د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۵

غزې ته د مرستو لېږد؛ له قبرسه د سلګونه ټنه مرستو لېږدونکې بېړۍ ور روانې شوې


غزې ته د بشري مرستو لېږدوونکې کښتۍ
غزې ته د بشري مرستو لېږدوونکې کښتۍ

په بشري مرستو بار دویمه کښتۍ پرون شنبه له قبرس د غزې پر لوري روانه شوه چې نږدې ۴۰۰ ټنه بشري مرسته په کې بار ده.

دغه کښتۍ د دوو خیریه سازمانونو له خوا تنظیمېږي چې یو یې په امریکا کې دېره د نړۍ مرکزي پخلنځی نومېږي او بل یې د هسپانیا د پرانیستې غېږ بنسټ دی.

د بارج په نوم دا پراخه کښتۍ چې دوې ژغورونکې بېړۍ یې بدرګه کوي، د قبرس له لارناکا بندر د دغه هېواد تر ډیپلوماتیکو هڅو وروسته روانه شوه او دا مزل به یې ۶۵ ساعته وخت ونیسي.

قبرس د ډیپلوماتیکو هڅو په نتیجه کې د اسرائیل له خوا کلابندې شوې غزې ته یو سمندري دهلېز پرانیستی دی.

د حماس ډلې یو شمېر غړي
د حماس ډلې یو شمېر غړي

د اکتوبر له اوومې راهیسې په غزه کې د اسرائیل او توندلارې ډلې حماس ترمنځ چې د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه یې تروریستي سازمان ګڼي جګړه روانه ده.

دا جګړه وروسته له هغې پیل شوه چې لومړی د حماس ډلې وسلوالو د اکتوبر میاشتې پر اوومه پر اسرائیل په حملې سره ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۴۰ نور یرغمل کړل.

په نومبر میاشت کې د یوه لنډمهاله اوربند پر مهال چې اووه ورځې یې دوام وکړ، د لسګونو فلسطیني بندیانو د خوشې کېدو په بدل کې د اسرائیل ګڼ یرغمل شوي کسان خوشې شول، خو ویل کېږي تر سلو زیات کسان لا هم یرغمل دي.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان وايي اړتیا ده چې په غزه کې شا و خوا ۹۰۰۰ ناروغان د عاجلو صحي خدماتو لپاره نورو ځایونو ته ولېږدول شي.

دغه سازمان پرون شنبه ویلي، په ټوله غزه کې یوازې ۱۰ روغتونونه شته چې په محدود ډول فعالیت لري او په زرګونو ناروغان له روغتیايي خدماتو بې برخې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان په وینا، په غزه کې تر جګړې مخکې ۳۶ روغتونونه فعال وو.

پرون شنبه هم عیني شاهدانو په غزه کې د درنو جګړو او چاودنو د غږونو اورېدلو تایید کړی دی.

په همدې حال کې د فلسطین د سرې میاشتې ټولنه وايي د غزې په شمال کې چې قحطي په کې زیاته ده، د مرستو د وېش پر مهال د تازه ګډوډۍ له کبله ګڼ کسان مړه شوي دي.

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو
د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو د اسرائیل او د حماس د جګړه مارو ترمنځ په غزه کې د اوربند د نافذېدو په اړه د خبرو نوی پړاو تصویب کړ.

تر دې مخکې د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په یوه پرېکړه لیک کې چې غیرالزامي بلل شوی، په غزه کې د فوري اوربند غوښتنه شوې ده.

هغه پرېکړه لیک ته ۱۴ مثبتې رایې ورکړل شوې، خو د امریکا متحدو ایالتونو سپینه یا ممتنع رایه وکاروله.

د حماس تر ولکې لاندې د غزې روغتیا وزارت پرون شنبه ویلي چې د فلسطینیانو په دغه قلمرو کې د اکتوبر له اوومې لږ تر لږه ۳۲زره ۷۰۵ کسان وژل شوي او ۷۵زره ۱۹۰ نور ټپیان شوي، هغه شمېرې چې خپلواکو سرچینو تایید یا رد کړي نه دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG