د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۹

نتنیاهو: اسراییل په غزه کې د اوربند لپاره د حماس ځواب ته انتظار کوي


په غزه کې د روانې جګړې یو انځور
په غزه کې د روانې جګړې یو انځور

اسراییل وايي چې په غزه کې د اوربند لپاره د خپلې طرحې په اړه د حماس ډلې ځواب ته انتظار کوي.

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو ته یوې نژدې سرچینې ویلي چې دا هېواد د اسراییلي برمته‌وو د خوشې کولو په بدل کې په غزه کې د اوربند لپاره د خپلې طرحې په اړه د حماس ډلې غبرګون ته انتظار کوي.

په داسې حال کې چې په غزه کې د جګړې اوه میاشتې پوره کېږي د دې جګړې د پای ته رسولو لپاره فشارونه په زیاتېدو دي.

په تېرو څو ورځو کې د مصر په منځګړتوب د هڅو له پیلېدو وروسته د دې جګړې د پای ته رسولو لپاره هیلې زیاتې شوې، خو د ډېرو مهمو مسایلو په اړه د دواړو لورو ترمنځ د اختلافونو د لېرې کولو لپاره د پرمختګ ډېرې لږې نښې نښانې لیدل شوي.

حماس چې امریکا او اروپايي ټولنه یې د یوې تروریستي ډلې په توګه پېژني، په هرراز موافقه کې له غزې څخه د اسراییلي سرتېرو وتل او په دې تړانګه کې د اسراییل د عملیاتو د دایمي پای ته رسېدو غوښتنه کوي.

له حماس سره د یوې متحدې فلسطینۍ ډلې یوه چارواکي رویټرز خبري آژانس ته ویلي، فلسطینیان د اسراییلو د اشغال سمدستي پای ته رسېدل غواړي.

دا چارواکی زیاتوي، دوی نه شي کولای خلکو ته ووايي چې د اسراییلو اشغال دې روان وي، تاسو جګړه ودروئ او چې کله اسراییلو خپل برمته ترلاسه کړل بیا جګړه پیل کړئ.

د اسراییلو د صدراعظم هم هر اقدام ښايي په کابینه کې د درز باعث شي، ځکه ځینې وزیران یې غواړي چې شاوخوا ۱۳۳ تنه پاتې اسراییلي یرغمل باید راخوشې شي، خو سختدریځي یې بیا د غزې په جنوبي ښار رفح کې د حماس ډلې پر پاتې غړو د پوځي عملیاتو پر دوام ټینګار کوي.

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو
د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو

اسراییلي چارواکي وايي، که حماس د اسراییلو د اوربند هغه طرح ونه مني په رفح کې عملیات به دوام وکړي.

په دې طرح کې د اوربند د پای نېټه نه ده یاده شوې، خو د یوزیات شمېر فلسطیني بندیانو په بدل کې د ۳۳ زیانګالو اسراییلي برمته‌وو د خوشې کېدو او په جګړو کې د لنډې وقفې غوښتنه کوي.

یوه بل اسراییلي چارواکي ویلي چې دا طرح په رفح ښار کې د عملیاتو د مخنیوي یوازینۍ لاره ده ځکه دې چارواکي چې د خپل نوم نه ښودلو په شرط یې خبرې کولې ویلي، دا د فلسطینیانو لپاره وروستی چانس دی ځکه د ده په وینا په رفح کې د عملیاتو لپاره د اسراییلي ځواکونو حرکت لامخکې پیل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د متحدوایالتونو د بهرنیوچارو وزیر انټوني بلېنکن په سیمه کې دی او تمه ده چې نن ماښام له ریاض څخه تل ابیب ته ورسېږي.

بلېکنن منځني ختیځ ته سفر د سعودي عربستان او اسراییلو ترمنځ د اړیکو د عادي کېدو لپاره د منځګړتوب په هڅو پیل کړ.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG