د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۸

قاهره کې د غزې د اوربند لپاره د خبرو د نوي پړاو پیل


له ارشیفه د قاهرې ښار تصویر
له ارشیفه د قاهرې ښار تصویر

د قطر او مصر په منځګړیتوب د خبرو تازه پړاو چې هدف یې په غزې تړانګه کې د شپږو اوونیو لپاره د اوربند ټینګښت دی، پرون په قاهره کې پیل شو.

د اوربند په بدل کې د حماس ډلې له بنده د څلوېښتو یرغمل شویو د خوشې کېدو وړاندیز مطرح شوی دی.

د حماس له توندلارې ډلې سره، چې د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه یې یو تروریستي سازمان ګڼي، دا مهال شا و خوا ۱۳۰ یرغمل شوي کسان پاتې دي.

د مصر د پلازمېنې قاهرې په خبرو کې د اسرائیل یوه هیئت هم ګډون کړی، خو د حماس ډلې کوم استازی په کې نه شته.

د حماس ډلې غوښتنه ښکاره ده، هغه دا چې په غزه کې دې روانه جګړه پای ته ورسېږي او ټول اسرائیلیان دې له غزې ووځي.

اسرائیل دغه وړاندیز نه مني او ویلي یې دي چې په غزه کې د حماس خلاف خپلې جګړې ته دوام ورکوي.

د حماس تر ولکې لاندې د غزې روغتیا وزارت ویلي چې په مخکنیو ۲۴ ساعتونو کې ۷۷ تنه نور فلسطینیان هم د اسرائیل په حملو کې وژل شوي دي.

بلخوا: د اسرائیل پوځ وايي چې په یوه هوايي حمله کې یې د اسلامي جهاد ډلې یو لوړ رتبه قوماندان وژلی دی.

د اسرائیل په وینا، دغه قوماندان چې نوم یې نه دی اخیستل شوی، د غزې په مرکز کې د الاقصا جومات په انګړ کې ویشتل شوی دی.

په غزه کې روغتیايي سرچینې وايي چې د اکتوبر میاشتې له اوومې په پیل شوې جګړه کې په دې ځای کې د وژل شویو کسانو شمېر له ۳۲زرو او ۷۰۰ زیات دی.

جګړه ځپلې غزه
جګړه ځپلې غزه

په غزه کې دا جګړه وروسته له هغې پیل شوه چې لومړی حماس ډلې د اکتوبر میاشتې پر اوومه پر اسرائیل په حملې سره ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۴۰ نور یرغمل کړل.

په نومبر میاشت کې د یوه لنډمهاله اوربند پر مهال چې ۷ ورځې یې دوام وکړ، ځینې یرغمل شوي کسان د لسګونو فلسطیني بندیانو د ازادۍ په بدل کې خوشې شول.

تر اوسه په غزه کې د اوربند د ټینګښت په هدف د خبرو څو پړاوونه بې نتیجې پاتې شوې دي.

د مصر او قطر تر څنګ د امریکا متحدو ایالتونو هم د دغو مذاکرو منځګړیتوب کړی دی.

واشنګټن له اسرائیل غواړي چې د غزې په جنوبي ښار رفح کې خپل پوځي عملیات پیل نه کړي، خو اسرائیل ادعا کوي چې د حماس ډلې غړي او ځینې مهم جګړه مار په رفح کې پټ دي.

د امریکا متحدو ایالتونو او اروپايي ټولنې پر رفح ښار د حملې د احتمالي په اړه سخته اندېښنه ښوولې او ویلي یې دي چې دغه ډول یو اقدام کولی شي انساني غمیزه پېښه کړي.

XS
SM
MD
LG