د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۵

اسراییل ته د غزې په رفح ښار کې د عملیاتو په اړه د امریکا وړاندیز


د غزې رفح ښار
د غزې رفح ښار

د اسراییل دولتي راډیو وايي، د امریکا د متحدو ایالتونو لوی درستیز جنرال چارلز کیو براون په رفح کې د اسراییل د پوځي عملیاتو لپاره د اسراییل د پوځ لوی درستیز هرزي هالوی ته یو پلان وړاندیز کړی دی.

د دې راپور له مخې، براون خپل اسراییلي ساري ته ویلي چې امریکا نه غواړي زرګونه ملکي وګړي په رفح کې ووژل شي.

د دې پلان پر اساس، په رفح کې دې د ځمکنیو عملیاتو پر ځای په پرمختللیو وسایلو له مصر سره د غزې پوله کنټرول شي چې وسلې ورته قاچاق نه شي.

پر دې سربېره د امریکا متحدو ایالتونو وړاندیز کړی چې رفح دې د غزې له نورو ځایونو جلا یا منزوي شي او د اسراییل پوځ دې د استخباراتي معلوماتو پر اساس پر ځانګړو ځایونو هدفي بریدونه وکړي.

امریکا همداراز له اسراییل سره د جګړې د یوې ګډې خونې د جوړېدو وړاندیز کړی دی.

د اسراییلي ځواکونو له عملیاتو وروسته غزه
د اسراییلي ځواکونو له عملیاتو وروسته غزه

د اسراییل د دولتي راډیو د راپور له مخې، امریکا په دې خواشیني ښکاره کړې چې اسراییل له جګړې وروسته د غزې لپاره کوم پلان نه دی جوړ کړی.

په دې راپور کې راغلي چې د امریکا او اسراییل لوی درستیزانو تېره اوونۍ واشنګټن ته د اسراییل د دفاع وزیر د سفر په لړ کې په دې وړاندیز خبرې وکړې.

د اسراییل دفاع وزیر یواو ګالانت تېره اوونۍ په غزه کې د اوربند په اړه د امنیت شورا د پرېکړه لیک له تصویبېدو سره هممهاله واشنګټن ته تللی و.

پر غزې د اسراییل د حملې پرېکړه د امریکا اندېښنه پارولې ده.

اسراییل وايي، د حماس د سختدریځې ډلې غړي او یو شمېر مشران په رفح کې پټ دي خو امریکا او اروپايي اتحادیه، چې حماس ترهګره ډله بولي، وايي چې پر رفح برید د انساني ناورین سبب کېږي.

د امریکا له اندېښنو سره سره لوېدیځو رسنیو تایید کړې چې امریکا اسراییل ته د میلیاردونو ډالرو وسلو د ورکولو پرېکړه کړې ده.

د امریکا ولسمشر جو بایډن په وروستیو اوونیو کې د بنیامین نتانیاهو پر اقداماتو انتقاد کړی و او ویلي یې و چې د غزې په جګړه کې د اسراییل د صدراعظم دریځ اسراییل ته زیان اړولی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG