د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۴

نتانیاهو په غزه کې له نښتو وروسته فرانسې ته خپل سفر په نیمایي کې پرېښود


د اسرائیل صدراعظم په غزه کې د نښتو له پیل وروسته فرانسې ته خپل سفر په نیمايي کې پرېښی او خپل هېواد ته ستون شوی.

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو د تېرې شپې د جګړو په دوام نن ناڅاپه خپل هېواد ته ستون شو.

د اسرائیل پوځ وايي چې د غزې د تړانګې په جنوب ختیځه برخه کې د پوځي عملیاتو پر مهال یو اسرائیلی افسر وژل شوی او یو بل برسېرن ټپي دی.

بنیامین نتانیاهو
بنیامین نتانیاهو

چارواکو ویلي چې دا مرګ ژوبله د دواړو خواوو ترمنځ د ډزو د تبادلې پر مهال پېښه شوې ده.

د دې پېښې د څرنګوالي په اړه نور جزئیات نه‌شته.

فلسطینیان وايي، په دې نښتو کې د دوی له لوري اووه کسان وژل شوي چې پنځه په‌کې د حماس وسله‌وال دي.

د اسرائیل د صدراعظم دفتر نن وویل چې نتانیاهو پاریس ته خپل سفر د همدې پېښې له کبله په نیمايي کې پرېښود او په پام کې ده چې نن به بېرته اسرائیلو ته ورسېږي.

په تېرو څو میاشتو کې فلسطینیانو یو لړ اعتراضونه پیل کړي چې په ترڅ کې یې دوی د غزې او اسرائیلو ترمنځ د اغزن تار له سره د اوښتو هڅه کوي، ځیني یې اسرائیلیان په تیږو ولي، ټایرونو ته اور اچوي او یا هم د اسرائیلي پوځیانو خوا ته لاسي بمونه اچوي.

د اسرائیل او فلسطینیانو ترمنځ دا نښتې څو ورځې وروسته له هغه کېږي چې حماس او اسرائیل د ګډ سرحد په اوږدو کې د څو میاشتني کړکېچ د کمولو په برخه کې یو لړ ګامونه واخیستل.

د دې کړکېچ په څو میاشتو کې شااوخوا ۱۷۰ مظاهره‌چیان چې ډېری بې‌وسلې خلک وو، د اسرائیلي پوځ په ډزو ووژل شول.

د دې کړکېچ له دوامداره کېدو وروسته دواړو خواوو داسې وانګېرله چې ښايي د یو غیر رسمي اوربند وخت رارسېدلی وي.

تېره اوونۍ اسرائیل قطر ته اجازه ورکړه چې د ۱۵ میلیونه ډالرو په ارزښت د مرستې مواد غزې ته چې د حماس تر ولکې لاندې دی، واستوي او حماس هم د سرحد په اوږدو کې اعتراضونه راکم کړل.

خو د فلسطیني فعالانو او اسرائیلي پوځیانو ترمنځ دې نښتو د هغو هڅو بریا په شک کې اچوي چې اسرائیل او حماس د څو میاشتو نښتو د پای ته رسېدو په مقصد پیل کړې دي.

XS
SM
MD
LG