکومت پرېکړه وکړه چې د اوکراین هوایي مدافع سیستم پياوړی کړي.

بل لور ته د اوکراین ولسمشر خبر ورکړ چې هالنډ له دغه هېواد سره د یو میلیارد یورو په ارزښت پوځي مرسته کوي.

ولودمیر زیلینسکي پرون وویل چې دا مرستې به د دې کال په ترڅ کې اوکراین ته وسپارل شي.

د هالنډ صدراعظم مارک روټ په ایکسپاڼه یا پخواني ټویتر کې لیکلي چې له دې نوې مرستې سره د روان کال په ترڅ کې له کییف سره د هالنډ مرستې درېیو میلیارده ډالرو ته ورسېږي.

روټ زیاته کړه چې هالنډ او شریکان یې چمتو دي چې هر ډول پوځي او دفاعي مرسته له اوکراین سره وکړه.

د هالنډ صدراعظم همداراز وویل چې اوکراین باید له روسیې سره په جګړه کې بریالی شي چې د اروپا امنیت خوندي شي.

د اسټرالیا پولیس: سیډني کې ۶ کسان په چاقو وژل شوي

په سیډنې کې د رامنځته شوې پېښې سیمه
په سیډنې کې د رامنځته شوې پېښې سیمه

پولیس وایي، نن د اسټرالیا په سیډني ښار کې ۶ تنه په چاقو وهل شوي او وژل شوې دي.

د اسوشېټېډپرېس اژانس د راپور له مخې یوه سړي د وېسټ فیلډ په شاپنګ سنټر کې په چاقو حمله وکړه چې شپږ تنه یې ووژل او د یوه ماشوم په ګډون یې یو شمېر ټپیان کړل.

د پولیسو د کمېشنر مرستیال انټوني کوک خبریالانو ته وویل چې پولیسو برید کوونکی په ډزو وواژه.

د پولیسو د دې افسر په وینا، تر اوسه دوی نه پوهېږي چې دا برید کوونکی څوک دی او د برید علت څه دی.

تر دې دمه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی.

د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د واورې، بارانونو او سېلابونو د راوتلو اټکل شوی

ارشیف: په لغمان کې د راوتلو سېلابونو یو انځور
ارشیف: په لغمان کې د راوتلو سېلابونو یو انځور

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت وایي، نن د وري۲۵مه او سبا یکشنبه د وري ۲۶مه د افغانستان په ټولو ۳۴ ولایتونو کې د سالنګونو په شمول د واورې، بارانونو او سېلابونو امکانات شته.

دې وزارت نن په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې په بدخشان، تخار، کندز، بغلان، کنړ، بلخ، پروان، پنجشېر، کاپیسا، کابل، لوګر، پکتیا، نورستان، لغمان، ننګرهار، خوست، پکتیکا، زابل، کندهار، هلمند، رزګان، دایکندي، غور، هرات، فراه، نیمروز، بادغیس، سرپل، بامیان، میدان ودرک، سمنګان، غزني، جوزجان او فاریاب کې د ورښتونو او طبیعي پېښو د رامنځته کیدو احتمال شته.

د وړاندوینې له مخې له پنځلسو تر شپېتو ملي مترو پورې د بارانونو او له پنځلسو تر څلوېښت سانتي مترو پورې د واورو د ورېدو امکانات شته.

د روسیې په اورنبرګ کې له خلکو د خپلو سیمو پرېښودو غوښتنه شوې

د روسیې په اورنبرګ کې د سېلاب یو انځور
د روسیې په اورنبرګ کې د سېلاب یو انځور

د روسیې په اورنبرګ ښار کې چارواکو له زرګونو کسانو وغوښتل چې سمدستي له خپلو سیمو ووځي.

دا غوښتنه پرون وروسته تر دې وشوه چې د واورو د اوبه کېدو له امله د سیندونو پر ژیو اوبه ورماتې شوې.

اوبه د روسیې په کورغان سیمه کې هم ناڅاپه زیاتې شوې او په ګاونډي قزاقستان کې هم چارواکو ویلي چې یولک کسان تر اوسه له خپلو سیمو وتلي دي.

د هوا له تودېدو سره د واورو او یخونو د اوبه کېدو له امله د روسیې د اورال غرونو په سیمه کې، سایبریا کې، همداراز په قزاقستان کې تر اوسه تر یولک او شل زره ډېر کسان مجبوره شوي چې خپل کورونه پرېږدي.

رسنۍ: د اوکراین جګړه کې څه باندې ۵۰زره روسي پوځیان وژل شوي

په اوکراین کې د روانې جګړې له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور
په اوکراین کې د روانې جګړې له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور

د روسیې یوې خپلواکۍ رسنۍ پر اوکراین د روسیې د څه باندې دوه کلن یرغل په ترڅ کې د څه باندې ۵۰زره روسیي پوځیانو د وژلو خبر ورکړی او وایي چې داسې باور کېږي چې دا شمېرې به په لسګونو زره نورې هم زیاتې وي.

میډیازونا چې له بي‌بي‌سي سره یوځای د اوکراین د جګړې د قربانیانو شمېرې ثبتوي، د ازادو منابعو په استناد وایي چې تر اوسه پنځوس زره څلور سوه یو اویا روسیي پوځیان وژل شوي، خو د میراثونو د ثبتېدو د اسنادو له مخې دا تلفات د ۲۰۲۲م کال له فبروري څخه د سږ کال د مارچ تر ۱۵مې تر پنځه اویا زرو اوړي.

د دې رسنۍ په وینا، په دې وژل شویو کې ۳۳۰۰ افسران دي چې له دې ډلې ۳۹۰ تنه تر ډګرمن پورته رتبې لري.

روسیه په دې جګړه کې د خپلو تلفاتو شمېر کله ناکله خپروي، څو میاشتې مخکې یې ویلي وو چې په دې جګړه کې یې تلفات تر شېږ زرو لږ کم دي.

اوکراین بیا وایي چې د جګړې له پیله تر اوسه یې ۳۱ زره پوځیان وژل شوې دي.

پاکستاني چارواکي: په بلوچستان کې وسله‌والو ۱۱ کسان وژلي

ارشیف
ارشیف

پاکستاني چارواکي وايي، په بلوچستان کې وسله‌والو ۱۱ کسان وژلي دي.

د پولیسو جګپوړي افسرالله بخش فرانس‌پرېس اژانس ته وویل چې شپږو وسله‌والو د نوشکي ښار ته څېرمه یوه سرویس ته تېره شپه لاس ورکړ، د هغوی شناختي کارتونه یې ولیدل، نهه تنه هغه کارګر چې د پنجاب وو، هغوی یې ترې جلا کړل.

د دې کسانو جسدونه یې بیا وروسته له لویې لارې دوه کیلومتره لرې اچولي وو.

الله بخش زیاته کړه چې همدې وسله‌والو بیا د ایالتي پارلمان د یوه غړي پر موټر ډزې وکړې، د پارلمان دا غړی په موټر کې نه و، خو موټر کندې ته ولوېد او په‌کې دوه تنه سپاره ووژل شول.

د امریکا د ولسمشر اټکل: ایران به ژر پر اسراییل برید وکړي

د امریکا ولسمشر جوبایډن
د امریکا ولسمشر جوبایډن

د امریکا ولسمشر جوبایډن وایي، داسې اټکل کوي چې ایران به ژر پر اسراییل برید وکړي، خو ده تهران ته خبرداری ورکړ چې دا کار ونه کړي.

خبریالانو پرون له ولسمشر بایډن څخه د ده د دې پیغام په اړه چې ایران ته یې ورکوي چې حمله دې نه کوي، پوښتنه وکړه، ده په ځواب کې وویل چې حمله دې نه کوي.

د امریکا ولسمشر د واشنګټن دا ژمنه هم یوځل بیا تکرار کړه چې د اسراییل دفاع به کوي او ایران به بریالی نه شي.

اسراییل پرون د ایران یا د ایران د ملاتړیو وسله‌والو له لورې پر اسراییل د احتمالي برید لپاره چمتووالی نیولی و.

وروسته تر دې چې د اپرېل په لومړۍ نېټه په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ برید وشو او دوه جنرال یې په‌کې ووژل شول، ایران بیا بیا ویلي چې خپل غچ به واخلي.

امریکايي ځواکونو د ترهګرو په نوملړ کې شامل د حزب‌اسلامي یو غړی نیولی

ارشیف: یو امریکايي سرتېری
ارشیف: یو امریکايي سرتېری

امریکایي رسنۍ د یوه داسې افغان د نیولو خبر ورکوي چې نوم یې د ترهګرو په نوملړ کې شامل و.

فاکس تلوېزیون پرون راپور ورکړ چې دا کس محمد کاروان نومېږي او د حزب اسلامي غړی دی، دې ګوند د هغو حملو مسوولیت منلی و چې په‌کې نهه امریکایي سرتېرې وژل شوي وو.

دا بریدونه د ۲۰۱۳م او ۲۰۱۵م کلونو ترمنځ په افغانستان کې شوي وو چې په‌کې یو شمېر ملکي افغانان هم وژل شوي وو.

د فاکس تلوېزیون د راپور له مخې محمد کاروان تر دې مخکې هم دوه ځله د امریکا او مکسیکو پر پوله نیول شوی و.

د امریکا د کورني امنیت چارواکي وایي چې محمد کاروان پخوا د ترهګرو په نوملړ کې نه و، خو سږکال د فبروري په میاشت کې د ده نوم په دې لېست کې داخل شو.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG