د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۷

«م. م» او مصر: د فلسطینیانو او اسرائیلو ترمنځ پر اوربند کار کوو


ملګري ملتونه وايي، له مصر سره له نږدې کار کوي څو د اسرائیلو او فلسطین ترمنځ د ۲۰۱۴ میلادي کال اوربند بېرته ټینګ شي.

د ملګرو ملتونو سازمان او د مصر حکومت وايي، د فلسطینیانو او اسرائیلو ترمنځ بېرته د اوربند د ټینګېدو لپاره په جدیت کار کوي.

له څو ورځو راهیسې د دواړو خواوو ترمنځ پر یو بل بریدونه روان دي چې یو وار بیا یې دغلته د جګړې د شدت وېره رامنځته کړې ده.

د ملګرو ملتونو ویاند فرحان حق د سې شنبې په ورځ په نیویارک کې خبریالانو ته وویل، د منځني ختیځ لپاره د ملګرو ملتونو د چارو ځانګړی تنظیموونکی نیکلای ملادینوف د اسرائیل او حماس ترمنځ د کړکېچ د زیاتېدو خبرداری ورکړی.

همدارنګه د ملګرو ملتونو دې ویاند زیاته کړه چې د دواړو لورو ترمنځ بېرته د اوربند د ټینګولو لپاره هڅې روانې دي.

فرحان حق
فرحان حق

فرحان حق زیاته کړه:

"موږ له وروستیو راپورونو خبر یوو. مصر او ملګري ملتونه په جدیت کار کوي څو دواړه لوري بېرته د ۲۰۱۴ میلادي کال اوربند ته ستانه شي او په‌دې برخه کې ډاډ ترلاسه شي. ځانګړی استازی ملادینوف په‌دې باور دی چې ممکنه ده تاوتریخوالی راکم کړای شي او دا د دواړو فلسطینیانو او اسرائیلو په ګټه ده."

د ملګرو ملتونو ویاند همدارنګه زیاته کړه چې له ټولو لورو غواړي چې په غزه کې د یوې بلې جګړې مخه ونیسي او بشري وضعیت ته دې پام وکړي.

غزه له ۲۰۰۷ میلادي کال څخه د حماس د وسله‌والې ډلې په واک کې ده.

دې ډلې د وروستي ځل لپاره په ۲۰۱۴ میلادي کال کې ۵۰ ورځې له اسرائیلو سره جګړه وکړه.

د راپورونو له مخې د دوشنبې او سې شنبې په ورځ له ۴۵۰ زیات توغندي د حماس د وسله‌والو له‌خوا د اسرائیلو پر جنوب توغول شوي دي.

غزه
غزه

اسرائیلو هم د سې شنبې په ورځ د غزې په ریمال سیمه کې په یوه هوايي حمله کې یو شپږ منزله ودانۍ له یو وړکتون سره په نښه کړل.

وروسته له هغې چې په یوه نښته کې د حماس یو قوماندان او شپږ وسله‌وال ووژل شول، دې ډلې ویلي چې غچ به اخلي.

اسرائیلو هم چې په همدې نښتو کې یې یو سرتېری وژل شوی خبرداری ورکړی چې د حماس له اړخه هرې حملې ته به ځواب ووايي.

په ۱۱ کلونو کې چې غزه د حماس د وسله‌والې ډلې په ولکه کې ده، ۲۲۰۰ فلسطینیان په جګړو کې وژل شوي چې نیمايي یې ملکیان دي.

د اسرائیلو خوا ته بیا په دې موده کې ۷۳ تنه وژل شوي چې ډېر یې د اردو سرتېري وو.

ویل کېږي چې د اسرائیلو پر ډېرو ودانیو د توغندیو ضد چتونو له نصبولو وروسته، د اسرائیلو لور ته مرګ ژوبله د پخوا په مقایسه کمه شوې.

XS
SM
MD
LG