د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۰

مصري رسنۍ: د غزې د اوربند په اړه خبرو کې" د پام وړ پرمختګ" شوی دی


د غزې له وروستیو تصویرونو
د غزې له وروستیو تصویرونو

د مصر دولتي رسنۍ وایي، د غزې د اوربند بحثونه په څه باندې شپږمیاشتنۍ جګړه کې د دمې او یرغمل شویو اسراییلیانو د خلاصون پر مسلو راڅرخي او په وینا یې " د پام وړ پرمختګ" په کې شوی دی.

فرانس پریس خبري اژانس د مصر د القاهره خبري اژانس په حواله ویلي، پرمختګونه د اوربند د هوکړې پر څو دوامداره ټکو دي، خو دغه ټکي یې ډېر مشخص کړي نه دي.

ویل کیږي چې د اسراییل د شاوخوا ۲۵۰ برمته شویو کسانو له ډلې ۱۲۹ یې لا هم په غزه کې دي، د دوی خوشې کېدل د اوربند لپاره د اسراییل یو مهم شرط دی.

مصري رسنیو ویلي، د قطر او حماس ډلې مرکچیان اوسمهال له قاهرې تللي دي، خو زیاته کړې ده چې دوه ورځې وروسته به د خبرو د دوام لپاره بیرته قاهرې ته ستانه شي.

ویل شوي چې د اسراییل او امریکا پلاوي هم چې خبرو کې ګډون لري د ۴۸ ساعته سلا مشورو لپاره نن له مصر نه روانیږي.

د غزې جګړې چې د اسراییل او حماس ډلې ترمنځ چې اروپا او امریکایي ټولنه یې ترهګر بولي، روانه ده، تر ډېره ملکیان زیانمن کړي دي.

که څه هم پرون یکشنبه اسراییل د غزې له جنوبي سیمې او اصلي ښار خان یونس څخه خپل سرتیري په شا کړل، خو اسراییلي چارواکو خبرداری ورکړی چې پر رفح ښار بریدونو ته چمتوالی لري.

رفح چې له مصر سره پر پوله پروت دی، یوازنی ښار دی چې تراوسه په کې اسراییلي پوځ ځمکنۍ جګړه نه ده پیل کړې.

غزه کې یو شمېر اسراییلي ځواکونه
غزه کې یو شمېر اسراییلي ځواکونه

د اسراییل د دفاع وزیر یواف ګالنت ویلي، له خان یونس څخه د ځواکونو د شاتګ هدف د رفح د برید په ګډون راتلونکو عملیاتو ته چمتوالی دی.

له خان یونس او د غزې له جنوبي برخې څخه د اسراییلي ځواکونو تر وتلو وروسته له جګړې بې ځایه شوي ګڼ شمېر خلک بیرته خپلو ورانو مېنو ته ستانه شوي دي.

هلته خلک په کراچیو او خرګاډو کې د ورانو شویو کورونو خاورې او ډبرې لرې کوي او د بیا میشتیدو په حال کې دي.

د غزې د عامې روغتیا وزارت چې د حماس تر واک لاندې دی، وایي د غزې په جګړه کې تراوسه ۳۳۱۷۵ کسان وژل شوي دي.

دا جګړه د تېر کال د اکتوبر په ۷مه وروسته له هغه پیل شوه چې حماس پر اسراییلو په برید سره شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۵۰ نور یې یرغمل کړل.

د یرغمل شویو لسګونه کسان په تېره نومبر میاشته کې د جګړې د شپږ ورځني اوربند پر مهال له فلسطیني بندیانو سره تبادله شول.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG