د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۳

ملګري ملتونه: غزه کې ۱۱ ورځنۍ جګړې۱۷۰۰۰ استوګنځایونه ویجاړ کړي


غزه کې جنګ ځپلي خلک
غزه کې جنګ ځپلي خلک

ملګري ملتونه وايي، دا مهال نږدې ۸۰۰ زره کسانو ته په غزې تړانګه کې په منظم ډول پاکې اوبه نه رسېږي، ځکه د جګړو له کبله د اوبو رسولو شبکې ۵۰ فیصده زیانمنې شوي دي.

د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس په حواله، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همږغۍ ادارې د غزې د ټولنیزو چارو او کور جوړونې وزارت په حواله ویلي چې د ۱۱ ورځنۍ جګړې له کبله ۱۷۰۰۰ استوګنځایونه او تجارتي مرکزونه یا زیانمن شوي یا هم ویجاړ شوي دي.

ملګرو ملتونو ویلي، ۷۶۹ استوګنځایونه او تجارتي مرکزونه د استوګنې او کارونې وړ نه دي، په ۲۵۸ نورو ودانیو کې نږدې ۱۰۴۲ نور واحدونه تخریب او نږدې ۱۴زره او ۵۳۸ نور واحدونه قسماً تخریب شوي دي.

ملګري ملتونه وايي، ۵۳ ښوونیز مرکزونه، ۶ روغتونونه، د لومړنۍ روغتیايي څارنې ۱۱ مرکزونه هم زیانمن شوي او په غزې تړانګه کې ښوونځي تړلي چې دې کار ۶ لکه ماشومان اغېزمن کړي دي.

خو یو فلسطینی چارواکی وايي، د لومړنیو ارزونو له مخې د اسراییل او فلسطیني ډلو ترمنځ په ۱۱ ورځنۍ جګړه کې شا اوخوا ۲۰۰۰ کورونه تخریب شوي دي.

ملګري ملتونه وايي، ۵۳ ښوونیز مرکزونه، ۶ روغتونونه، د لومړنۍ روغتیايي څارنې ۱۱ مرکزونه هم زیانمن شوي
ملګري ملتونه وايي، ۵۳ ښوونیز مرکزونه، ۶ روغتونونه، د لومړنۍ روغتیايي څارنې ۱۱ مرکزونه هم زیانمن شوي

په غزه کې د ټولنیزو چارو او ښار جوړونې وزارت مرستیال ناجي سرحان پرون شنبه(د غبرګولي ۱مه) اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ته وویل، دې جګړې تر ۱۵۰۰۰ پورې نور واحدونه قسماً ویجاړ شوي دي.

د اژانس په حواله، اسراییل د غزې تړانګې پر ګڼ مېشتو سیمو په سلګونو هوايي حملې وکړې چې د استوګنې، تجارتي او دولتي ودانۍ یې په نښه کړې.

راپورونه وايي، د دغو حملو هدف هغه ځایونه وو چې د فلسطین حماس ډلې په کې دفترونه او منابع درلودل.

بل خوا د غزې د پولیسو قوماندان محمود صلاح ویلي چې د اسراییل له خوا ویشتل شوي شا اوخوا ۳۰۰ راکټونه او ناچاودنه سرګلولې راټولې کړای شوي دي.

د فلسطین چارواکي وايي، د ۱۱ ورځنۍ جګړې د مالي زیانونو اندازه تر ۱۵۰ میلیونو ډالرو پورې اټکل شوی، خو په دې باب ارزونې لا هم روانې دي.

د مصر په منځګړیتوب تېره جمعه د اسراییل او فلسطینۍ ډلې حماس ترمنځ اوربند نافذ شو او ورسره هغه ۱۱ورځنۍ جګړه پای ته ورسېده چې په نتیجه کې یې څه باندې ۲۵۰ کسان ووژل شول چې د اژانسونو په حواله ډېری یې فلسطینیان دي.

په اسراییل کې هم د دوو ماشومانو په ګډون د ۱۲ کسانو مړینه تایید شوې ده.

XS
SM
MD
LG