د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۰

بلېنکین: واشنګټن د فلسطین پر رفح ښار د اسراییل د برید د پلان ملاتړ نه کوي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکین
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکین

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکین پرون چهارشنبې وویل چې ده تراوسه د غزې پر جنوبي ښار رفح د اسراییل د پوځي عملیاتو پلان چې د ملکیانو ژوند خوندي کړي، نه دی لیدلی او یو ځل بیا یې یادونه وکړه چې واشنګټن به د دغسې یوې حملې ملاتړ ونه کړي.

د رویترز خبري آژانس د راپور له مخې، بلېنکین او د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو په بیت المقدس کې د دوه نیمو ساعتونو لپاره لیدلي او له هغې وروسته اسراییل بیا ټینګار وکړ چې پر رفح به عملیات د متحدو ایالتونو د دریځ او د ملګرو ملتونو د سخت خبرداري سره سره چې وایي هغه به غمیزه رامنځ ته کړي، پر مخ یوړل شي.

بلېنکین خبریالانو ته وویل، متحده ایالات نه شي کولای او نه به هم پر رفح د لویو پوځي عملیاتو ملاتړ وکړي، تر هغې چې ولسي وګړو ته د زیان نه رسېدو لپاره یو اغیزناک او ډاډمن پلان موجود نه وي.

هغه زیاته کړه موږ دغسې یو پلان تراوسه نه دی لیدلی.

نتنیاهو د سې شنبې په ورځ په رفح کې یو ځل بیا د پوځي عملیاتو پرپیلیدو ټینګار وکړ.
نتنیاهو د سې شنبې په ورځ په رفح کې یو ځل بیا د پوځي عملیاتو پرپیلیدو ټینګار وکړ.

بلېنکین څرګنده کړه نورې لارې هم شته، زموږ په باور غوره لارې چې د حماس چې متحده ایالات او اروپایي ټولنه یې د یوې ترهګرې ډلې په توګه پیژني، د روانو ننګونو په وړاندې ورڅخه کارواخیستل شي او پر رفح لویو پوځي عملیاتو ته اړتیا پېښه نه شي.

هغه وویل دا هغه څه و چې ده له اسراییلي چارواکو سره په خبرو کې مطرح کړې.

د رویترز د راپور له مخې، د اسراییل د حکومت یوه ویاند وویل، اسراییل کلکه اراده کړې چې د حماس پاتې وسله وال به له منځه وړي.

دغه ویاند زیاته کړه چې اسراییل ژمن دی چې د حماس د پنځو کنډکونو وروستي څلور کنډکونه به په رفح کې له مینځه وړي او په دې اړه خپل پلانونه د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر انتوني بلېنکین سره شریکوي.

له دې مخکې د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو د سې شنبې په ورځ په رفح کې یو ځل بیا د پوځي عملیاتو پرپیلیدو ټینګار وکړ. هغه ښار چې د غزې د ۲،۳ ملیون وګړو شاوخوا نیمایي یې له جګړو دې ښارته پناه ور وړې.

غزه کې یو شمېر اسراییلي ځواکونه
غزه کې یو شمېر اسراییلي ځواکونه

نتنیاهو همدارنګه ویلي، که د اوربند پر موافقې سلا وشي، یا ونه شي، اسرائیل به د غزې په جنوبي ښار رفح کې د حماس ډلې وسله وال بشپړ له منځه وړي.

دا په داسې حال کې ده چې اسرائیل د سې شنبې په ورځ وویل چې په غزه کې د اوربند لپاره د خپلې طرحې په اړه د حماس ډلې ځواب ته انتظار کوي.

حماس د تېر کال د اوکتوبر په اومه پراسراییل په غلچکي برید سره شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۵۰ نور یې برمته کړل، خو اسراییل یې په ځواب کې پرغزې تړانګې پوځي عملیات پیل کړل چې د فلسطیني چارواکو په وینا په نتیجه کې یې په تېرو نژدې اوو میاشتو کې له ۳۴زرو ډېر کسان وژل شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG