د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۱

د غزې الشفا روغتون کې د اسراییلي ځواکونو د عملیاتو پای او پر ځای پاتې مړي او ویجاړۍ


الشفا روغتون
الشفا روغتون

د غزې له الشفا روغتون او شاوخوا سیمو څخه یې د اسراییلي ځواکونو تر وتلو وروسته هلته د وضعیت په اړه راپورونه بېلابېل دي.

د اسراییل پوځ پر الشفا روغتون خپل برید د تېرو شپږو میاشتو جګړو پرمهال یو له ډېرو بریالیو عملیاتو یادوي.

اسوشیتید پریس خبري اژانس د اسراییل د پوځ په حواله ویلي چې د دغو عملیاتو پر مهال یې د حماس او نورو سخت دریځو ګڼ شمېر غړي او عملیاتي مشران وژلي او وسلې او با ارزښته اطلاعات یې ترې ترلاسه کړي دي.

حماس چې له اسراییلي پوځیانو سره په جګړه بوخت دي، د امریکا او اروپایي ټولنې له خوا د یوه ترهګریز سازمان په توګه پیژندل کیږي.

د اسراییل د پوځ یوه ویاند دانېل هګاري ویلي، حماس او نورو وړو اسلامپاله جهادي ډلو د خپلو شمالي مورچلونو تر ټولو اصلي مرکز همدې روغتون کې جوړ کړی و.

دوی ویلي، د عملیاتو پر مهال یې شاوخوا ۹۰۰ مشکوک کسان نیولي چې له ۵۰۰ زیات یې د حماس غړي دي.

د ملګرو ملتونو د روغتیا ادارې بیا ویلي، پر الشفا روغتون د عملیاتو پر مهال څو تنه ناروغان مړه شوي او لسګونه نور ناروغان له خطر سره مخامخ شوي دي.

ملګري ملتونه وایي، د اسراییلي پوځ عملیاتو دغه روغتون، چې له پخوا یې د جګړې له کبله لویه برخه فعالیتونه دریدلي، نور هم وران کړی دی.

اسوشیتید پریس خبري اژانس د غزې د یوه اوسیدونکي محمد مهدي په حواله چې الشفا روغتون ته ستون شوی ویلي، روغتون " په بشپړ ډول ویجاړ" شوی دی.

یو اسراییلي سرتېری په غزه کې
یو اسراییلي سرتېری په غزه کې

مهدي ویلي، د روغتون څو ودانۍ سوځیدلي او ده خپله د لږ تر لږه ۶ کسانو مړي لیدلي دي.

یو بل اوسیدونکي یحیا ابو عوف ویلي، وضعیت د نه ویلو دی او ده د روغتون د ورانۍ پړه پر اسراییلي پوځیانو اچولې ده.

اسراییل وایي حماس ډلې په الشفا روغتون کې سنګرونه جوړ کړي، خو د غزې د عامې روغتیا وزارت چې د حماس تر کنټرول لاندې دی دغه تورونه رد کړي او د اسراییل پوځ یې د ملکیانو په وژنه او د روغتیایي بنسټونو په لمنځه وړلو تورن کړی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان ( ډبلیو.ایچ.او) یکشنبه ناوخته پر خپله ایکس شبکه یا پخواني ټویټر لیکلي، پر الشفا روغتون د عملیاتو له پیله ۲۱ ناروغان مړه شوي دي.

د دغه سازمان مشر تدروس ادهانوم ګیبریسوس ویلي، لا هم الشفا روغتون کې څه باندې سل ناروغان پاته دي چې څلور یې ماشومان او ۲۸ کسان یې داسې دي چې وضعیت یې نازک دی.

د اسراییلو او حماس جګړه وروسته له هغه ونښته چې حماس په تېره اکتوبر میاشته کې په اسراییلو په برید سره شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۵۰ نور یې یرغمل کړل.

د غزې د عامې روغتیا وزارت وایي، له همغه مهاله د اسراییلو په جګړه کې نژدې ۳۳ زره فلسطینیان وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG