د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۱

بایډن: اسراییل د مرستندویانو او ملکیانو د خوندیتوب لپاره کافي اقدامات نه دي کړي


د امریکا ولسمشر جو بایډن
د امریکا ولسمشر جو بایډن

په غزه کې د اوو مرستندویانو له وژل کېدو وروسته د امریکا ولسمشر جو بایډن وویل چې اسراییل د مرستندویانو او ملکیانو د خوندیتوب لپاره کافي اقدامات نه دي کړي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن د سې شنبې په ورځ وویل، د اسراییل پر هوايي برید، چې په نتیجه کې یې په غزې کې د نړۍ د مرکزي پخلنځي په نوم د مرستندویې ټولنې ۷ کارکوونکي ووژل شول، غوسه او خواشیني دی.

ده له اسراییل څخه وغوښتل چې د مرستندویانو د خوندیتوب لپاره لا ډېرې هڅې وکړي.

بایډن ټینګار کړی چې د دې پېښې په اړه د اسراییل پلټنې باید چټکې او مسوولانه وي او پایلې یې هم څرګندې وي.

ده زیاته کړه: "دا پېښه هغه مهال لا غمجنه کېږي چې پوی شوم یوازینۍ پېښه نه ده...دا جګړه د یو شمېر مرستندویانو له نظره چې وژل شوي دي، د وروستیو کلونو تر ټولو بده پېښه ده."

د نړیوال مرکزي پخلنځي د مرستندویانو پر کاروان د اسراییل په حمله کې بریتانیايي، استرالیايي، پولنډي او دوه تابعیته فلسطیني امریکايي او کاناډايي اتباع وژل شوي دي.

د بریتانیا د باندنیو چارو وزارت مرستیال اندرو میچل وویل، د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت له لوري د ۳ بریتانیايي اتباعو په شمول د نړیوال مرکزي پخلنځي د اوو مرستندویانو بوږنوونکې وژنه غندي.

ده زیاته کړه، د دې پېښې په باب د شفافې او چټکې پلټنې او له نړیوالې ټولنې سره یې د نتیجو د شریکولو او د هغې په اړه د بشپړ ځواب ویلو غوښتنه کوي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډېوېډ کامرون هم پر ایکسپاڼه لیکلي چې د اسراییل له باندنیو چارو وزیر سره یې د دې پېښې په اړه خبرې کړي او د دغو مرستندویانو وژنه ورته د منلو نه ده.

کامرون زیاته کړې چې اسراییل باید فوراً توضیح کړي چې دا پېښه څنګه وشوه او همداراز د مرستندویانو د خوندیتوب لپاره اساسي اقدامات وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن هم ویلي چې واشنګټن له اسراییل څخه غوښتي په غزه کې د مرستندویانو د وژل کېدو په اړه چټک، بشپړ او بې پرې پلټنې وکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG