د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۴

غزه کې جګړو بیا زور اخیستی؛ د تلفاتو شمېر له ۳۲۵۰۰ اوښتی


په غزه کې د روانې جګړې یو انځور
په غزه کې د روانې جګړې یو انځور

په غزه کې نن بیا جګړو زور اخیستی او حماس ډله چې د امریکا متحدایالتونه او اروپایي ټولنه یې د ترهګرې ډلې په توګه پېژني وایي چې د څه باندې پنځو میاشتو په ترڅ کې د دې جګړې د تلفاتو شمېر له ۳۲۵۰۰ تنو واوښت.

دا جګړې وروسته تر دې پيل شوې چې واشنګټن وویل چې اسراییل موافقه وکړه چې د لغوه شویو خبرو لپاره به بله موده وټاکي.

په غزه کې نننۍ بمبارۍ او جګړې د دې سربېره روانې دي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د مارچ په ۲۵مه په غزه کې د سمدستي اوربند د ټینګېدو او د حماس له لوري د برمته‌وو د خوشي کېدو غوښتنه وکړه.

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو واشنګټن ته د اسراییلي پلاوي سفر د امنیت شورا تر دې غونډې وروسته د دې لپاره لغوه کړ چې په امنیت شورا کې د امریکا متحد ایالتونو څرنګه په غزه کې د اوربند د ټینګېدو پرېکړه لیک ته مثبته رایه ورکړه.

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو
د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو

واشنګټن د اسراییل پر صدراعظم بنیامین نتنیاهو د ملکي تلفاتو له امله او غزې ته د خوراکي موادو د لېږلو د مخنیوي په خاطر انتقاد کړی، همداراز واشنګتن له اسراییله غوښتي چې د غزې په لرې جنوبي ښار رفح باندې له مځکني عملیاتو ډډه وکړي، ځکه چې دا سیمه له هغو ملکیانو ډکه ده چې د جګړې له امله یې هلته پناه وړې ده.

د نړۍ نورو مشرانو هم خبرداری ورکړی چې په رفح کې به جګړه د غزې د دوه میلیونه او څلور لکه اوسیدونکو بد بشري وضعیت نور هم کړکېچن کړي.

فرانس پرېس اژانس په غزه کې د حماس ډلې د روغتیا وزارت په وینا خبر ورکړ د اسراییل او فلسطنیانو ترمنځ له څه باندې پنځو میاشتو راهیسې په دې جګړه کې د وژل شویو فلسطنیانو شمېر لږ تر لږه دوه دېرش زره پنځه سوه دوه پنځوسو ته رسېدلی دی.

په دې تلفاتو کې هغه څه باندې شپېته تنه هم شامل دي چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې وژل شوي دي.

په غزه کې د روغتیا وزارت د اکټوبر له اوومې راپه دې خوا د دې جګړې له امله د ټپيانو شمېر ۷۴۹۸۰ تنه یادوي چې په دې کې څه باندې نوي تنه په تېرو څلرویشت ساعتونو کې ټپیان شوې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG