د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۶

غزې ته د بشري مرستو په استولو کې زیاتوالی


د مرستو یوه څنډه
د مرستو یوه څنډه

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت ویاند جان کربي د دوشنبې په ورځ وویل چې په تېرو څو ورځو کې غزې ته د بشري مرستو په رسولو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی او زیاته یې کړه چې متحده ایالات غواړي دا مرستې دوام ومومي.

هغه له MSNBC سره په مرکه کې وویل: "مرسته په تېرو څو ورځو کې په ډراماتیک ډول زیاته شوې ده. دا مهمه ده، مګر دا باید دوام ومومي."

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت ویاند زیاته کړه چې دوه زره لارۍ مرستې غزې تړانګې ته داخلې شوې دي.

د دې میاشتې په پیل کې، د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن ګواښ کړی و په هغه صورت کې به په غزه کې د اسراییلو د عملیاتو ملاتړ وکړي چې اسراییل د مرستندویه کارکونکو او ملکیانو د خوندیتوب لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت ویاند جان کربي
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت ویاند جان کربي

د امریکا ولسمشر دغه څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې د ورلډ سنټرل کیچن په نامه د یوې خیریه موسسې اوه غړي د اسرائیلي پوځ په برید کې ووژل شول.

دا لومړی ځل و چې د امریکا ولسمشر هڅه وکړه له اسراییلو سره د امریکا ملاتړ په جګړه کې د دغه هېواد د پوځیانو په چلند مشروط کړي.

جان کربي زیاته کړه: "لکه څنګه چې ولسمشر بایډن وویل، که موږ د وخت په تېریدو سره د پام وړ بدلون ونه وینو، د غزې په اړه زموږ پالېسي به بدله شي."

په غزه کې د اسراييلو له هوايي او ځمکنيو عملياتو شپږ مياشتې تېرې شوې دي. دا عملیات د اکټوبر په اوومه د اسراییلو پر جنوبي سیمو د حماس ډلې له برید سره پیل شول. حماس د امریکا متحده ایالاتو او اروپايي اتحادیې لخوا د یوه ترهګر سازمان په توګه پېژندل شوی.

د غزې تړانګې زیاتره برخې د اسراییلو په عملیاتو کې ویجاړې شوي او فلسطینیان له پراخې قحطۍ او ناروغیو سره مخامخ دي. د غزې نږدې ټول اوسېدونکي بې کوره شوي دي.

مرستندویه ادارو شکایت کړی چې اسراییل د بشري مرستو لپاره د اړتیا وړ خوراکي توکو، درملو او نورو موادو ته د کافي لاسرسي تضمین نه کوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG