د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۱

اسرائيل غزې ته د سون موادو انتقال بندوي


د اسرائيل دفاع وزير اويګدور ليبرمن پرون جمعه سپارښتنه وکړه، چې غزې ته دې د سون موادو انتقال سم د لاسه بند شي.

دغه دستور په غزه کې تر ناکراريو، دغه راز د اسرائيل او غزې په سرحد کې له اسرائيلي سرتېرو سره د فلسطينيانو تر شخړو وروسته صادرېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د سيمې د اړتياوو پوره کولو لپاره د ملګرو ملتونو په مرسته له قطر څخه د رانيول شويو تېلو د لېږد د موافقې عملي کېدل په پيلېدو وو.

د اسرائيل دفاع وزير اويګدور ليبرمن
د اسرائيل دفاع وزير اويګدور ليبرمن

د حماس تر کنټرول لاندې د غزې د روغتيا وزارت پرون ماښام اعلان وکړ، چې له اسرائيل سره په سرحدونو کې د شخړو له کبله ٧ فلسطينيان وژل شوي او ١٤٠ تنه نور ټپيان شوي دي.

د وزارت په خبره وژل شوي کسان د ١٧ او ٢٩ کلونو ترمنځ عمرونه لري.

د اسرائيل پوځ: په دغو مظاهرو کې شا و خوا ١٥٠٠٠ کسانو برخه درلوده

پرون په زرګونو کسانو د غزې په دې سيمه کې چې د اسرائيل پر سرحد پرته ده، مظاهرې وکړې.

د اسرائيل پوځ وايي په دغو مظاهرو کې شا و خوا ١٥٠٠٠ کسانو برخه درلوده او د پولې په بېلابېلو برخو کې راغونډ شوي وو.

د اسرائيل د پوځ په اعلاميه کې راغلي، ځينې مظاهره چيان ليدل شوي، چې د غزې د جنوب په څو محلونو کې يې له سرحدي دېوال څخه د اوښتو هڅه کوله.

پرون په زرګونو کسانو د غزې په دې سيمه کې چې د اسرائيل پر سرحد پرته ده، مظاهرې وکړې.
پرون په زرګونو کسانو د غزې په دې سيمه کې چې د اسرائيل پر سرحد پرته ده، مظاهرې وکړې.

د اسرائيل د پوځ په خبره مظاهره چيانو د سرحدي کټارې په يوه برخه کې منفجره مواد وچوول، چې کټارې اور واخيست.

د اسرائيل د اعلاميې په حواله، څو تنه حمله کوونکي چې د اسرائيل يوې پوستې ته نږدې شوي وو د اسرائيلي سرتېرو له خوا په ډزو وژل شوي دي.

په اعلاميه کې د وژل شويو کسانو د شمېر په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

د مارچ له ٣٠مې په غزه کې د مظاهرو له تازه څپو سره تر اوسه ٢٠٤ فلسطينيان وژل شوي دي.

له اسرائيل سره په سرحدونو کې د شخړو له کبله ٧ فلسطينيان وژل شوي او ١٤٠ تنه نور ټپيان شوي دي.
له اسرائيل سره په سرحدونو کې د شخړو له کبله ٧ فلسطينيان وژل شوي او ١٤٠ تنه نور ټپيان شوي دي.

اکثريت دغه کسان سرحد ته نږدې په مظاهرو کې وژل شوي، خو ځينې يې په هوايي حملو او د ټانکونو په ډزو وژل شوي دي. د يوه اسرائيلي سرتېري د وژل کېدو راپور هم ورکړل شوى دى.

داسې هيلې پيدا شوې وې چې د سيمې د سون موادو د تامين لپاره د ملګرو ملتونو له خوا د يوې موافقې تابيا به په سيمه کې مظاهرې کمې کړي.

خو بيا هم د جمعې په ورځ په زرګونو کسان په سرحدي سيمه کې راټول شوي وو.

د مارچ له ٣٠مې په غزه کې د مظاهرو له تازه څپو سره تر اوسه ٢٠٤ فلسطينيان وژل شوي دي

د فرانسې خبري اژانس خبريال وايي، د جمعې ورځې په مظاهرو کې د حماس ډلې رهبر اسماعيل هنيه هم برخه درلوده او د مظاهرو د دوام هرکلى يې وکړ.

اسرائيل حماس ډله د دغو مظاهرو په تنظيم تورنه کړې او وايي له هغو د خپلو حملو لپاره استفاده کوي.

XS
SM
MD
LG