د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۵

تېر کال پر اسراییل د حماس له لوري برید؛ د اسراییلو د  پوځي استخباراتو مشر یې له کبله استعفا کړې


د اسراییل د پوځي استخباراتو مشر د حماس د تېر کال د بریدونو له کبله یې تازه استعفا کړې ده.
د اسراییل د پوځي استخباراتو مشر د حماس د تېر کال د بریدونو له کبله یې تازه استعفا کړې ده.

د اسراییل د پوځي استخباراتو مشر د هغه څه په‌خاطر چې ده پر اسراییل د حماس له لوري د تېر کال د اکټوبر د اوومې د برید په مخنیوي کې ناکامي بللې، له خپلې دندې استعفا کړې ده.

د اسراییل پوځ نن دوشنبې وویل چې د پوځي استخباراتو د څانګې مشر اهارون هلیوا د حماس له لوري پر اسراییل د تېر کال د اکټوبر د اوومې نېټې د برید په تړاو له خپلې دندې استعفا کړې ده.

هلیوا د اسراییل لومړی جګپوړی چارواکی دی چې د حماس له لوري چې متحده ایالات او اروپایي ټولنه یې د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني، د دغه برید په تړاو له خپلې دندې استعفا کوي.

دغه برید چې په نتیجه کې یې ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او شاوخوا دونیم سوه نور یرغمل شول، د دې سبب شو چې اسراییل په غزه کې د حماس په وړاندې جګړه پیل کړي چې اوس اوومې میاشتې ته داخله شوې ده.

د ۲۰۲۳م کال د اکټوبر په اوومه د حماس جنګیالیو له لوري په اسراییلو د حملې یو انځور
د ۲۰۲۳م کال د اکټوبر په اوومه د حماس جنګیالیو له لوري په اسراییلو د حملې یو انځور

د اسراییل پوځ په یوه اعلامیه کې ویلي چې د پوځ لوی درستیز د هلیوا استعفا منلې او له هغه یې د خدمت په‌خاطر مننه کړې ده.

د اسوشېټېډپرېس خبري آژانس د راپور له مخې هلیوا په خپله استعفا لیک کې چې پوځ خپره کړې ویلي چې د ده په مشرۍ د استخباراتو ادارې هغه دنده چې ورسپارل شوې وه نه‌ده اجرا کړې او زیاته کړې ده چې دی دغه توره ورځ، هره ورځ او شپه په یاد لري او د دغې جګړې ژور درد به د تل لپاره له ځان سره ولري.

د راپور له مخې د دې ډېره تمه کېده چې پر اسراییل د حماس له لوري د دغه پراخ برید وروسته به هلیوا او یو شمېر نور پوځي او امنیتي چارواکي له خپلو دندو په دې خاطراستعفاوې وکړې چې پر اسراییل د دغه بېساري برید په مخنیوي کې پاتې راغلې دي.

خو د استعفاوو وخت ښایي په دې خاطر روښانه نه وي چې اسراییل په غزه کې له حماس او د لبنان په شمال کې هم له بلې سخت دریځې حزب الله ډلې سره په جګړه کې ښکېل دی.

په عین حال کې د اسراییل او ایران ترمنځ له بریدونو وروسته په سیمه کې هم کړکېج اوج ته رسېدلی دی.

د اسوشېټېډپرېس خبري آژانس د راپور له مخې د یو شمېر پوځي کارپوهانو په باور داسې مهال چې اسراییل د جنګ په څو جبهو کې ښکېل دی، دغه استعفاوې به یو غیرمسوولانه عمل او کېدای شي هغه د کمزورۍ نښه وګڼل شي.

په داسې حال کې چې هلیوا او یو شمېر نورو چارواکو دا منلې چې د دغه برید په مخنیوي کې پاتې راغلي، خو نورو په تېره د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو له دې کار څخه ډډه کړې ده.

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو
د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو

نتنیاهو ویلي، حاضر دی چې د دغه برید په تړاو سختو پوښتنو ته ځواب ووایي، خو دا یې نه‌دي ویلي چې ایا له خپلې دندې ګوښه کېدو ته هم حاضر دی که‌نه؟

دا په داسې حال کې ده چې په اسراییل کې له ټاکلي وخت د مخه د انتخاباتو د ترسره کېدو لپاره اعتراضي غورځنګ ورځ تر بلې په پراخېدو دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG