د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۵

په م.م کې د فلسطین د غړیتوب غوښتنلیک غبرګونونه راوپارول


د ملګرو ملتونو په اسامبلۍ کې ډېریو ډیپلوماټانو د محمود عباس د څرګندونو هرکلی وکړ.
د ملګرو ملتونو په اسامبلۍ کې ډېریو ډیپلوماټانو د محمود عباس د څرګندونو هرکلی وکړ.

په ملګرو ملتونو کې د فلسطین د رسمي غړیتوب لپاره غوښتنتک د بیلابیلو عکس العملونو سره مخامخ شوی.

په ېوې ګډې اعلامیې کې چې د اروپايي اتحاديي د بهرنۍ پالیسي د مشري کاترین اشتن، د امریکا د متحد ایالاتو د بهرنیو چارو د وزیر هلیری کلنتن، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف او د ملګرو ملتونو د عمومي منشی بانکې مون له خوا خپره شوې، د فلسطین او اسراییل ترمنځ په خبرو کې د خنډونو د لرې کولو او د خبرو د سمدستی پیل غوښتنه شوي ده.

په دې اعلامیې کې دې یوې میاشتې د وخت ورکولو وړاندیز شوی، څو اسراییل او فلسطین بېرته د سولې خبرې پیل کړي او د دمداره خبرو اترو په اړه یو توافق ته سره ورسیږي.

میرمن کلنتن په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په اسامبلې کې له اسراییل او فلسطین دواړو وغوښتل چې په دې طرح توافق وکړي.

″د منځنې ختیځ په اړه د خبرو اترو څلور اړخیزه ډله د نړیوالې ټولنې د سخت باور وړاندیز کوي او هغه دا چې د دواړو خواوو تر منځ دومداره سوله د خبرو اترو له لارې ممکنه ده نو ځکه خو له دواړو خواوو غواړو چې له دې فرصت څخه ګټه واخلي او خبرې اترې له سره پیل کاندي.″

تردې دمخه محمود عباس د ملګرو ملتونو په عمومی اسامبلې کې خبرې وکړي او ډیرو ډیپلوماټو یې سخت هرکلی وکړ.

″زه غواړم تاسو ته دا ووایم چې د دې وینا تر وړاندې کولو دمخه ما، خپله د یوه مستقل هیواد، فلسطین، د ولسمشر او د فلسطین د ازادي غوښتو نکې سازمان د اجرییه کمیټې د مشر په توګه د ملګرو ملتونو عمومي منشي ښاغلي بانکې مون ته په ملګرو ملتونو کې د فلسطین د غړیبوب په اړه د نولس سوه اوه شپیتم میلادي د جون د څلورمې د پولو په اساس چې بیت المقدس یې د پایتخت په توګه وو؛ پرهماغه بنیاد د ملګرو ملتونو د یوه کامل غړی په توګه غوښتنلیک وړاندي کړ. ″

په دې وخت کې یو شېمر اسراییل ډیپلوماټانو د دې هیواد د بهرنیو چارو د وزیر په شمول له سالونه ووتل. خو د اسراییل صداعظم بنیامن نتانیاهو وویل، دواړه خواوې د خبرو اترو له لاری کولی شی یوې فیصلې ته ورسیږي.

″حقیت دا دی، چې موږ د ملګرو ملتونو د مسودو په اساس سولې ته نشو رسیدلی. مګر دا چې موږ یو تر بله په مستقیمه توګه خبرې وکړ.

حقیقت دا دی چې فلسطینیانو له ډیره وخته د سولې خبرو ته غاړه نه ده ایښې. حقیقت دا دی چې اسراییل له فلسطین سره سوله غواړي، خو فلسطنیان داسې یو هیواد غواړي چې هلته سوله نه وي.″

خو محمود عباس وویل، د فلسطین خلک سولې ته تیار دي او رښتینې سولې ته تر رسیدو پورې په خپل سوله ایز مقاومت ته دوام ورکړي.

ټاکل شوې چې ملګري ملتونه د دوشنبي په ورځ د فلسطین د وړاندیز په اړه خبرې وکړي. داسي ویل کیږي، چې په ملګرو ملتونو کې به د فلسطین د غړیتوب له غوښتنې څخه به برازیل، چین، جنوبي افریقا، هند، لبنان او روسیه ملاتړ وکړي.

په ملګرو ملتونو کې متحد ایالات چې د امنیت شورا دایمی غړیتوب او د ویتو حق لري، ویلي، چې دا غوښتنه به ویتو یا رد کړي.
XS
SM
MD
LG