د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۰

د غزې خونړۍ جګړه ۶ میاشتنۍ شوه، خو د سولې هڅو لا نتیجه نه ده ورکړې


د جګړو له امله غزه په کنډوالې ته ورته سیمې بدله شوې ده
د جګړو له امله غزه په کنډوالې ته ورته سیمې بدله شوې ده

په غزې تړانګه کې خواړه لږ پیدا کېږي او ملګرو ملتونو د سختې قحطۍ په باب خبرداری ورکړی، ویلي یې دي چې په دې کلابند شوي قلمرو کې لږ فلسطینیان نورو ځایونو ته د کډې کولو وس لري.

نن یکشنبه د اپرېل اوومه په غزه کې د اسرائیل او حماس ډلې ترمنځ چې د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه یې تروریستي سازمان ګڼي روانه جګړه شپږمیاشتنۍ شوه.

دا جګړه وروسته له هغې پیل شوه چې لومړی حماس ډلې د اکتوبر میاشتې پر اوومه پر اسرائیل په حملې سره ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۴۰ نور کسان یرغمل کړل.

د روانې جګړې له کبله د غزې تړانګې اکثریت اوسېدونکي بېځایه شوي او زیاتو هغو جنوبي ښار رفح ته پناه وړې ده.

د جګړې له امله هره ورځ د قربانیانو او کډوالو شمېر زیاتیږي
د جګړې له امله هره ورځ د قربانیانو او کډوالو شمېر زیاتیږي

د اسوشېټېډ پریس اژانس د راپور له مخې، په همدې حال کې حماس ډلې له غزې، حزب الله او نورو افراطي ډلو د لبنان له جنوب د اسرائیل پر لوري د توغندیو ویشتلو ته دوام ورکړی دی.

دا اقدام د هغې متقابلې شخړې سبب شوې چې د اسرائیل د سرحد په دواړو غاړو کې د زرګونو کسانو د بېځایه کېدو سبب شوې ده.

د هغه لنډمهاله اوربند پر مهال چې په نومبر میاشت کې یې ۷ ورځې دوام وکړ، د لسګونو فلسطیني بندیانو په بدل کې د اسرائیل ځینې یرغمل شوي کسان خوشې شول، خو تر سلو زیات کسان لا هم یرغمل دي.

حماس ډلې لا هم دغه یرغمل شوي کسان او د ځینو وژل شویو یرغمل کسانو مړي له ځان سره ساتلي دي.

د اسرائیل پوځ پرون هم اعلان وکړ چې د یوه یرغمل شوي کس مړی یې ترلاسه کړی دی.

حماس ډلې پرون شنبه لا هم پر خپل پخواني دریځ ټینګار وکړ او هغه په غزه کې د اوربند ټینګښت دی.

دغې ډلې ویلي، موافقه یې کړې چې د خبرو نوي پړاو لپاره خپل یو هیئت د مصر پلازمېنې قاهرې ته ولېږي.

په غزه کې یو شمېر اسراییلي ځواکونه
په غزه کې یو شمېر اسراییلي ځواکونه

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، ټاکل شوې د امریکا د متحدو ایالتونو، اسرائیل او حماس مرکچیان نن یکشنبه په غزه کې د اوربند پر ټینګښت او د بندیانو پر تبادله په قاهره کې خبرې وکړي.

حماس ډلې له غزې د اسرائیلي ځواکونو د وتلو، خپلو سیمو ته د بېځایه شویو د ستنېدو، د خلکو د ازادانه تګ راتګ، خلکو ته د بشري مرستو او پناهځایونو برابرولو او د بندیانو د تبادلې غوښتنې هم کړې دي.

د حماس تر ولکې لاندې د غزې روغتیا وزارت پرون ویلي چې په روانه جګړه کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر ۳۳زره ۱۳۷ او د ټپیانو ۷۵زره ۸۱۵ ته رسېدلی، هغه شمېرې چې خپلواکو سرچینو رد یا تایید کړي نه دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG